محمود عباس

محمود عباس: د فلسطين په اړه د ټرمپ تګلاره د ټوپک ډز دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۵ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د فلسطين ولسمشر محمود عباس ويلي، چې د فلسطين په اړه د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ تګلاره د ټوپک د ډز په څېر دی.

ولسمشر محمود عباس له فلسطيني مشرانو سره په خبرو کې ټينګار کړی، چې د ټرمپ د تګلارې له اعلان وروسته بايد د سولې په اړه د امریکا هېڅ ډول وړانديز ونه منل شي.

هغه پر اسرائيلو تور لګولی، چې د سولې په اړه يې د ناروې تړون هم لغوه کړی، چې په ۱۹۹۵ کې شوی و.

ډونلډ ټرمپ فلسطنيانو ته ګواښ کړی و، که له اسرائيلو سره يې د امریکا په منځګړيتوب مذاکرات وځنډول، دوی به پرې مرستې بندې کړي.

خو فلسطيني چارواکي وايي، چې د ډونلډ ټرمپ له لوري بیت المقدس د اسرائيلو پلازمېنې پيژندلو سره امریکا د درېيمګړي حیثيت له لاسه ورکړی او نور نه شي کولای، چې د سولې په اړه د اسرائيلو او فلسطین منځګړيتوب وکړي.

د ټرمپ له لوري بيت المقدس د اسرائيلو د پېژندنې پرېکړه په نړيواله کچه وغندل شوه، ترکيې، اروپايي ټولنې، اسلامي او د نړۍ ډېری نورو هېوادونو د امریکا دغه پرېکړه رد کړه او د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د رايو په اکثريت د ټرمپ له پرېکړې سره مخالفت شوی دی.

امریکا د منځني ختيځ په اړه په يوه پروګرام کار کوي، خو تر اوسه يې د دغه پروګرام تفصیل رسنيز کړی نه دی او فلسطيني چارواکو يې لا له وړاندې مخالفت کړی او زياتوي، چې امریکا د منځګړيتوب رول له لاسه ورکړی او په ښکاره د اسرائيلو ملاتړې ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د