
میوند کې پر بهرنیانو سرتېري بریدونه شوي
نن ټکی آسیا: ناتایید شوی خبر وايي، چې د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د هرات – کندهار پر لویه لاره د بهرنیو عسکرو پر کاروان پرله پسې دوه سرتېري بریدونه شوي دي.
ویل کېږي، چې لومړی برید د یوه ټونس موټر په مټ او دوهم هغه د موټرسایکل پر مټ ترسره شوی.
د کندهار امنیتي چارواکو ته تر دې مهاله د پېښي په اړه څه نه دي ویلي؛خو یوې سرچینې وویل، چې په دې بریدونو کې د بهرنیو عسکرو د ځاني تلفاتو کره شمېره جوت نه دی، خو دروند مالي زیان یې اړولی.
د میوند ولسوال عبیدالله هم د بریدونو پخلی کړی، خو د تلفاتو او اوښتیو زیانونو په اړه یې له څه ویلو ډډه کړې.
تر اوسه طالبانو یا کومې بلې مطرحې غاړي د یادې پېښې په تړاوه څه نه دي ویلي.