حاجي فرید: د ترکیې ناسته د سولې په ستر ارمان ملا ماتوونکی ګوزار دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۵ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د ولسي جرګې مخکېنی غړی او د بهرنیو اډو پر ضد د ملي یووالي جبهې مشر حاجي احمد فرید په ترکیه کې د سولې وروستۍ ناسته د سولې په ستر ارمان ملا ماتوونکی ګوزار بللی دی.

ښاغلي فرید په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، چې امریکا او ملګرو یې پر افغان ولس پنځلس کاله جګړه وتپله؛ خو دوی ملت ته د غلامۍ حلقه پر غاړه نه شوه کړی او اوس د سولې په داسې ناستو غواړي چې د ملت په سترګو کې خاورې وشیندي.

د حاجي فرید په باور، حکومت او امریکا په داسې ناستو غواړي چې طالبان په ډلو وېشل شوي وښيي او نړیوالو ته داسې پیغام ورکړي، چې د طالبانو ترمنځ اختلافات دي او د دوی ځینې کسان غواړي چې سوله وکړي او له حکومت سره یو ځای شي.

«کله يوځای څو محدود کسان د طالبانو داستازو په نامه د تلویزیون په پردو را څرګند کړي کله بل ځای چې له دی کاره دوی دوه موخي لري. اول دا چې وښایې طالبان په ډلو تقسیم شوي او په دوی کې اختلافات خپل اوج ته رسیدليو دوهم د طالبانو روحیه داسې ضعیفه کړي چې ګواکې د دوی ملګري ددوی له رضایت پرته له حکومت سره یوځای کیدل غواړی او دا به د هغوی صفوف متزلزل کړي.»

حاجي فرید لیکي، په ترکیه کې د طالبانو د استازو په نامه داسې کسان د رسنیو مخ ته راښکاره شول، چې نه د طالبانو استازي وو او نه ورسره د سولې کولو اختیار وو؛ ځکه طالبانو د ترکیې په ناسته کې د خپلو استازو ګډون رد کړی وو.

د ترکیې د تېرې ورځې په ناسته کې ملا عبدالروف، ملا عبدالحلیم او رحمت الله وردګ نه د طالبانو استازي وو او نه یې پخوا د طالبانو په حکومت کې په لوړو څوکیو پاتې شوي وو؛ بلکې عادي خلک وو.

حاجي احمد فرید د کندهار د امنیه قومندان جنرال عبدالرازق هغو خبرو ته په اشارې لیکلي، چې ویلي یې وو، د طالبانو مشرانو ته باید د هېواد دننه ځای او امن ورکړل شي او موخه یې همدغه خلک وو، چې تېره ورځ په ترکیه کې راڅرګند شول.

دی لیکي، امریکا په افغانستان کې سوله نه غواړي؛ ځکه یو ځل بیا یې افغانستان ته د تازه دمو پوځیانو د رالېږلو اعلان کړی، چې په راتګ به یې یو ځل بیا د جګړې په اور نور تېل وپاشل شي او په داسې حالاتو کې سوله ناشونې ده.

حاجي فرید د سولې داسې نمایشي ناستې افغانستان د یوې بلې اوږدې جګړې ته د ورټېل وهلو په معنا بولي او د حقیقي سولې څرک د جګړې له ښکېلو اړخونو ورک کول ګڼي.

د حاجي فرید په باور، سوله تر هغه وخته نه شي راتلی، څو چې امریکايي عسکر په بشپړ ډول وتلي نه وي او یا یې نړیوال تضمین نه وي ورکړی.

تېره ورځ د حزب اسلامي په مشرۍ ځینې کسان په ترکیه کې راټول شوي وو او حکومت او حزب اسلامي دغه کسان د طالبانو «مهم» مشران بللي وو.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په ترکیه کې د خپلو استازو ګډون رد کړی.

تبصرې (4)

  • په داسي کړنو دخداي حزب اسلامي وشرموي، چه دوي هم دسولي په داسي دروغجنه دسيسه کښي ورګډشول.
    دحزب اسلامي څخه زما هيله داده، چه ديوي واقعي سولي لپاره لاره هواره کړي. دجهادپه وخت کښي زموږټولو هيله او سترګي د حزب اسلامي لور ته وي او اوس مي هم هيڅ باور نه کيږي چه حزب ديوداسي کاروکړي، چه هغه دملت او دهغوي دعقيدي پر خلاف وي. زما سره هميشه سوال پيدا کيږي، چه ولي حکمتيارصاحب دومره عقيدوي تغير کړي دي. زه فکرکوم، هرڅوک چه په خپل خداي او ملت اتکاء نکوي نو هميشه به ناکمام، خوار او ذليل وي. داخو ټولو افغانانو ته معلومه ده ، چه د ترکي په ناسته کښي هيڅ طالب کډون نه درلود او هغه څو نفره خو هيڅ دطالبانواستازي ندي. ټول جعلي کارونه مو روان کړي دي.
    زه نه پوهيږم، چه تاسو څه غواړي او له افغانستانه څه جوړوي. دولت مو غلام دي او وطن هره ورځ د اشغالګرو سره يوځاي په کنډواله بدلوي. د هغه ښايسته وطن څخه ماته نوريو ياد راپاته دي، چه وايم: ګرانه وطنه دګلوګلشنه، په ياد کشي دژاړم ، زما روح وتنه. دهمدغه ښکلي وطن دازادي او ديوه اسلامي خپلواکه نظام په هيله.
    په درناوي،. کاروان

  • پرونی حزب اسلامی لمړی په اربکی او اوس په داعشی ملیشو بدل شوی له دی وروسته حزب ته د حزب نوم یادول خبله د حزب نوم او مسلمانانو ته توهین دی له دی وروسته باید ورته د جنوب داعشی ملیشو نوم واخستل شی . دا چه ترکیی کی یی د سولی د نوم څخه ناوړه استفاده کوله مونږ ته هغه ناوړه وه د حزب داعشی ملیشو فطرت همداسی جوړ شوی یعنی امریکایانو یی فطرت بدل کړی دا د هغوی خوښه نه د هغوی دنده او مسولیت دی ، څه جه ورته ویل کیږی هغه باید تر سره کړی ( پردی مزدور سهار وختی پاڅیږی ]

  • اقبال وروره سلامونه مي ومني، دحزب په مورد زه داحتياط څخه کاراخلم، ځکه په اتياومو کلونو کښي هم بعضي کړويو کوشش وکړ چه حزب بدنام کړي. حزب ئي بمبارد کړاو په کابل کښي د حکومت اجازه ورنکړه او په همدي دليل جګړه شروع شوه او ۶۰زرو بي ګناه کابليان پکښي شهيدان شول او دکابل ښار په ويرانه بدل شوه. رابه شم اصلي خبري ته، زه تراوسه باور نلرم او نه دقيق معلومات چه حزب دي د داعيش په کرغيړنه پديده کښي لاس ولري، ځکه اوس هم په حزب پسي دهغوي دسابقه رقيبانولخوا ډير زهرجن تبليغات کيږي. انتظار به وکړو او دا هرځه به دوخت په تيريدوسره ثابت شي.زه په يوه شي پوره يقين لرم، هغه داچه دداعيش شاته دغلام حکومت مشران غني، اتمر او عبدالله په کلکه ولاړ دي. مثال دجلال اباد په خوږيانو کښي داعيشيانو ځو ځلي دطاليبانو لخوا دماتي سره مخامخ شول، اما په عيني وخت کښي دغلام دولت قواوه دخپلو بادارانو سره يوځاي د طاليبانو سنګرونه بمبارد کړل. زه نه پوهيږم چه سړي په چاباندي باوروکړي. په درناوي. کاروان

  • د اسلام په لیاره کی د مبارزې ادعا اسانه ده خو په عملی ډګر کی ډېر اشخاص پکی ناکامه شویدی دا ځکه چه ددې مبارزې پر دیوالونو ډېر تېره تېره اغزی لرونکی سیمان را تاؤ شویدی، که یو څوک په هغه لباس او جامه مجهز نه وی کوم چه د اغزی ضد وی نو ډېر ژر به ئې نه یوازی لمن بلکه خښتګ هم ددې خطرناکو اغزیو د اصابت او تماس له کبله څیری څیری شی او د راډیو د دستګاه ننداره به ئې هر څوک وکړای شی .
    اسلام اسلام ساده خبره نده، د مسلمان تر هر قدم لاندی اته دانې شیطانی مینونه ښخ دی، چه فقط یو ګام کوږ کښېښودل شی په میْن کی الوتی دی.
    وړوکی وړوکی میْن ئې:
    د دوو مسلمانو وړونو د سلام په ځواب کی، متفاوت علیک ویل.
    تباه کوونکی میْن ئې:
    د مبارزې په سنګر کی او یا د لمانځه او یا سينما په صف کی د بغل سړی ته په نژادی او قومی او سمتی او ژبنی سترګه کتل.