د افغانستان د مسلمان ملت په ستر ارمان (سوله) باندي یو بل ملا ماتوونکی ګزار

لیکوال : حاجي فريد

امریکا او د هغوی ملګرو د پنځلس کلنې جګړي نه چې زمونږ په خوار او مظلوم ملت يې تپلي هغه څه ترل اسه نکړای شول چې دوي غوښتل یعنی دخپل مقابل لوري کامله امحا او ټول ملت ته دغلامئ حلقه ور په غاړه کول !

اوس چې یې له نتائجو کاملاً ناهیلې شوي، غواړی دسولی تش په نوم شعار لاندی دافغانستان ملت او نړیوالي ټولني سترګو ته خاوري وشیندي، کله يو ځای څو محدود کسان د طالبانو د استاذو په نامه د تلویزیون په پردو را څرګند کړی کله بل ځای، چې لدی کاره دوي دوه موخي لری:

اول داچې وښایې طالبان په ډلو تقسیم شوي او په دوي کې اختلافات خپل اوج ته رسیدلي.

دوهم د طالبانو روحیه داسې ضعیفه کړي چې ګواکې ددوی ملګري ددوی له رضایت پرته له حکومت سره یوځای کیدل غواړی او دا به د هغوی صفوف متزلزل کړي.

همدا ده چې نن بیا دری کسان د طالبانو د استاذو په نامه په ترکیه کې د مطبوعاتو په پردو راڅرګند شول او ویل کیږې چې دا د طالبانو د مشرتابه شوری غړی دي او دوي ته د سولي په رابطه پوره اختیارت ورکړل شوی .

پداسي حال کې چې د طالبانو د اسلامی امارت لخوا سمدستی اعلامیه خپره شوه چې دا خلک د امارت نماینده ګي نشې کولای او نه هم چا واک ورکړی، ددې کسانو په رابطه داسې هم ویل کیږی چې دوي هر یو:

۱- ملا عبدالرؤف چې یو وخت د طالبانو لخوا د خوست ولایت والي و او په نظامي تشکیلاتو کې د یوې ډلګۍ مشري او مسؤلیت یې درلود خو اوس وخت یې ډیری ملګري ورځني تللي او کومه خاصه دنده نلري.

۲- ملا عبدالحلیم بړیڅ چې له پخوا د ملا عبدالرؤف ملګری وو، نه یې پخوا کوم نظامي ګروپ درلوده اونه یې اوس لری .

۳-رحمت الله وردک، د عبدالرحمن زاهد چې د افغانستان بانک رئیس وو، ملګری دی، یو څه وخت یې په استخباراتو کې د قاری احمدالله سره کار کاوه او روسته یی د عبدالرحمن زاهد سره په افغانستان بانک کې دنده تر سره کوله، نه یې پخوا کوم نظامی ګروپ درلود اونه یې اوس لري، دوي د ملا محمد عمر اخند له وفات روسته د ملا عبد الرسول ډلی سره یو ځای شول.

او دا هم ویل کیږی چې کله په قندهار کې قوماندان عبدالرازق په یوه مطبوعاتی غونډه کې وویل باید دطالبانو مشرانو ته په هیواد کې دننه ځای او امن ورکړل شې هدف یې همدا خلک وه بهر حال وقت به داثابته کړی چې حقیقت څه دی ؟

خو مونږ پر دی باور مند یو چې امریکا په افغانستان کې نه سوله غواړي نه امن ځکه خو یې یو ځل بیا هیواد ته د زرو تازه دمو فوځې سرتیرو په رالیږلو سره د جګړی په اور نور تیل وشیندل نو په داسې حالاتو کې سوله څنګه شونې ده؟

دا هغه مهلک ګزارونه دي چې د حقیقی سولې شارګ غوڅوي او دا ملت د یوې طولاني او بربادوونکې جګړې سره لاس او ګریوانوي او اشغالګر غواړي خپلو شومو موخو ته له دغې لاری ځان ورسوي.

یو ځل بیا وایو سوله تر هغې ناشونې ده تر څو اشغالګر دخپلو فوځیانو د وتلو نهایې ضرب الاجل دبین المللی تظمین په ورکولو سره اعلان نه کړی . دا نوری خبری هسی خیال دی، محال دی او….

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

د کابل د غلامانو او بادارانو جنګ د الله ج سره دی لکه څرنګه چه یی په نظامی ډګر کی ورته ( سره د ډير شمیر او ډیرو عصری وسلو او وسیلو په لرلو او کارولو ) ماتی ورکړی په سیاسی محاذ کی هم تل شرمیدلی او طالبانو ته سره د دی چه له هری خوا پری دجال شرایط سخت او ضیق کړی په هر ډګر کی او د هر مشر ملا صاحب په وخت بی شمیره بریاوی ورکړی، حتی د کابل غلامان او باداران که غواړی رشتونی اخبار او حقایق تر لاسه کړی د طالبانو سایتونو ته ځی د… نور لوستل »