پښــــتو ادب

عابد: زه د دغه خوار وطن د جوړولو لپاره د خپل ځان قربانولو ته هم تيار يم

پرون ماسپښین په جلال اباد سپین غر هوټل کې د لیکوال او شاعر بازمحمد عابد هڅو د ستاينې په پار ناسته جوړه شوې وه،چې د برې او کوزې پښتونخوا لسګونو لیکوالو، شاعرانو او د ادب مینه والو پکې برخه اخیستې وه.
په یاده ناسته کې د نظرخاوندانو خپلې خبرې وکړې او بازمحمد عابد پر لیکوالۍاو شاعرۍ سربېره يې د هغه د خير ښېګڼې لپاره چنده ډېره وستایله.
بازمحمد عابد په ختيځ کې د مشال راډیو خبریال دی، چې تراوسه يې په نثر اونظم کې کتابونه خپاره شوي دی، نوموړی په ننګرهار کې د ختیځ ادبي بهیر غړی هم دی، چې د همدې بهیر پر مټ دغه ناسته جوړه شوې وه.
بازمحمد عابد، د شررساپي د ناروغي په وخت کې هم هغه ته د پیسو چنده  کړې وه او هم يې په دې وروستیو کې د چندو له لارې لسګونه ویلچرونه تر معیبونو او معلولینو رسولي دي.
شررساپي د عابد په اړه وويل، چې که د ده شاعري او لیکوالي يوې خوا ته پرېږدو، خو دغه د معیوبینو لپاره د بایسکلونو راوړل يې ډېر د ستایلو وړ دي. د ناستې په پای کې بازمحمد عابد وویل: زه د دغه خوار وطن د جوړولو لپاره د خپل ځان قربانولو ته هم تيار يم.څو ورځې وړاندې هم عابد ته په ننګرهار کې د مثبت بدلون ټولنې له خوا د کال د غوره شخصیت مډال ورکړل شو.
ناسته نږدې مازیګر تمامه شوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x