نظــر

آریانا، بامیان او نایجیریا

آریانا سعید په دري سندرغاړو کې په خوار لنډغرتوب مشهوره ده، نوموړې په افغانستان کې د (طلوع) او (یک) پر مټ د نجونو د ښار د ډېرو لوپرانو پام ځانته ور واړاوه، هغه د سندرغاړو له هغې ډلې ده، چې د جامو په برخه کې هیڅ ډول قیودات نه منی. نوموړې په بامیانو کې پرون څونورې د ځان په څېر نجونې راټولې کړې وې او دحوريه مصدق په فرمایش او پیسو يې د بامیانو په کوڅوکې د نایجيریايي نجونو د خلاصون نارې وهلې، هغوی دغه نارې ځکه وکړې، چې هلته په امریکا کې د دوی سرلارې مېشل اوباما هم پرې ځان خپه کړی دی او غوښتي يې دي چې د نایجيريا نجونې باید خوشي شي.

د آریان سعید د ډلې دغه توره(!) ټولو هغو شیطانو رسنیو په خپلو سرلیکونوکې راوستې چې اسلام ته د ترهګر دین په سترګه ګوري.
د بې بې سې په پښتو پاڼه کې د (اسلام) په نامه یو لینک دی، چې کلیک پرې وکړئ، ترې لاندې نور عنوانونه راوځي، چې (ترهګري، تندلاري، سخت دریځي، اورپکي) او دې ورته کلمې پکې پرېمانه ښکاري، دوی تر همدې عنوان لاندې خلکو ته داسلام ورپېژندنه له خپلو سترګيو کوي، د نایجیريا د بوکو حرام ډلې اړوند هم د اسلام په لینک کې د (بوکو حرام اورپکې ډلې شالید)عنوان لیدل کېږي، چې دوی تر همدې عنوان لاندې د اسلام د بدنامۍ پوره هڅه کړې ده.
پردې سربېره ازادۍ راډیو اوتاند هم خپل زړه پرې يخ کړی او د اریاناسعید دغه کړنه يې یوه نړیواله هڅه بللې او عنوان يې هم داسې ورکړی چې ګواکې بشري فعالانو دغه لاریون ترسره کړی. مګر که چېرته کوم اسلامپلوه ډله د نړۍ په بل سرکې د اسلامي اخوت پربنیاد له کومې اسلامي ډلې سره خواخوږي ښکاره کړي، د ټولو غربي پلوه رسنیو له خوا په پردي پالنه تورنېږي.مګر دا چې اریاناسعید په نایجیرياکې د پردیو په اشاره د نجونو د خوشي کېدوملاتړې ده، دا بيا يو پرځای اقدام  او د بشري خواخوږي مانا لری.
ولې باميان؟
اریاناسعید ډېره په کابل کې ښکته پورته کېږي، مګر داچې د نایجیريايي نجونو د خواخوږۍ مظاهره يې په بامیان کې برابره کړې وه، یو څه د تبصرې وړ ده. بامیان د کرزي د بلواکه رژیم له پیله تر تېرو ټاکنو د حبيبي سرابي ټېکه و، دا چې حبيبي سرابي نو له خارجیانو سره څه ډول اړيکې درلودې، دا بيا بېله موضوع ده، مګر د هېواد په سطحه بامیان هغه ولایت دی چې د ناټو ښکېلاک پکې په فرهنګي برخه کې ښه زور وازمویه او د دوی په نظر سمه نتېجه يې هم ورکړې ده، ځکه خو نږدې کال وړاندې په یوه ویډيو کليپ کې د بامیانو او دایکندې خلکو له طالبانو وغوښتل چې د دوی ولایت دې ورشي، ځکه هلته یو پلار د خپلې لور اړوند دهیڅ ډول پوښتنې حق نه لري، د افغانستان په تاريخ کې لومړی ځل یوه پلار له خپلې شپاړلس کلنې لورسره په بامیانو کې زنا وکړه چې راپور يې اوس هم په (کلیدګروپ) سایټ کې شته.

دا ډول تبصره دبامیانو د ټولو اوسېدونکو اړوند مناسبه نه ده، مګر له بده مرغه د حبيبي سرابي په ولایت کې هلته داسې څه وشول، چې د ټولې اسلامي نړۍ پر لمن داغ او د سلګونو هزارګانو د مسیحیت لامل شول. دا لړۍ دغزني ترنواباده هم ورسېده، هلته اوس هم د انګليسي کورس ترسرلیک لاندې د عیسویت پراخ تبلیغ روان دی، د دې کلي یو تن اوسېدونکي چې اوس په ننګرهارپوهنتون انګليسي څانګه کې دی، پخپله اعتراف کاوه، چې زه مې پلار وروستم،هغوی قبول نه کړم، ويل يې چې د نجلۍ یا هلک عمر باید تر اتلس کلنۍ ښکته وي، په دې کورس کې پوره کوپون ( غوړي، بوره او نور مواد) او د میاشتې درې سوه ډالر زده کوونکو ته ورکول کېږي.
دې کورس په غزني کې عیسویان او د دوی ګوډاګیان زړور کړل او سږ په ژمي کې يې د (سمینار) په نامه په جهان ملکه لېسه کې یوه عیسوي پروژه خلاصه کړه چې له نېکه مرغه مجاهد ولس بېرته پرې پوی شول او پروژه شنډه شوه.
په دې پروژه کې استادان د پوهنې له وزارته راغلي و او په لومړۍ ورځ يې د سمینار ګډونکوونکو نجونوته ويلي و، چې څوک مو خوښ وي واده ورسره وکړئ، که مو د کورنۍ خوښه نه وه، کابل ته راوتښتئ موږ د (امن کور) په نامه ستاسې لپاره بېغمه ځای لرو، د دې موضوع اړوند راپور اوس هم په پژواک کې پروت دی.
ځکه خو اریاناسعید هم بامیانو ته زړه ښه کړ او د حوریه مصدق په نامه چې ( د بښنې د نړیوال سازمان )په افغانستان کې استازې ده په مشوره هماغه ځای وټاکه او دې هم ورته په رسنیو کې د قسم خوړلو وعدې ورکړې، هغې د اریاناسعید دغه کړنه یوه بشري خواخوږي ګڼلې  او په پوره سپین سترګې يې ازادۍ راډيو ته ویل: موږ تمه لرو چې په نورو سیمو لکه هرات او شمال کې به هم مدني ټولنې او افغانان لا زیات کلک غبرګون څرګند کړي.
بوکو حرام څوک دي؟
بې بې سې وايي: دغه ډله په نایجیرياکې دلومړي ځل لپاره په ۲۰۰۲ز کال کې د یو مسلمان عالم محمدیوسف له خوا راپیدا شوه، چې ورو ورو يې په یاد هېواد کې د غیر شرعي کارونو په وړاندې خپل غبرګونونه ښوودل، محمدیوسف دیوې مدرسې او جومات بنسټونه کېښودل، چې دولت هغه دترهګرۍ بنسټونه وګڼل او د دوی پرضد يې عملیات پیل کړل.
بوکو حرام هم د دوی په وړاندې چریکي بریدونه پیل کړل، چې دولتي مسوولینو يې آن په کورونو بریدونه وکړل، کورونه يې وروسوځول او د دې ډلې د اړوندو کسانو ښځينه يې له ځان سره بندیانې کړې.
ازادي وايي، چې له محمد یوسف وروسته د دې ډلې مشر ابوبکرشیکاو شو، چې لاهم ژوندی دی، ملګرو ملتونو دا ډله ځکه یوه ترهګره ډله بللې ، چې هغوی د غیر شرعي کارونو مخالفت کوي او غواړي په نایجیريا کې اسلامي قانون نافذ کړي.
بې بې سې د دوی د سخت دریځي علت د بې بې سې پښتو برېښناپانې په تندي داسې ليکي: د بوکو حرام اسلا پالې ډله سخت دریځه تګلاره لري چې له مخې یې مسلمانان باید پر اسلامي احکاماتو ټینګ اوسي او خپل ژوند د اسلامي اصولو په چوکاټ کې تېر کړي.

پر دې سربېره ځينې د نظر خاوندان پر دې باور دي، چې د بوکو حرام ډله په نایجیریا کې دامریکا دمداخلې لپاره یوه ډرامه ده، نه یوه اسلامي ډله.

لیکوال: یوسف خدرخېل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x