fbpx

د مېږیانو اړوند په زړه پوري معلومات

عبدالوکیل مسلم

د مېږیانو ساینسي نوم فارمیسیډي ( (Formicidae او د غیر فقاریه ((Invertebrates حیواناتو له جملې څخه دي. مېږیان اومنیورز (Omnivores) دي. اومنیورز هغه حیوانات دي، چې هم غوښه خوري او هم نباتات. د مېږیانو عمر له څو هفتو نه تر څو کالو پورې وي. د مېږیانو اندازه له 0.08 تر 1 انچ پورې رسېږي. په دنیا کې د مېږیانو تقریبا 12000 ډلونه شتون لري. او دوی د مېږتون په داخل کې اوسېږي او د مېږيانو له ډلې يې ډېری هر يو پخپل کار ګمارل شوی دی. لاندې يوڅو ډولونه يې درپېژنو:

۱. ملکه
۲. کارکونکي
۳.شهزادګۍ

اوس به راشو چې مېږیان څنګه یو بل سره خبرې کوي او څنګه د باران له اوبو څخه ځان ساتي. په قرآن کې د مېږیانوپه اړه داسې ذکر راغلی دی، چې فرمايي؛

حَتَّىٰ إِذَا أَتَوْا عَلَىٰ وَادِ النَّمْلِ قَالَتْ نَمْلَةٌ يَا أَيُّهَا النَّمْلُ ادْخُلُوا مَسَاكِنَكُمْ لَا يَحْطِمَنَّكُمْ سُلَيْمَانُ وَجُنُودُهُ وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ

کله چې سلیمان علیه سلام خپل لشکر سره روان وو، تر دې پورې چې د مېږیانو یو میدان ته ورسېدل؛ نو هغوی کې یوه مېږي وویل ای مېږیانو! خپلو کورو ته ننوځئ! هسې نه چې سلیمان او د هغه لښکر مو په بې خبری کې لاندې نه کړی.

د معاصرې پېړۍ ساینس پوهان دا مني او وايي، چې مېږيان خبرې کوي څنګه چې بیزوګان، ماهیان او مرغانو باندې ساینس پوهانو څېړنې کړېدي، چې مېږيان يې هم دې نورو حشراتو په څېر خبرې کوونکي بللي دي. دغسې مېږیان هم خبرې کوي.

مېږیان هم خپل ژوند د یوې پرمختللې ټولنې په څېر پر مخ وړي، دوی د خپلو کورونو پر جوړولو کې ډېر کوښښ کوي او تل پدې هڅه کې وي، چې څه ډول خپل کورونه متمدن او د اوسېدلو نسبتا ښه ځايونه ولري، حتی په کرنه کې هم د پام وړ پرمختګ کړی دی.

ساینس پوهان وایي مېږیان چې کله روان وي؛ نو یو بل سره د مخامخ کېدو پر مهال له يو بل سره مخونه جنګوي، نو پدې ډول له یو بل سره د مالوماتو په شريکولو او پېغام لېږدولو کې له يو بل سره مرسته کوي، همدې طریقې ته په کتو سره ده infrared rays وړاندوينه، چې په موبايلونو کې ترې نن سبا ګټه پورته کېږي. او له يو موبايل څخه بل موبايل ته مالومات په اسانۍ لېږدوي.

که چېرې د باران اټکل وو؛ نو دوی ته مخکې له مخکې د باران د ورېدو احساس وي او پدې باندې پوهېږي، چې باران شونی دی؛ نو خپل ټول بهر کارونه په ډېرې تېزي سره راغونډوي او د باران د اوبو د مخنيوي لپاره لاس پکار کېږي، تاسو به لیدلي وي چې کله هم باران وورېږي د باران له ورېدو څو دقيقې مخکې دوی د خپل کور يا مېږتون شا او خوا ته ګرځي او د مېږتون له داخلي برخې څخه د خاورو لړۍ راپېلوي، ګډ کار کوي، غونډۍ جوړ وي؛ څو د باران د اوبو پر وړاندې له زيان څخه ځان او خپل مېږتون وژغوري. مېږیان څنګه پوهېږي چې باران کېدونکی دی؟ په دې اړه ساینس پوهانو خپل نظر د حيواناتو په اړه داسې وړاندې کړی، دوی وايي ممکن حيوانات د وېرې او ډار پر وړاندې غبرګون وښيي، مخکې له مخکې دوی پدې پوهېږي چې ګواکې زموږ سېمې ته زوال را روان دی او پدې هکله يې داسې ویلي دي، دوی پدې اند دي چې ګواکې د حیواناتوله جملې داسې حيوانات هم شتون لري، چې د پنځګونو حسونو سره سره يو بل حس هم لري، د بېلګې په ډول ډېری حیوانات په ځنګلونو کې د اور له لګېدو څو شېبې مخکې خبرېږي او په تېښته له هغه ځايه ځان ډاډه ځای ته رسوي.

میږیان هم دېته ورته يو حس لري، چې دې ډول حس ته په انګلش کې Hydro folic وایي او په دې توګه دوی د هوا له حالاتو ځان خبروي، د هوا د حالاتو د مالوماتو په پار له پراخ تحليل او د اوبو له نم څخه کار اخلي، دا پدې مانا چې مېږيان د اوبو له حرارت او د اوبو له نم څخه په ګټې اخيستې د باران حالات مالوموي او د باران له پېل کېدوڅو شېبې مخکې د خوراک او د کور د ساتنې په پار سره راغونډ او لاس په کار شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د