fbpx

د مینې کعبه / معصوم طالب

معصوم طالب

زم زم غوندې چینه لرم د سترګو آینه کې
کعبه لــرم دمېنـې د زړګــي په مناره کــې

يــو راز لــرم په پټه له جانان سره د مېنې
ســاتلې مـې يې نښه دململو په ټوټه کـې

داخړه حجره ګـۍ مــې دې لا ځکه راته ګرانـه
ټپونه ورکې شمارمه چې جوړ مې دي سینه کې

له هسکه به مې خود نو سپینې حورې ننداره کړي
چې سر مې دی نیولی جانان ته په تحفه کې

یو راز دی یو اغاز دی دزړه پټه درزا کې
چې سر مې کله ايښی وي مولا ته په سجده کې

معصوم طالبه اوښکه مې له دغو ټپو نه ده
د اوښکو یو بل باب مې دی پرانیستی په سینه کې.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د