د تاریخ دردونکی باب

حامد افغان

په کال: 1932م کې سیکولر ترکي ورځپاڼي ( جمهوريت ) د ښکلا د ملکې لومړۍ سیالي اعلان کړه او کریمان خالص* نومي ترکي پیغله د ترکیې د ښایسته ملکه ونومول شوه، په همدې کال کې په بلجیک کې د سپا spaa په ښار کې د ښکلا سیالي ترسره شوه ، څو د نړۍ په سطحه د ښکلا ملکه وټاکي ، په دې سیالي کې د اته ویشت هیوادونو پېغلو برخه واخیستله ، چې کریمان خالص هم پکي وه.

په دې وخت کې د پریکړه کونکي ډلي مشر په دې اړه څو خبرې وکړې ، هغه خبرې دلته را اخلو او ګورو چې اروپایانو له عثماني خلافت نه څومره کرکه کوله او په ټولیزه توګه یې اسلام ته څومره د دښمني په سترګه لیدل ، هغه وویل :

د ټولني درنو غړیو ! نن ټوله اروپا د نصرانیت د بریالیتوب ورځ نمانځي ، هغه اسلام چې په نړۍ یې څوارلس سوه کاله واک چلاوه نن پای ته ورسید ، د ترکيې د ښکلا ملکه “کریمان خالص” زموږ پر وړاندې ولاړه ده او دا د اوسنۍ مسلمانې میرمني نمونه ده ، د مسلمانې سخت دریځي میرمني لمسۍ نن زموږ پر وړاندي په (مایوه )کې ولاړه ده ، موږ باید اعتراف وکړو چې دا پېغله زموږ د بریالیتوب تاج ده.

هغه زياته کړه: په تیرو شپو کې یو وخت د ترکيې عثماني خلیفه سلیمان القانوني له یو ډول فرنسوي رقص او نڅا نه په تنګ شوی و، هغه مهال د عثماني خلافت د سیمي پولي له فرنسې سره نښتې وې، نو هغه فرنسویانو ته ویلي و چې دا ډول نڅا باید بنده کړل شي، ځکه موږ ویریږو زموږ په خلکو اغېز ونه کړي. دا ستاسو په مخکي ولاړه نجلۍ د هغه مسلمان سلطان لمسۍ ده، چې په بدن یې له (مایوه) پرته بله جامه نشته او له موږ غواړي چې بدن یې خوښ کړو ، موږ ټول په دې امید یو چې د مسلمانو پېغلو راتلونکی به زموږ په لاس کې وي . نو د اروپا د بریالیتوب په ویاړ لوښي پورت کړﺉ. (مجلة المجتمع العدد 1329 نقلا عن دائرة معارف rehber التركية المجلد 11 ص 357 .).

هوکي ! نن د ډېری مسلمانو نجونو برخلیک د اروپایانو او لویدیځوالو په لاس کې ده او چې څه ډول لباس یا په څه ډول د بدن لغړول د هغوی ورته خوښ وي دوی یې غوره کوې … فالی الله المشتکی. دې کار کې هغوی سره لویه مرسته مسلمانو ټولنو کې فکري سیکولریستانو کړې ده، هغوی لعنتیان د حجاب په شمول نورو زیاتو دیني ارزښتونو پر خلاف مبارزه کوي، دا د غرب چوپړیان زموږ سیمه کې هم لګیا دي او د لویدیځ د تمدن چوپړ ته ملي مبارزه (!) وایي.

* کریمان خالص کال: 2012م کې په ترکیه کې د 99 کلونو په عمر مړه شوه.