افغانستان

نور د حیرتان بندر د ټولو عوایدو د راوګرځولو ګواښ وکړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۴ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د بلخ ګوښه شوي والي عطاء محمد نور د سیمه ییزو اورګانونو د ادارې د ویاندې هغه څرګندونې غندلي، چې ویلي یې وو، له دې وروسته د بلخ د والي لاسلیک نه چلېږي او نه یې په لاسلیک څوک ګوښه کېدلی شي.

نور ګواښ وکړ، که حکومت پرې پیسې بندې کړې؛ نو د حیرتان بندر له عوایدو به د بلخ د دولتي ادارو ټول لګښتونه پوره کړي او د عوایدو پیسې به حکومت ته ونه سپاري.

نوموړي نن د ولایت په مقام کې د خپلو پلویانو غونډې ته، ملګري ملتونه د ملي یووالي حکومت د هوکړه لیک د نه عملي کېدو پر وړاندې په چوپ پاتې کېدو ګرم وګڼل او د ملګرو ملتونو څخه یې وغوښتل، چې باید د افغانستان اوسنی حالت درک کړي؛ ګنې دغه هېواد د بحران لوري ته روان دی.

د ده په خبره، ملګرو ملتونو د ملي یووالي حکومت د جوړېدو په هوکړه لیک کې لاسلیک کړی او د ده په مسئله کې باید غلي پاتې نه شی.

نور نړیوالو ته ګوتڅنډنه وکړه، چې «زه هغه ونه نه یم، چې په هر باد وښورېږم»

د بلخ ګوښه شوي والي په ټینګار سره ویلي، چې تر هغه وخته به د بلخ والي وي، چې څو ورسره سیاسي موافقه نه وي شوي او د ده غوښتنې نه وي منل شوي.

نوموړي د ملي یووالي حکومت دواړه مشران په دروغجنو شعارونو ورکولو تورن کړل او په اوسنۍ جګړه او فقر کې یې ښکېل وبلل.

ده بیا وویل، چې ځینې کړۍ غواړي د ده په ګوښه کولو بلخ ناامنه کړي او دلته نورې پروژې عملي کړي.

نور ټولو وزیرانو ته په خطاب کې وویل، «زه هغه وزیر نر ګڼم، چې راشي او دلته«بلخ» کې ماته ستونزه جوړه کړي.»

له تېرې یوې میاشتې راهیسې د ارګ، جمعیت اسلامي ګوند، اجراییه ریاست او د بلخ د ګوښه شوي والي عطاء محمد نور ترمنځ ناندرۍ روانې دي.

نن د جمعیت ګوند غړي اسمعیل خان ویلي وو، چې ارګ د دغه ګوند ۷ ماده ییزه طرحه رد کړې او د دوی هغه غوښتنه یې نه ده منلې، چې عطاء محمد نور دې د ملي یووالي حکومت تر پایه د بلخ د والي په توګه پاتې شي.

ارګ تراوسه د بلخ د نننیو او مخکېنیو څرګندونو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی او نه یې د جمعیت ګوند او ارګ ترمنځ د شویو خبرو اترو په اړه سپیناوی کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

جنګ سګها خیر فقیران است سګ برادر شغال است عطا او غنی ، په مجموع کی ټوله غلامه اداره د الله ج او دجال تر منځ حیران پاتی دی چه له کوم یو مرسته وغواړی د الله ج خطا ویستل خو ورته معلوم دی چه امکان نه لری ، البته د فرعون په شان به یی د شپی ځانونه په پړو ډیر تړلی او ډیر نفلونه به یی کړی وی چه مونږ ته بخښنه وکړه . لا به یی له مفتو ډالرو ډیر خیرات کړی وی ، چه د دجال دالرو ته چانس راکړی دجال مو خطا ایستلی او د… نور لوستل »

افغان

زما په خیال چه عطا څو مصنوعی ږیری لری کله چه د خپلو په اصطلاح جهادی ګروبو مرستی تر لاسه کوی اوږده ږیره کیږدی او کله چه د ناتو ، تش په نامه ملګرو ملتو او یا د لوی بادار ( امریکا ) د هیت سره د لیدو امکانات ورته برابر شی بیا نو تر ټولو اخری کچه کوچنی او اروپایی ږیره کیږدی ، تر ټولو خندا اوره یی دا چه وایی زه هغه ونه نه یم چه هر باد به می مخ پلی خواته په اسانی واړوی د هغه د دی خبری معنی دانه ده چه ملت زما په… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x