افغانستان

افغان حکومت له نړیوالې ټولنې د ۴۳۰ میلیونه ډالرو مرستې غوښتنه کړې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۵ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د ملي یووالي حکومت اجراییوي رییس ډاکټر عبدالله عبدالله د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په مرسته له نړیوالې ټولنې د ۴۳۰ میلیونه امریکايي ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده.

د اجراییه ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې نن د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له غړیو سره په ناسته کې د نورو موضوعاتو سربېره یې د ۴۳۰ میلیونه ډالرو بشري مرستو غوښتنه کړې ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې اوسمهال په افغانستان کې ۲.۸ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري، چې تېر کال په افغانستان کې ۴۰۰ زره افغانان داخلي بې ځایه شوي او ۷۰۰ زره افغانان له ګاونډیو هېوادونو افغانستان ته راغلي، چې ډېری یې خپل کورونه نه لري او کېږدیو کې ژوند کوي.

اجراییه ریاست د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړیو ته ډاډ ورکړی، چې افغانستان د بشري حقونو اصولو او قوانینو ته ژمن دی او  جګړه، بې‌کارۍ، فقر او  طبیعي پېښې د دې لامل شوي چې افغانستان له نړیوالې ټولنې د ۴۳۰ میلیونه ډالرو د مرستې غوښتنه وکړي.

اجراییه رییس د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړیو ته ویلي، چې تېر کال افغان حکومت له نړیوالې ټولنې د ۴۱۰ میلیونه ډالرو د مرستې غوښتنه کړې وه، چې ۳۱۰ میلیونه ډالر مرسته ورسره شوې وه.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر مشر ټوبي لینزر افغان حکومت ته ډاډ ورکړی، چې ملګري ملتونه به هڅه وکړي، چې افغان حکومت ته د بشري مرستو لپاره ۴۳۰ میلیونه ډالر له بسپنه ورکونکو هېوادونو څخه وغواړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x