fbpx

عیسايي کشیش خپل نوم «احمد» کښېښود

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۵ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د سویډن هیواد یوه عیسايي کشیش خپل نوم «احمد» ته بدل کړ او اعلان یې وکړ چې نور له خپل هیواد څخه ځي او په مسلمان هیواد «المغرب» کې ژوند کوي.

دغه کشیش چې پخوانی نوم یې «لیف سکجیتن» یاد شوی، د سویډن په یوه کلیسا کې يې ۳۰ کاله دنده تر سره کړې ده، خو په دې وروستیو کې د یوه مسلمان کډوال څخه متاثره شوی او دغه پرېکړه یې کړې ده.

د سویډن یوې ورځپاڼې ویلي چې کشیش د عربي ژبې زده کړه پیل کړې او د یوه هلک څخه متاثره شوی چاچي ۳ کاله ورسره تېر کړي.

کشیش ورځپاڼې ته ویلي: یو ۱۸ کلن مهاجر هلک زما کور ته راغی، خو څلور میاشتي تر مخه هغه یو ځل بیا مغرب ته واستول شو، مونږ لکه پلار او زوی داسي وو، ما پرېکړه کړې چې خپل نوم «احمد» ته بدل کړم او المغرب هیواد ته ورشم تر څو پاته ژوند هلته وکړم.

نوموړي ویلي چې غواړي خپل د سویډن کور خرڅ کړي او په المغرب کې ځانته یو کور واخلي او زیاته کړې یې ده چې تر اوسه یې اسلام قبول کړی نه دی خو وبه ګوري چې څه کیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د