ټکنالوژي

افغان سټ ۱ سپوږمکۍ رسما فعاليت پيل کړ

افغان چارواکي وايي، چې د افغان سټ۱ په نوم سپوږمکۍ رسما فعاليت پيل کړ، چې ورسره سم له همدغې سپوږمکۍ تلويزوني کانالونو هم خپرونې پيل کړې.
افغان سټ۱ لومړۍ سپوږمکۍ ده، چې فضا کې يې د لومړي ځل لپاره د فرانس يو تل سټ شرکت په مرسته فعاليت پيل کړ.

دم ګړۍ لسو افغانۍ تلويزوني شبکو رسما له نوموړې افغان سټ۱ څخه خپلې خپرونې پيل کړي دي.

د افغانستان د مخابراتو وزارت له ټولو تلويزوني کانالونو غوښتي، چې خپلې خپرونې دې له افغان سټ ۱ سپوږمکۍ څخه پيل کړي.
د مخابراتو او ټيکنالوژۍ وزير اميرزۍ سنګين هغه تورونه رد کړل، چې ګواکې نوموړې سپوږمکۍ، زړه، بې کاره او کم ظرفيته او په لوړه بيعه پيرودل شوې.
اميرزي سنګين زياته کړه، چې افغان سټ۱ سپوږمکۍ ۲۰۰۸ م کال فضا ته پورته شوې وه، چې اوو نورو کلونو لپاره هم د کارولو وړتيا لري.

سنګين ډاډ ورکړی، چې د راتلونکو اوو کلونو په ترڅ کې به فرانسوي شرکت بله سپوږمکۍ ورته فعالوي او هغه به افغان سټ دوهم وي.

اميرزي سنګين زياته کړه، چې د نوموړې سپوږمکۍ په مټ به د افغانستان کلني عوايد ۱۵ مليونه امريکايي ډالر وي.

افغان سټ۱ څخه به تلويزونونه خپلې خپرونې کوي او تر څنګ به يې انټرنيټي او تيليفوني اسانتياوې هم ولري.

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close