افغانستان

هرات: د ولایت مقام یو کارکوونکی ایران ته د جاسوسي کولو په تور نیول شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۵ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وايي، د ولایت مقام د سکتوري خدمتونو یو کار پوه اسدالله رضايي ایران ته د جاسوسي کولو په تور نیول شوی دی.

د فرهاد په خبره، نیول شوي کس له تېرو دوو کلونو راهیسې د ولایت د سکتوري خدمتونو په برخه کې د کارپوه په حیث کار کاوه او ایران ته یې پټ اسناد او استخباراتي معلومات لېږدول.

د والي ویاند زیاتوي، اسدالله رضايي د ملي امنیت عسکرو نیولی او کابل ته لېږدول شوی دی.

د امریکا له یرغل وروسته ډېری افغان چارواکي ګاونډیو او نورو هېوادونو ته په جاسوسي کولو تورن شوي؛ خو ډېر کم شمېر کسان نیول شوي دي.

تېر کال د مخابراتو وزیر عبدالرزاق وحیدي دنده هم په دې تور ځنډول شوې وه، چې ځینې مهم اسناد یې ایران ته سپارلي وو؛ خو تراوسه پورې محکمه شوی نه دی.

د مخکېني ولسمشر حامد کرزي او د اوسني ملي یووالي حکومت ډېری لوړ پوړي چارواکي بهرنیو هېوادونو ته په جاسوسي کولو تورن دي؛ خو په حکومت کې د شته اداري فساد او د بهرنیو لاسوهنو له امله نیول شوي نه دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x