fbpx

د ترکیې غونډه جعلي استازي ، نا معلوم اهداف !

شاهد (غزنیوال)

سره له دې چې طالبانو د یوې رسمې اعلامیې له لارې د ترکیې په غونډه کې د خپلو استازیو ګډون په کلکه رد او د سولې په پلمه یې دا ډول کړنې استخباراتي هڅې وبللې خو بیا هم ځیني حلقات او رسنۍ د ترکیې په غونډه کې د طالبانو په استازولۍ ټینګار لري او یاده غونډه د سوله ییزو مذکراتو لپاره یوګام بولي.

د ترکیې غونډه په داسې حال کې تر سره کیږي چې خپله د ګډ حکومت او د هغه د یوه متنازع والي عطاء محمد نور ترمنځ خبره د جنګي احضاراتو پولي ته رسدلې ده .

د رسنیو د وروستیو رپوټونو پر اساس د ترکیې د غونډې برخوال دا ادعاء لري چې دا یې دریمه غونډه ده چې د بین الافغاني تفاهم له مخې یې د سولې په اړه تر سره کوي ، خو د دې باوجود نه خپله د غونډې د برخوالو ماهیت معلوم دی او نه یې اهداف.

د مولوي عبدالرؤف په نوم چې د ترکیې په غونډه کوم ښاغلی ځان د طالبانو استازی معرفي کوي له طلوع نیوز سره د ژوندۍ مرکې په مهال تر پايه په دې ونه توانیدو چې د خپل وظیفوي مسؤلیت او د غونډې د اهدافو په اړه د طلوع خبریال پوښتنو ته ځواب ووايي.

امریکایان هغه شیطاني سازشګران دي چې خپلو اغراضو ته د رسیدو لپاره تل یو شمیر داسې ساده معتوه ګان کاروي چې هغوي کم ترکمه د خپل ځان د معرفي په اړه معلومات نه لري.

د سولې په پلمه د مجهولوحلقاتو او مجهول الهویته کرکترونو لخوا دغه ډول غیر مثمر حرکات د دې لپاره تر سره کیږي چې اشغالګرو امریکایانو ته د افغانستان د اشغال غزولو او دلته جګړې ګرمولو مبرر په لاس ور کړي.

کنه په داسې حال کې چې هم امریکایان او هم د هغوی تحت الحمایه حکومت د افغانستان په داخل کې عملا د جګړې لپاره چمتو والی نیسي د سولې تر نامه لاندې خبرې که هرځای او د هرچا لخوا وي له شکه پرته د سولې خلاف یو سازشي اقدام دی چې هیواد او افغانانو ته یې هیڅ ګټه نشي رسیدلای.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د