نظــر

سریالونه، ډرامې او ټولنې ته یې زیانونه

عبدالغفور خليلي

نن سبا د فتنو دور دى ، شيطان د فتنو دومره جالونه خواره کړي ، چې د هغو نه بچ کيدل او خپل ايمان ساتل د مومن لپاره يو ستونزمن کار دى ، هر لور ته عرياني ، فحاشي او بې حيايي خوره ده ، حتي چاپي او غير چاپي رسنيو ډير وخت همدغو ډرامو او لوڅو سريالونو ته ورکړى دى ، د فحاشي او بې حيايي په دې سيلاب کې که څوک خپل ايمان وساتي ، هغه به په يقيني توګه مجاهد وي ، په دې برخه کې تر ټولو پراخه ، لويه او مهمه ونډه تلويزون او وي سي آر اخستې ده ، دې الاتو له هر کورنه سينما جوړه کړې ده ، د شريفو خلکو کورونه هم له دې لعنت څخه خوندي پاتي نه دي ، الله تعالى په قران کريم کې فرمايي: إِنَّ الَّذِينَ يُحِبُّونَ أَن تَشِيعَ الْفٰحِشَةُ فِى الَّذِينَ ءَامَنُوا لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ فِى الدُّنْيَا وَالْءَاخِرَةِ ۚ وَاللَّهُ يَعْلَمُ وَأَنتُمْ لَا تَعْلَمُونَ [سُوۡرَةُ النُّور : ۱۹]

په یقیني توګه، كوم كسان چي د مؤمنانو په ډله کښي د بد لمنۍ خپرول خوښ ګڼي، هغوى په دُنيا او اخرت کښي د دردناك عذاب وړ دي، الله پوهیږي او تاسي نه پوهېږئ.

دا ډرامې او سريالونه د کور او ټولنې ته ډير زيان اړوي ، لومړى خو دا چې وخت ضايع کوي ، ممکن د ځينو خلکو په نظر کې د وخت څه قدر نه وي ، حالانکه وخت هغه نعمت دى چې له ضياع وروسته نه راګرځي.

رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي : ( نِعْمَتَانِ مَغْبُونٌ فِيهِمَا كَثِيرٌ مِنَ النَّاسِ الصِّحَّةُ وَالْفَرَاغُ )( من صحيح البخاري: عن ابن عباس )

دوه نعمتونه داسې دي ، چې اکثره خلک ورڅخه غافله دي ، هغه صحت او فراغت (وخت) دي.

او په فاطر سورت کې الله تعالى فرمايي ( وَهُمْ يَصْطَرِخُونَ فِيهَا رَبَّنَآ أَخْرِجْنَا نَعْمَلْ صٰلِحًا غَيْرَ الَّذِى كُنَّا نَعْمَلُ ۚ أَوَلَمْ نُعَمِّرْكُم مَّا يَتَذَكَّرُ فِيهِ مَن تَذَكَّرَ وَجَآءَكُمُ النَّذِيرُ ۖ فَذُوقُوا فَمَا لِلظّٰلِمِينَ مِن نَّصِيرٍ [سُوۡرَةُ فَاطِر : ۳۷]

هغوى به هلته فرياد واويلا وکړي چي: اې زموږ ربه! موږ له دې ځايه وباسه چي ښه عمل وکړو، نه هغسي عملونه چي پخوا مو كول – (ځواب به ورکړل شي): ايا موږ تاسي ته دومره عمر نه و درکړی چي كه چا په هغه کښي عبرت اخيستل غوښتلای، نو عبرت یې اخيستلای شوای؟ – او تاسي ته وېرونكى هم درغلى و. نو اوس خوند وڅكئ، دلته د ظالمانو كوم مرستندوی نشته.

دوم لوى زيان يې ټولنې ته دا دى ، چې ځوانان او ماشومان بې لاري کوي ، کوم څه چې دوى په سريالونو کې وويني هغه بيا په خپل حقيقي ژوند کې عملي کوي ، که په سريالونو کې جنګ جګړا وي ، دوى هم په خپل حقيقي ژوند کې د هغوى تمثيل کوي ، که په سريالونو کې د غلا او ډاکې منظرونه وي ، دوى غلا او ډاکې پيلوي ، او که د عاشقۍ کيسه وي ، نو دوى هم د عشق جنګ کوي ، نن زمونږ په ګران هيواد کې چې کوم واردات کيږي ، دا ټول د همدې سريالونو پايله ده ، دا د ټولو مسٶليت دى ، چې په خپله هم له دې ګنده لعنت څخه ځان وساتۍ ، خصوصا مور او پلار دي د خپل اولاد ژوند په دې سريالونو ښودلو سره نه بربادوي ، ځکه د مور او پلار څخه به د اولادونو په اړه هم پوښتنه کيږي ، چې هغوى دې چيرته استعمال کړو ، تا دهغوى وخت په کوم ځاى کې لګولى وو ، تا هغوى ته څه علم ورښودلى وو ، ايا تا هغوى ته د دين نصيحت کړى وو ، افسوس د هغه مور او پلار په حال باندې ، کوم چې په خپلو اولادونو باندې ډرامې او سريالونه ګوري ، اى مسلمانانو ، له دې ډرامو او سريالونو نه خپل ځان او خپل اولادونه محفوظ وساتۍ ، په دې کې ستاسو او ستاسو د اولادونو د دين او دنيا تباهي ده ، په دې سره د انسان زړه له دين نه غافله کيږي ، مرګ او قبر ورڅخه هيريږي ، چې دا د دواړو جهانونو ذلت دى.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نا پيژاند

یو لوی زیان یې دادی چي زمونږ ځوانان او مشران له عباداتو راګرځوي، د همدغو سریالونو له امله جومات ته نه راځي او بل داچي داسې ځوانان، مشران او ماشومان له نېکانو خلکو او عالمانو سره ناسته ولاړه نه کوي او له هغوی نه ځان لري ساتي.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x