fbpx

په مسلمانانو کې دفحاشي رواجول

لیکنه: محمد

ګران پیغمبر صلی الله علیه وسلم چې د قیامت کومي نښې نښاني ښودلي ، دهغوئ له مطالعه کولو څخه څرګندیږي  چې خلګ به دډيرو ګناهونو اودبدیو د ارتکاب او کړني لپاره مهذب او ښایسته نومونه کاروي، شراب به خوري لیکن نوم به یې بدل وي ، سود به خوري خو نوم به یې بدل وي، او په لږ غور کولوسره دا حقیقت را څرګندیږي چې دبدو کولو همدا تر ټولو یو بد صو رت او شکل دی، ځکه چې په دي ډول سره د نفس د غلامي لاره هواریږي.

اسلام چې په کومه زمانه کې په وجود کې راغی هلته هم تقریبا همداسي حالات ؤ، عربو به خپل ځان د ابراهیمي  دین پیروانان بلل لکن په حقیقت کې هغه په پوره ډول په شرک او کفر کې مبتلاؤ.

کله چې یوه انساني ډله دګناهونو عادي شي، اوپه قصد سره ګناهونه کوي نو دهغه طریقه همداوي چې ګناه ته دنیکي او بدي ته دښه والي رنګ ثابتولو کوشش کوي، مغربي تهذیب نن همدا صورت اختیارکړی ، په نني عصر کې ډیري مسلمه بد اخلاقیاني دثقافت اوتهذیب په نامه سره رواج شوي.

او کوم کسان چې له دي سره اختلاف لري او په اسلامي کلتوریې یو یرغل بولي نو هغه  له تهذیب سره نا اشنا، بنیاد پرست ، رجعت پسند ، او ترورست غوندي  القابو باندي نازول کیږي، په پوره قوت سره دا کوشش کیږي چې په خوښه یا رضا سره مغربي ثقافت او تهذیب په مسلمانانو باندي مسلط کړی شي په دي لاره کې له هر ډول امکاناتو څخه استفاده کیږي، چې ددي سلسلي یوه کړۍ دفحاشي اوبي حیایې فتنه ده ، چې دروشن خیالي روشن فکري په نامه سره نومول کیږي.

په قرآن کریم کې ځای په ځای دفحاشي مذمت او بدوالی بیان شوی او هغه دشیطان کار بلل شوی، الله جل جلاله فرمایې : إن الله یأمرکم بالعدل والاحسان وإیتاء ذی القربی وینھی عن الفحشاء والمنکر والبغی…

په دي مبارک آیت کې الله جل جلاله له درو شیانو څخه دځان ساتلو حکم کړی ، له بی حیایې څخه ، له منکر یعني ناجائز کارونو څخه ، او له فحشاء څخه ، فحشاء  هغه بدکار او بی حیایې ته ویل کیږي چې بدوالی یې انتهایې درجې ته رسیدلی وي، او د عقل ، فهم اوسلیم فطرت په نزد باندي هغه بلکل واضح او څرګندوي، او د منکر اطلاق په هغه قول او فعل باندي کیږي چې د هغه په حرام او ناجائز کیدلو باندي ټول اهل شرع متفق وي،
په یو بل ځای کې الله جل جلاله فرمایې : ﴿الشیٰطن یعدکم الفقر ویأمرکم بالفحشاء﴾ البقرة:268 :﴿ ومن یتبع خطوات الشیطان فانہ یأمر بالفحشاء والمنکر﴾ النور:21

که غور وکړل شي نو د منکر تر لفظ لاندي فحشاء هم راځي ، له دي سره سره  دقرآن کریم مختلف آیتونو کې فحشاء په مستقل او ځانګړي ډول هم ذکر شوي، او تر نورو دواړو منهیاتو یې مخ کې ذکر کړی، په دي کې دي طرف ته اشاره ده چې فحشاء اوبي حیایې دډیرو نورو منکراتو اوګناهونو ذریعه ده ، کله چې په کومه ټولنه کې فحشاء رواج ومومي  هلته بیغیرتي  اوبي حمیتي عامیږي ، دیني جذبه کمزوري کیږي ، داسلام اوایمان لپاره  دژوندي پاته کیدلو اوپه هغوئ سر ورکولو قوت کمزوری کیږي، او د ډيرو ګناهونو او بدو اخلاقو  شناعت او بدوالی یې له زړه لیري کیږي.

بل لور د فحشاء په ځای  حیا ته دومره زیات اهمیت ورکړی  چې  حیاء  یې د ایمان جزء بللی ، ګران پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایې  : الحیاء شعبة  من الایمان [صحیح مسلم  رقم ۷۵] یعني حیاء ددین یوه شعبه ده.
او بل ځای فرمایې :  إذا لم تستحی فافعل ماشئت سنن ابوداود ، رقم ۴۷۹۷  ، یعني چې کله دي حیاء نه وي نو بیا چې څه کوي هغه کوه.

له تیرو څو کلونو راهیسي  چې په ګران هیواد افغانستان او یو شمیر نورو اسلامي هیوادونو کې چې دفحاشي اوبي حیایې کوم سیلاب په ډیره تیزي سره خپریدونکی دی ، ډیر له خطره ډ ک اوافسوس ناک حالت دی ، چې مخ نیوی یې دهر مسلمان یوه فریضه ده ، کنه نو دفحاشي  عریاني اوبی حیایې دغه سیلاب به ډیر ژر ټول هیواد لاندي کړي.

په یوه غیر اسلامي ټولنه کې دفحاشي عریاني اوبي حیایې لیدل کیدل کومه نوي خبره نه ده ، مګر په یو اسلامي هیواد کې چې دهیواد ټوله یا ډیره یا نوي سلنه یې مسلمانان وي او ځان د اسلام مدعیان هم بولي هلته فحاشي او عریاني لیدل کیدل یوه زړه بوږنونکي خبره ده.

داسي عکسونو چې جنسي غریزي پاروي  داسي عام شوی چې دکورني استعمال عام شیان هم ورڅخه نه دي خلاص، په  مجلو ، اخبارونو په سرورق باندي فلمي او ماډل میرمنو نیم بربنډ عکسونه چاپول اوس  یو عام معمول دی ، اوهغه کوم  لږ کسر چې یې پاته ؤ هغه  تلویزون ، اوفیشن شو  پوره کړل ، فحاشي اوبي خیایې خپرونکي  ډول ډول برقي او الکتروني آلاتو هرهر کور له دي بلاؤ ډک کړ، انټرنټ او موبایل ټیلیفون  نوي نوي پیکجونه اسانتیاؤ ددي وبا په عامولو کې یو مؤثر رول ولوبول  ، اودغه برقي آلات چې په کوم کم قیمت سره په ګران هیواد کې ترلاسه کیږي اویایې امریکایان په وړیا ډول تقسیموي  مثال یې په ټوله نړۍ کې نشته ، چې داهم دیهودانو یوخاص پلان دی چې ترهغه لاندي داهر څه په مخ بیول کیږي.

د پاکستان  په تر ټولو لوی ښار کراچې کې  د ذوالحجي  په مبارکه میاشت کې  اوله هفته  د فیشن ویک  لمانځلو لپاره  وټاکل شوه چې ددي مبارکي میاشت دغه لمړنۍ لس ورڅي دټول کال تر ورڅو فضیلت لري ، دا د مسلمانانو د عبادت او طآعت  ، بندګي او عجز د اظهار خاص ورځي دي، لیکن دغو ظالمانو دغه مقدسي ورځي دفیشن ویک په بی حیایې سره ولمانځلي ، همدا راز یې د ربیع الاول مبارکه میاشت په اسلام اباد کې دغه  دفیشن هفته ولمانځل چې دا هم یوه بختوره میاشت ده.

د ډیر افسو س خبره خو لا داده چې په دي خبره هیچاهم بد نه یو وړل ، او د فحاشي اوبي حیایې ددي روان  سیلاب   مخنیولو او د اسلامي اقدارو پوري تسخر کونکو مخه  هیچاونه ونیوله  ، داسي معلومیږي چې ددي هیواد اکثریت  عقلمندانو باندي  مجرمانه بیهوښي  راغلي ، آخر ای مسلمانانو ترڅوبه دغفلت په خوب ویده یاست ؟

دفیشن شو   او  cat Walk  په نوم  دغه بربنډتوب او بي حیایې چې په اسلامي هیوادونو کې دروشن فکري ، روڼ اندي په نامه سره څومره زور نیسي  که یې  پوره مخ نیوی ونه شي ، نو دغه د بربنډتوب اور به په ډیرو مهذبو دین پرستو کورونو کې هم په خپلو شعلو کې راونغاړي ، لکه څرنګه چې یې مغربي ټولنه له اخلاقي اقدارو تشه توره کړه چې هلته اوس حیوانیت تردي اند رسیدلی چې اکثرو ماشومانو ته دخپل پلار درک نه وي معلوم چې څوک یې پلاردی، نارینه اوښځینه یوله بل سره پرته له واده کولو شپي ورځي تیرولو ته ترجیح ورکوي، او د نارینه له نارینه ؤ سره او میرمني له میرمنو اوسپیو سره واده کولو رجحان ډیریږي،  فحاشي او عریانیت بربنډتوب  دهغوئ په ټولنه کې بلکل بي معنی باته دی اودهغه ټولني د رواج او کلتور برخه  جوړه شوي، او هلته بربنډتوب ته قانوني تحفظ حاصل دی ، خو دا بدتهذیبي که په یوه کفري ټولنه او یو کفري هیواد کې وي خو دومره  نادره خبره نه ده ، مګر دا ډول رجحانات په یو اسلامي هیواد او اسلامي ټولنه کې  دفکر وړ  خبره ده  ، آه څومره غفلت دی.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې : چې د هر دین یو خاص  شعار او نښاني وي، او د اسلام شعار حیا ء ده ، په سورة النور او سورة الاحزاب کې الله جل جلاله مؤمنانو ته دخپل نظر او عزت ساتني امر کړی، او مسلمانو میرمنو ته په خاص ډول په ډیر واضح ډول ارشاد شوی چې  دهغوئ ډریس کوډ  Dress code   څه دی ، اوهغوئ ته په کوم حالت کې له کوره وتل په کار دي ، په سورة الاحزاب کې  بي پردګي د جاهلیت له هغه زماني سره  تړلی بللی چې په هغه زمانه کې به ښځي له پوره سنګار سره  بهرته وتلي ، مګر  د الله جل جلاله له دي ښکاره احکاماتو او د رسو ل  الله صلی الله علیه وسلم  له ښکاره فرمانو نو سره سر د ډیر افسو س خبره ده چې  په اسلامي هیوادونو کې  فیشن ویک لمانځل کیږي.

فیشن ویک  بلکل داسي ده لکه دبي لباسی او بربنډتو ب مقابله ، هغه میرمني چې الله جل جلاله ورته له کور وتلو په مهال  دپردي کولو حکم کړی  هغه نیم بربنډ په دي مقابله کې برخه اخلي ، او هغه کسان چې الله جل جلاله ورته د خپلو نظرونو ټیټولو امر کړی هغه دلته  په دي مقابله کې  تماشایان دی ، او د بي حیایې دغه  حالت کامیابولو لپاره  دنړئ ټوله  یهودي میډيا او هغه چې دمسلمانانو په نامه دي  تر ټولو زیات زیار باسي.

په دي خبره ډیر افسوس نه راته دریږي چې  مغرب زده او د مغربیانو ړانده مقلدین  زموږ د ټولنيزو اقدارو تباهي ته لیځي بډوهلي دي ، زیات افسو س په دي خبره دی چې د الله  او رسو ل صلی الله  علیه وسلم واضح احکام اوملکي قانون ترپښو لاندي کیږي .

او ددي کار د مخنیوي لپاره باید په انفرادي ، ټولنیز او عوامي سطحه باندي کوشش وکړل شي ، کنه نو دا تباه کونکی سیلاب به سختي تباهۍ رامینځته کړي چې بیابه نو یواځې په افسوس کولو هم هیڅ نه کیږي اوس لادغه فتنه او دغه دفحاشي سیلاب په  اسلامي هیوادونو کې دمخنیوي وړدی.

یو څو مهمي مشوري عملي کول په کار دي چې ددي سیلاب په مخ کې دیوبند په حیثیت په کار لویدلای شي:

اول: داچې هرسړی په خپل کور کې  څه ناڅه اثر لري او تر خپلو لاس لاندي کسانو کې دي دفحاشي اوبربنډتوب  خلاف هرڅه چې ممکن وي وکړي ، که لور وي، که خور، که ورور، او یا هم نور د کورنۍ غړي هغه دي له دغه بدمرغه تغریبي تهذیب څخه وساتي ، د کور هر باشعور کس ددي ذمه دار دی، الله جل جلاله فرمایې : یا ایها الذین آمنو ا قوا انفسکم واهلیکم نارا   ،  یعني  ای  مؤمنانو !  خپل ځانونه او خپل کورني  دجهنم له اوره وساتئ ، چې دهغه اور پیلوز ي  خلګ اوډبري دي، اوپه یو مبارک حدیث کې راغلي چې په تاسو کې هریو راعي دی اودده له رعیت نه به پوښتنه ورڅخه کیږي.

افراد له ټولني او ټولنه له افرادو جوړه ده ، او یوه نیکه ټولنه  د افرادو له ذمه داري پرته په وجودکې نه شي راتلای ، تر څو پوري چې په فرد کې له بدیو د را ګرزولو احساس نه وي پیدا شوی ، تر هغو پوري دهغه په زړه کې د ملت د را تلونکي معمارانو لپاره  ددي زهر لړلي تمدن باندي  په وړاندي  دخنډ جوړیدلو توان نه پیدا کیږي، او بیانو د فحاشي او بربنډتوب  او بې دیني صحیح سد باب نه شي کیدای ، د یوي بدۍ د عام کیدلو په مخ کې یو غټ خنډ داوي چې د لاس په لاس  قبلولو په ځای  په یو ه اواز او یو ځل رد کړله شي، او دا هغه وخت  شونی دی چې کله دټولني په افرادو کې  دخپل دین ، تهذیب ، کلتور دتعلیماتو فکر پیداشي۔

دوهم:  په ښارونو کې دننه  خیر غوښتونکي کسان په خلګو کې دا فکر او احساس پیدا کولی شي، لکه د مسجدونو ملا امامان ، د اصلاحي مجالسو وعظ کونکي که په پوره زړه سوي سره  د فواحشو او منکراتو  دنیاوي او اخروي نقصانات دخلګو په مخ کې بیان کړي ، او ژورنالستان  او د قلم خاوندان یې په اخبارونو مجلو په صفحاتو باندي د هوشیار باش په آوازونو سره عام کړي  نو په دي ډول به په عوامو کې فواحشو دمخ نیوي جذبه پیداشي،  ۔

درېیم :  دبیدیني او فحاشي  دمخ نیوي لپاره په هغه ادارو باندي هم سخت  فشار راوړل  ضروري دي چې دغي فحاشي او بربنډتوب ته یې ملا تړلي ، پرته له دي چې ددي ترشا د چالاس دی ، هرڅوک چې په دغه ادارو کې کار کوي  باید وپوهول شي چې دا د دوئ د دنیا او اخرت دتباهي لامل ګرزي، که نور څه مو په وس نه وي پوره ددي خلاف مظاهره کول خو یو اسانه کاردی چې په هر دولت کې کیدای شي.

او له دي پرته  چې درد لرونکي مسلمان وروڼه ددي ګناهونو په وړاندي احتجاج ونه کړي  ، نوله دي بلا خلاصیدل ناشونی دی ، هر څوک په خپله حلقه کې اثر او رسوخ لري ، خپل کور ، کلی ، قوم ، قبیله ، اومسجد کې دي  ددي اور د مړ کیدلو  اواز پورته کړي، دمنبر او محراب خطیبان ، واعظان  ، مقررین  او اهل علم دي په خپل قلم سره ددي وبا د مخ نیوي ناري اوچتي کړي ، په دي صورت سره که ډیر څه ونه شي یوڅه اثر خو خامخا کوي، او که  موږ هسي خاموش  تماشایان پاته شو نو دخدای عذاب به موږ هم را ګیر کړي ، او رب جل جلاله په هرڅه قادر دی.
الله جل جلاله دي موږ ته  په ایمان ، اسلام باندي د هر ډول سرښندني او قرباني ورکولو توفیق راپه برخه کړي، امین

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د