fbpx

سوله به کله راځي؟؟

ابو یاسر افغان

افغان ولس چې دا څلور لسیزي د جګړې په اور کې کړیدلی او زوریدلی اوس تر بل هر وخت سولې ته زیاته اړتیا لري، خو سوله به کله راځي او څنګه به راځي؟ د سولې مخالفین څوک دي او هغوی څوک دي چې د سولې د راتګ په وړاندې یې خنډونه ایجاد کړي دي؟؟ راځئ پوه شو چې سوله څوک نه غواړي؟

سوله هغه خلک نه غواړي څوک چې د دې ملت د دین، هویت او آزادۍ دښمنان هم دي، هغوی چې د کفارو په مرسته په دې مظلوم ملت د ډیموکراسۍ تر چتر لاندې یو داسې ګوډاګی رژیم مسلط کول غواړي چې د یواځنی هدف به یې په ګران هېواد کې د غربي قوانینو او غربي دود او دستور نافذول وي، هوکی! سوله هغه خلک نه غواړي چې د افغانانو د ایل کولو لپاره د امریکا او ناټو پوځیان را غواړي.

دا معلومه او څرګنده خبره ده چې افغان ولس یو مسلمان او په خپلواکۍ مین ولس دی، نه یې د انګریزانو غلامي منلې، نه یې د روسانو بدماشۍ ته سرټیټ کړی او نه به یرغلګرې امریکا او ناټو ته سرټیټ کړي، په داسې یو حالت کې چې هېواد مو اشغال دی، ځمکه او فضا مو د صلیبي یرغلګرو تر واک او نیواک لاندې ده، د اسلامي جمهوریت تر نامه لاندې یوه بشپړه فاسده، غلامه او ناکامه اداره چې په بله اصطلاح د پخوانیو جنګسالارانو، جنګي مجرمینو، د پردیو د جاسوسانو او د غرب د سګ شویانو غونډ یې بولي، په دې ملت مسلط کړل شوې ده، نو په داسې حالت کې به سوله څنګه راشي؟؟

د عقل او پوهې څښتن په دې راز هم پوهیږي چې دلته د مافیایي او استخباراتي یا نیابتي جګړو تر شا هم CIA لوبیږي، مخدره توکي هم د دوی له خوا دلته پروسس او غرب ته قاچاق کیږي، د ډلو او ټپلو د جوړولو، د مزار او کندهار د مصنوعي امپراطوریو، د قومي تعصبونو د را پارولو او په رسنیز ډګر کې د فحشا او بې دینۍ د ترویج په په پروګرامونو هم همدا امریکایي او اروپایي یرغلګر پانګونه کوي، نو سوله به څنګه راشي؟؟ آیا هغوی سوله نه غواړي څوک چې د غربیانو په مرسته دلته مدرسې، مسجدونه، دیني حلقې، علماء او اسلامي فکر له منځه وړل غواړي او که هغوی چې د دغه شرارتونو په وړاندې په مسلمه مبارزه بوخت دي؟؟

امریکایان که په خپله راغلي که ملګرو ملتونو را لیږلي، خو اوس یې ملګري ملتونه پر وړاندې د یوې نانځکې هومره حیثیت هم نه لري، ښه نو دا کافر یرغلګر به څوک وباسي؟ آیا په زور راغلي په رضا تللي دي؟؟ آیا امریکا چې دلته بیلیونونه او ټریلیونونه ډالر لګوي دا زموږ لپاره او زموږ له غمه او کنه د خپلو شومو دجالي او شیطاني پروژو د عملي کولو په موخه؟ دا وحشي صلیبي لښکرې چې غواړي زموږ دین راختم کړي، دلته نصرانیت ترویج کړي، سیکولرزم ته وده ورکړي، فحاشي عامه کړي په تیرو ۱۶ کالو کې یې خپل شیطاني اصلیت څرګند کړی چې دلته یې هیڅ یوه داسې عمراني پروژه سرته و نه رسوله او نه یې د افغانستان د خلکو لپاره کومه داسې عام المنفعه پروژه تکمیل کړه چې د دې ولس یو څه اندازه ستونزي پرې حل شي، برعکس امریکا د غرب نه خپل سګ شویان راوستي، د کومکونو په نوم خپلې او د نورو هېوادونو راغلې پیسې د همدوی په مرسته بیرته له هېواده وباسي، زموږ د هېواد غني کانونه او زیرمې یې چور کړې، د افغانانو په منځ کې یې د نفاق تخم کرلی او دوی لګیا دي خپلې شیطاني موخې تعقیبوي.

نو سوله څوک نه غواړي؟ د امریکایي اشغال په وړاندې په اسلامي او ملي مبارزه بوخت افغانان او که د امریکا او اروپا نه راغلي بیزو نسله یرغلګر؟ او که څوک وایي چې موږ دې جهاد بس کړو امریکایانو ته به د پاتې کېدو پلمه پاتې نه شي، وایه ته د فیل په خوب ویده یې، امریکا پلمو ته ضرورت نه لري او نه د بیرته تلو په نیت راغلې ده، د سعودي په خاوره کې میشت امریکایان ګوره او دا ځای پرې قیاسوه، دوی دلته د دایمي هستوګنې په موخه راغلي او غواړي چې دا سرشاره او یاغي خاوره د مرکزي آسیا د کنټرول لپاره په خپل دایمي مرکز بدله کړي، د امریکایي اشغال په وړاندې مسلح جهاد مطلق فرض دی او دا فرض څوک د خپل ذاتي مصلحت په خاطر نه شي ترک کولی، دا هم واورئ چې امریکا دلته اردو او عسکرو ته کومه روزنه او مرسته ورکوي دا هم د خپلو اهدافو د ترسره کولو لپاره، اوس چې امریکایان نسبتاً کم تلفات لري سبب یې دا نه دی چې په دوی حملې نه کیږي، بلکې اصلي علت یې دادی چې اوس یې خپل شا و مخ ته داخلي عسکر و درولی او چې له هرې خوا پرې وار کیږي نو تلفات یې افغان عسکرو ته رسیږي، دا ځکه چې افغان عسکر باید ځانته خپله امریکایي تنخوا یو څه حلاله کړي!!

نو لنډه دا چې تر څو اشغالګر وي تر هغو به دلته سوله رانشي هسې په ویښه خوبونه لیدل د ځان تیر ایستل دي، که د امریکایي اشغال په وړاندې جهاد توقف شي، نو دوی د بودایانو ورونه دي هغه ناتار به وکړي چې د برما او نایجیریا کیسې به له خلکو هیري شي، بیا به افغان ولس او اسلامي فکر لرونکي هم داسې مغلوب وي لکه د ایغور مسلمانان، بیا به وګورئ چې نه چین او روسیه زموږ له غمه لیونیان دي او نه ملګري ملتونه کوم څه کولی شي، هغه ملګري ملتونه چې فلسطینیانو ورته له ۶۰ کالو راهیسي خپل برخلیک سپارلی د هغوی لپاره یې څه وکړل چې بیا به دلته د امریکایانو د ظلم او وحشت مخه ونیسي؟؟ راځئ لومړی دا یرغلګر وشړو او بیا به خپلواک ډول د یوه سولییز او اسلامي افغانستان لپاره کار وکړو.

د ګران هېواد د بشپړې خپلواکۍ او دلته د یو سوچه شرعي اسلامي نظام د قیام په هیله

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د