برتانوي سرتیرو 186 ملکي کسان وژلي او 4000 کورونه یې ویجاړ كري

لیکوال: وحیدالله امرخیل

په تیرو اتو کلونو کې برتانوي ځواکونو په افغانستان کې نږدې دوه سوه بېګناه ماشومان، ښځې او سړي وژلي دي. ددې وژنو ډیره برخه د وسله والو ډلو سره د جګړې پر مهال په راګیر شویو سیمو کې رامنځته شوې.

د دفاع وزارت وایې چې د انساني ارزښت او جبیرې په ډول دې، په منځني ډول هغه کورنیو ته شاوخوا درې زره دالر ورکړل شوي چې غړي یې د برتانوي پوځیانو له لورې وژل شوي وي. ددې کسانو ډيری هغه یې په هوایي بریدونو او ډزو وژل شوي او ځینې نور یې په تیروتنه د طالبانو په ټس کې تللې دي.

د (Freedom of Information ) د راپور له مخې په 2007 ز کې یوازې څلویښت کسان د برتانوي پوځ له لورې په افغانستان کې وژل شوي.

د برتانوي دفاع وزارت نوي افشا شوي لاسوندونه ښیي چې د هر وژل شوي تن کورنۍ یې نږدې درې زره ډالر جبیره ورکول کیده دا د هغه اندازه پيسو یوه کمه برخه ده چې په انګلستان کې په تصادفي ډول د پوځ له لورې د کوم ملکي کس د وژلو په بدل کې ورکول کیږي.

د دفاع وزارت شمیرې ښیي چې په وژنو سربیره، برتانوي پوځ تر اوسه په افغانستان کې له څلور زرو زیات کورونه ویجاړ کړي.

شمیر وړاندې څرګندوي چې برتانوي حکومت د زیانمن شوې کورونو د جبیرې په ډول خپل پوځ ته نږدې څلورنیم میلیون یورو ورکړې وې.

په دې سربیره، برتانوي حکومت هغه نږدې دوه سوه کسانو ته 307,000 یورو ځانګړې کړې وه چې د پوځ له لورې یې ټپیان شوي دي.

کوم لاسوندونه چې د رسنیو له لورې خپاره شوي، ښيي چې برتانوي پوځ په افغانستان کې خورا زړه بوږنونکي پیښې رامنځته کړي، د لاسوندونو له مخې، په 2007 د هلمند په ګرشک کې برتانوي پوځ د یو پلار او ځوی په ګډون څلورڅلویښت تنه ووژل، دوه ورځې پس په سنګین ولسوالۍ کې د یو کور نهه ویشت تنه ووژل شول. د برتانوي پوځ له لورې ډيری وژنې د 2009-2010 تر منځ تر سره شوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د