امریکایي ملته! زموږ له حاله به مو کوریا خبر کړي!

لیکوال : عبدالجبار مطمئن

تیره شنبي ورځ سهار ۸:۰۰ بجي په دریاب کي د آمریکا د لیري پراته ایالت هاوای د ټولو وګړو ټلیفونونو ته د یوي رسمي سرچیني لخوا یو سخت ویرونکی پیغام ورسید چې پکي ليکل شوي وو:

“د هاوای په لور یو بالستیک توغندی راروان دی، هرڅه عاجل یو خوندي پټنځای ته ځان ورسوئ، دا ټوکه نه ده!!”

ددي بوږنونکي خبر سره سم د ځینو سترو او وړو ښارونو او ښارګوټو د خطر زنګونه هم په ږغیدو شوه، خلک سخت وارخطا وو او هري خواته به یې په ویره او وارخطایی کتل.

ددي پیغام په لیدلو سره د هاواي ټول ایالت د ځغاستو، پټیدنو، چغو، فریادونو او سختو کریږو شاهد وو. هغه کسان چې په تفریح بوخت وه هرڅه تري هیرل شول او په سختي وارخطایي کې یې پټنځایونه پلټل!!

أکثرو وګړو لمړئ خپل د کورنۍ غړي خبر کړل ترڅو خوندي ځایونو ته ځان ورسوي، او بیا یې له خپلو کورنیو او ملګرو نه مخه ښه وکړه او د خپل مرګ انتظار ته کیناستل.

د ښادیو او ودنو خبرتیاوي د غم څپو لاندي کړي او د ټولنیزو شبکو پاڼي په غمجنو پیغامونو ډکي سوي. ځینو داسي څه ولیکل چې ګویا یقین یې وو چې دا یې د ژوند وروستی پیغام دی او دا یې د وروستني یادګار په توګه د نړۍ ژوندو ته پیغام پریښوده!

له څه مودي راهیسي شمالي کوریا او آمریکا یو بل ته سختي ګوتڅنډني کوي، کیم جونگ أون وایې: د أتمي بم بټن مي پر میز ایښی، ټوله آمریکا ته مي توغوندۍ رسیږي او په ۲۰ دقیقو کې د آمریکا (هاوای) ایالت باندي زما بم پریوتی شي!! خو ډونالډ ټرامپ بیا وایې: زموږ د بم بټنه ستاسو تر هغي غټه ده!!

کیدی شي داسي څه یوه ورځ راپیښ شي چې د آمریکا په ګڼو ښارونو کې به د خطرزنګ بټن ووهل شي، واړه او زاړه یې د وحشت احساس وکړي او لحظه په لحظه د مرګ راتلو ته انتظار وباسي! ځکه د شمالي کوریا د ځوان او احساساتي ولسمشر کردار له دغسي کړونو سره د شونتیا فیصدي له پخوا راهیسي ډیره کړي ده.

او د هغه نړیوال سیاسي اصل سره سم چې (د دښمن دښمن مي دوست دی) نن کیم جونګ اون د افغان او بیا مسلمان ملت لپاره د یوه دوست په څیر ځان ښکاره کوي او موږ یې د خپل ګډ سرکښه دښمن په وړاندي هري کړني ته په مثبته سترګه ګورو او له زړه ورته خوشحالیږو.

موږ د افغانستان د یو عادي وګړي په توګه د آمریکایانو په دي دنیوي عذاب اخته کیدل د انتقام د یوي وړي څپي په توګه خوښ یو!! ځکه آمریکا دا ۱۷ کاله زموږ کور کې د مرګونو او ظالمانه وژونو کومه لړۍ پیل کړي او لا هم دا کرغیړنه پالیسي په مخ بیایی او زما د وطن مدرسي، دارالحفاظونه، محلي ښونځي او د عامو خلګو کورونه بمباروي، نو ښایې چې الله ج یو بل هیواد د عذاب په توګه پري نازل کړي.

زموږ عادی افغانانو لاس آمریکا ته نه رسیږي چې انتقام تري واخلو او یوازي مو ښیراوي په وس پوره دي او یقین لرو چې د ظلم کاسه نسکوره ده او یوه ورځ به ستر څښتن د مظلومانو ټولي ښیراوي یو غیبی گذار کړي او د مغرور خوله به پري ماته کړي او یا به یې د شمالي کوریا د أټم بم کړي او د غدار پر سر به یې رانازل کړي او یا به یې ستر سیلاب کړي او ظالم به پکي غرق کړي.

خو د امریکا ملت بیا سوچ ته رابولو!

تاسو د خطر زنګونه لرئ او له پیښي وړاندي آمادګي نیولای سئ، د خطرونو په وخت کې خپل ماشومان خوندي ځایونو ته وړئ، خو زموږ هیواد غریب دی ستاسو په شان امکانات نه لري، او دا ستاسو د څو ساعتونو وارخطایی پر موږ له هغي ورځي جریان لري چې ستاسو ظالمو پوځونو دلته پښه ایښي ده.

ستاسو ځوانان زموږ په ماشومانو باندي گولۍ اوروي!! زموږ له اسمانه د باران د څاڅکو په ځاي ستا د ټوپک مرمۍ وریږي!! دلته له اسمانه راکټونه راځي! یوازي دغه اونۍ کې یې یوازي د فراه ولایت د خاکسفید سیمي کې دوه کلیوال ښونځي بمبار کړي!! او نور ولایتونو او ولسوالیو حال یوازي الله ته ښه معلوم دی نو زموږ په زړه دي تاسو الله ج ژر خبر کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د