دیني، سیرت او تاریخ

رسول الله صلی الله علیه وسلم د غیر مسلمانانو په آند (۸٤برخه)

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر

نړيوال سوشالوجسټ او فيزيالوجست جيرډ ډائمنډ (Jared Diamond) داسلام په هکله وايي:

په منځنيو قرونو کې اسلام په اختراعاتواو تخنیک کې ډېر پرمختګ وکړ، چې تر اروپا یې وړاندې والي ډېر څرګند او لوړ ؤ، مسلمانانو وکولای شول چې له یوناني تمدن او تهذیب څخه استفاده وکړي، ټول یوناني آثار یې په عربي وژباړل، موږ اوس له هغو کتابونو څخه یواځې عربي پيژنو او بس؛ مسلمانانو په ځانګړې ډول سره بادي ژرندې، مثلثات، کښتۍ، علم المعدنیات، او که یې په لنډو کې راغونډ کړو؛ نو دوی په تخنیک کې برلاسي شول، هره ترقي له اسلام څخه اروپا ته راغله، چې د ۱۵۰۰ میلادي کال وروسته اروپایانو بیا په اختراعاتو او کشفیاتو پیل وکړ.

نړيوال ساينسپوه پروفيسرکېت ايل موردنبي(Dr. Moore) کريم صلی الله علیه وسلم په هکله وايي:

د تیرو دریو کلونو راهیسی، زه د سعودي عربستان د جدې ښار د عبدالعزیز پوهنتون د جنین پوهنې په څانګه کې کې کارکوم، په لومړي سرکې زه دې ته حیران شوم چې د اوسني ساینس او د قرآن کریم د جنین پوهنې معلومات چې په ۷ پیړۍ کې راغلي وو؛ سره خوله په خوله شول، زه دمسلمانانو په پرمختګ خبر وم، چې په ساینس کې یې درلوده، خو په دې نه پوهیدم چې په قرآن او سنتو کې داسې رښتینی حقایق شته.

ده دقاهرې په یوه کانفرنس کې وویل:

دا چې د نبي کریم صلی الله علیه وسلم لارښوونې تر ډېره وخته پورې کشف شوې نه وې او وروسته ساینس پوهان په دې وتوانېدل چې پرې پوه شي؛ نو موږ ویلای شو چې هر څه چې حضرت محمدصلی الله علیه وسلم ویلي دي، هغه د الله له لورې دي او بله دا چې دی د الله جل جلاله یو پېغمبر او استازی ؤ.

ده د مصر په یوه کانفرنس کې یوه مقاله ولوستله چې داسې یې پکښې لیکلي وو:

زه دقرآنکریم په هغو معلوماتو چې د جنین پوهنې په اړوند یې تشریح کړي دي، ډېرخوښ شوم، چې څومره ښکلی مراحل او کره معلومات پکښې دي، ما ته د نورو معلوماتو د راټولولو لپاره سرچېنه شول، او زه دا منم چې دا احکامات خاتم الانبياء حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ته د وحې په ډول سره راغلي دي، ځکه چې له هغه څخه وروسته ترڅو پېړیو پورې لا ساینس پوهان په دې هکله په هیڅ نه پوهېدل۔

دساینس د ترقۍ له کبله د جنین پوهنه نوره پېچلې شوه او پېچلې ده، او کوم اصطلاحات چې په قرآنکریم او نبوي سُنت کې ذکر شوی دي، هغه ډېر ساده او جامع دي، چې ددې علم بنسټ یې جوړ کړی او زه ددې سره پوره موافق یم۔
د تیرو څلورو لسیزو راهیسې د دې علم بنیاد ښکاره شوی دی او حال دا چې په قرآنکریم کې د دې علم بنیاد په ۷ مه عیسوي پېړۍ کې ایښودل شوی ؤ۔.

نور بيا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x