افغانستان

د کندهار پوهنتون ٣٠ تنه محصلينو ته د حسن قراءت ستاينليکونه ورکړل شول

د تېري جمعې په ورځ (د ثور د مياشتي په نولسمه نېټه) د يوې ستري غونډي په ترڅ کي چي د کندهار ښار يو شمېر علماوو، د پوهنتون استادانو، قاريانو، محصلينو او ښاريانو پکي برخه اخستې وه، دکندهار پوهنتون ٣٠ تنه هغو محصلينو ته چي د قراءت د  تکړه استادانو قاري صاحب اسدالله (ساجد) او قاري صاحب جاويد له درسي حلقې څخه فارغ شوي وو، ستاينليکونه ورکړل شول.

غونډه د ايوب انصاري رضى الله عنه په مسجد کي د سهار په اوو بجو پيل شوه، د ويندويي چاري د طب پوهنځۍ يو تن محصل ډاکټر روح الله پر مخ بيولې. لومړى د قرائت لپاره يوه تنکي ځوان قاري حشمت الله ته بلنه ورکړل شوه، ورپسې د اشرفيې مدرسيې مدرس استاد، مولوي صاحب شفيع الله د قراءت او تجويد په اهميت او فضيلت خبري وکړې او ټينګار يې وکړ چي هر مسلمان بايد د تجويد د زده کړي هڅه وکړي څو يې لمونځ له فساده او تلاوت له ګناه خلاص وي، نوموړي د محصلينو لپاره پوهنتون او ديني حلقي يې، د همداسي زده کړي لپاره تر ټولو غوره ځايونه وګڼل او  د همداسي تعليمي حلقو د زياتولو له غوښتني سره يې خبري پاى ته ورسولې.

په هغه پسي د ښوني او روزني پوهنځۍ محصل محمدخالد په خپل ښکلي غږ کي نعت واوراوو، تر هغه وروسته مولوي عبدالحميد صاحب د عصري علم تر څنګ د ديني زده کړي په کولو، د محصلينو ددې افتخار په خپلولو او د داسي غونډو پر اهميت خبري وکړې چي پايله يې د ملا او استاد او پوهنتون او مدرسيې ترمنځ د واټن کميدل دي.

بيا د ترانې لپاره قاضي محمدصادق امين ته بلنه ورکړل شوه، د پروګرام وروستى ويناوال د همدې مسجد امام مولوي صاحب عبدالعليم و، په هغه پسي د دوو تنو محصلينو له لوري ترانه وويل شوه او  د مجلس د خاتمې دعا حافظ حفيظ الله صاحب وکړه.

د غونډي په پاى کي د استادانو او علماوو له لوري فارغ شويو محصلينو ته ستاينليکونه ووېشل شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x