افغانستان

د کندهار ميوند ولسوالۍ کې د غبرګو سرتېرو بريدونو وروستی حال

نن ټکی آسیا: د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي رسنيو ته په لېږل شوې خبر پاڼه کې څرګنده کړې، چې نن ماسپيښن شاوخوا درې نيمې بجې د دوی دوو سرتېرو ملګرو د ميوند ولسوالۍ د ودانۍ مخته پر ولاړ بهرنيو عسکرو غبرګ سرتېري بريدونه کړي. د ښاغلي احمدي په وينا لومړی بريد د حبيب الله پکتياوال په نوم د دوی يو تن سرتيري د يو سراچه موټر په واسطه هغه مهال وکړ، چې بهرني عسکر خپلو ټانکونو ته په ختو وو.

له لومړي بريده وروسته، چې بهرني عسکر د مړيو او ټپيانو په راټولو لګياوو، د نور الله په نوم دوهم بريدګر د موټرسايکل په واسطه پر همدغو بهرنيانو سرتيری بريد وکړ.

احمدي زياتوي، چې دغو دواړو پرله پسې سرتيرو بريدونو کې له پنځلسو زيات بهرني عسکر وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان دي. د کندهار ولايت چارواکي هم د دوو غبرګو سرتېرو بريدو خبر تايدوي، ولې د مرګ ژوبلې په اړه يې تر اوسه څه نه دي ويلي.

د سيمې خلک وايي، چې سيمه اوس هم د بهرنيو عسکرو لخوا کلابنده ده او د خلکو په تګ راتګ بنديز لګيدلی. ايساف او ناټو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x