افغانستان

ځلاند: سوله په پروژه او چل نه شي راتلی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۵ مرغومي، ۱۳۹۶ل): په ترکیه کې د سولې تر عنوان لاندې جوړه شوې ناسته د افغان فعالانو له نیوکو او توندو غبرګونو سره مخ ده.

دغه ناسته چې د سولې شورا په هڅو دایره شوې او د یکشنبې په ورځ پای ته ورسیده، څو تنو ګډونوالو یې ادعا کوله چې د طالبانو استازي دي. خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې هیڅ استازی یې نه دی ورلیږلی.

د کابل پوهنتون استاذ، لیکوال او شنونکی (فیض محمد ځلاند) د سولې په شورا نیوکه کړې چې جعلي او نمایشي غونډې کوي.

هغه د سولې شورا غړي «سوداګر» بللي او ادعا یې کړې چې «د وزیر اکبرخان له ګیسټ هاوسونو یې مخ پټي کسان ترکیې ته بوتلل».

ښاغلي ځلاند په خپلې فیسبوک پاڼه لیکلي چې له دې ناستې څخه «د سولې شورا د سوداګرو» هدف دا و چې ملګرو ملتونو او نړیوالو ته «د خپلې ناکامۍ د خټو پوزه جوړه کړي».

هغه د ترکیې ناستې ته په اشارې ویلي چې «سوله په پروژه، چل او کمشنکارۍ نه شي راتلی» او په وینا یې «سوله قرباني، ملي ملاتړ او ریښتوني اراده» غواړي.

په ترکیه کې د تازه ترسره شوې ناستې له پیل سره جوخت په ټولنیزو شکبو کې دا نیوکه مطرح شوه چې دولت د طالبانو له جعلي استازو سره په ناستو عام ولس په سوله بې باوره کوي، په لوی لاس د سولې نوم سپکوي، او په خلکو کې د سولې مړژواندې هیلې وژني.

یاده دې وي چې د ترکیې په ناسته کې د طالبانو د استازولۍ مدعي ګډونوال (ملا عبدالروف) له طلوع تلویزون سره په مرکه کې دې پوښتنې ته قانع کوونکی ځواب نه درلود چې د چا استازیتوب کوي او ترکیې ته له کومې لارې رسیدلی.

تر اوسه د سولې شورا په دې اړه څه نه دي ویلي، چې ولې یې د ترکیې ناستې ته د طالبانو د اصلي استازو پرځای جعلي استازي وربللي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

هغوی چه د طالبانو به نامه دغه جعلی غوندی ته ور بلل شوی په اجتماعی یا ګروپی ډول د شرم او حساب وړ ځکه نه دی چه د هغوی ګروپ طالبان وو طالبانو مشرتابه اغلان وکړو چه دغه طلبان د طالبانو د مشرتابه له خوا نه دی ورلیږل شوی دا معنی چه دغه دوه دری کسان له جهاده ستړی شوی ، لا یی د امریکا او ناتو له ټآنکو او الوتکو سره جنګ یی سترګو تور اخستی د جهادی ډګر څخه یی تیښته کړی یا د نفس ( ډالرو ) په مقابل جهاد کی د ربانی، سیاف ، ګلبدین او… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x