fbpx

غزل/ عبدالقدوس فاتح

شاعر:عبدالقدوس فاتح

په زړه باندې پـراته مې دي أمبــــار أرمانونه
غږيــږي راتـه هــره ورځ کــــــرار أرمانونه

زمــا د دې ټپي زړګي أزار به در پسې شي
که بيــا دې راته کـــړل چېرته أزار أرمانونه

مـونږ خپلـه چې د شپو لمنـې کلکې دي نيولي
نـو ولې بيا کـــوو د سپيــن سهــار أرمانونه

يـوه يتيـم د پلار د تاخچې زوړ کتاب راواخيست
ويـل يې پـــوره کُومه د خپـــل پلار أرمانونه

هيواده تاته دومره ډير مونږ زړونو کې ساتلي
وتلـي لکه ستــوري سم له شمـــار أرمانونه

يو چا دلتـه په هر څاڅکـي يو يو أرمـان کرلی
راشنـه به شي په وينــو يې قـــطار أرمانونه

چې کلـه به بيا ستا د لويې فتحې زيرۍ واورو
« فاتحه » درتـه دي ستـرګې په لار أرمانونه

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د