افغانستان

فراه: طالبانو په امنيتي کمربند بريد کړی، پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۵ مرغومي، ۱۳۹۶ل): تېره شپه طالبانو د فراه ولايت مرکز په دوهمه امنيتي حوزه کې د پوليسو په يوه امنيتي کمربند بريد کړی، چې پکې ګڼو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د فراه امنيې قومندانۍ د امنيت امر ګلبهار مجاهد د بريد د تاييد تر څنګ ويلي، په نښته کې د دويمې امنيتي حوزې د آمر په ګډون درې پوليس ټپيان شوي دي.

نوموړی وايي، په جګړه کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو په اړه يې کره معلومات نه لري.

سيمه ييز خبريال بسم الله وطن دوست وايي، د جګړې په ترڅ کې اووه پوليس وژل شوي دي.

طالبانو د بريد مسئوليت منلی، وياند يې ذبيح الله مجاهد په خپله رسمي ټويټر پاڼه ليکلي: په پوسته کې د قومندان توفيق په ګډون پنځه پوليس وژل شوي، دوه نور ټپيان دي او يو رينجر موټر سوځول شوی دی.

نوموړی زياتوي، د جګړې په پايله کې اووه ميله وسلې او په زياته اندازه مهمات او پوځي توکي هم طالبانو نيولي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې وړمه شپه هم طالبانو د مرکز اړوند دوهمه امنيتي حوزه کې په يوه پوسته بريد وکړ، چې له کبله يې پوليسو ته مرګ ژوبله واوښته.

فراه د افغانستان په لوېدیځ کې د هېواد يو له پراخو ولايتونو څخه دى چې د مرکز په ګډون د ولسواليو په ډيری سيمو يې طالبان حاکميت لري او وخت ناوخت په دولتي مرکزونو، عسکرو او چارواکو بريدونه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x