
در ته ګورم/ منیب
رحمت الله منیب
د هنداري غوندي ځـــــان کې در ته ګورم
ای قدرته په اسمـــــــــان کې در ته ګورم
دوی دي ساینس کې لټوي در پسي ګرزي
ولي زه په خپل ایمــــان کې در ته ګورم
عقیده مي له توحیـــــده خـــــــــړوبېږي
ځکه شپه او ورځ قــرآن کې در ته ګورم
له بدرنګو نه مي کرکه شي منفـــــور یم
زه د ښکلو په بیان کې در ته ګـــــــــورم
چې دانه دانه له خړو ورېځـــــــو څاڅي
رڼو څاڅکو د باران کې در ته ګــــــــورم
دا چې سره ګلــــونه وسپړي را شنه شي
زه منیب په ګلستـــــــان کې در ته ګورم
۱۴/۰۱/۲۰۱۸
ڈیرخکلی