افغانستان

د ترکیې غونډه په ټولنیزو رسنیو کې طنزي سوژه ګرځیدلې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۵ مرغومي، ۱۳۹۶ل): په ترکیه کې د افغان سولې په تړاو دایره شوې ناسته په ټولنیزو رسنیو کې له طنزي نیوکو سره مخ ده.

که څه هم طالبانو له لومړۍ ورځې په ناسته کې د خپلو استازو ګډون رد کړی و او هغه یې یوه جعلي او استخباراتي دسیسه بللې وه، خو یو شمیر افغانانو غونډې ته د امید سترګې نیولې وې.

د ناستې له پایلو څخه د ټولنیزو شکبو د فعالانو طمع وروسته تر هغه وخته، چې یو تن ګډونوال یې د تلویزون په پرده راڅرګند شو، د طالبانو د استازيتوب ادعا یې وکړه او د ناستې د اجنډا په اړه یې هیڅ قانع کوونکی ځواب نه درلود.

طلوع تلویزون، چې هیڅکله یې د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد غږ نه دی خپور کړی، ملا عبدالروف د طالبانو د استازي په توګه معرفي کړ او په ژوندۍ بڼه یې د هغه ویډیويي مرکه خپره کړه.

د ملاعبدالروف مرکه چې په لنډ وخت کې په خواله رسنیو کې په پراخه کچه لاس په لاس شوه د خلکو د امیدونو وروستۍ غوټۍ یې هم ورژولې.

ویل کیږي د ناستې یو تن ګډونوال چې د طالبانو د استازیتوب دعوه لري، په یو عربي هیواد کې د شاتو (عسلو) کاروبار کوي. لیکوال او شنونکی (فیض محمد ځلاند) همدې ټکي ته په اشارې د طنز په ډول لیکلي: «زما د شات غوندې جانانه::درته ترکیه ترکیه کیدم ودې خوړمه».

د (میوند جمال) په نامه یو افغان فعال په خپلې فیسبوک پاڼه لیکلي: «د شاتو ډیر خوړل سړی ګنګس کوي. نور یې مه ښوروه». د نوموړې اشاره د ملاعبدالروف هغې څرګندونې ته ده، چې د خبریال یوې پوښتنې ته یې په ځواب کې وویل: «ذبیح الله مجاهد مه ښوروه».

ژورنالیست او لیکوال (نعمان دوست) بیا د ترکیې د ناستې او هغې پیښې ترمینځ تړاو ورکوي، چې کلونه وړاندې د کویټې یو دوکاندار د جعلي ملا اختر محمد منصور په نامه له ارګ څخه د سولې په پلمه پیسې وهلې وې. نوموړی لیکي: «‌‌‌‌‌‌ډېر خوږ خبر دا دی چې ترکیه کې مخامخ د سولې خبرې روانې دي؛ ربه شکر. خو تاسو د [ کوټې دوکانداران] وشمیرئ؛ کم شوي خو به نه وي. احتیاط ښه شی دی».

لیکوال او شننونکی (ذاکر جلالي) د ناستې له پای ته رسیدو وروسته ولیکل: «او څه مو چې نن له تُرکیې واورېدل، یوه سوداګریزه خبرتیا وه!».

حلیمار فطرت د طنز له مخې ناستې ته د «ناشتې» کلمه کارولې، د ترکیې د غونډې لنډه ویډیو یې تر دې سرلیک لاندې خپره کړې: «تازه خبر: په ترکیه کې د سولې اړوند ناشته».

یاده دې وي چې تر ناستې وړاندې د سولې شورا د بهرنیو اړیکو سلاکار (اسماعیل قاسمیار) ویلي و چې د ترکیې ناسته د حزب اسلامي د حکمتیار ښاخ په ابتکار رابلل شوې، او حزب اسلامي ته نږدې سرچینو هم تایید کړې وه.

خو د ګډونوالو په هویت کې د جعلکاریو له رسوایۍ وروسته، د سولې شورا او حزب اسلامي د غونډې د رابللو مسئولیت د یو بل پر غاړه وراچوي، او دواړه یې له رابللو څخه منکر دي.

افغان فعالانو تل له دولت او د سولې شورا غوښتي چې د سولې په برخه کې د جعلکاریو پرځای ریښتیني او صادقانه ګامونه پورته کړي او ولس ته دې کاذبې هیلې نه ورکوي.

که څه هم د ترکیې ناستې کومه پاموړ لاسته راوړنه نه درلوده، خو د ملا عبدالروف څرګندونو افغان فعالانو ته دا فرصت ورکړ چې دا ځل خپل غږ د طنز په خوږلښت کې وپیچي، ګوندې په دولت د شاتو په څیر خوږ ولګي او د زړه په غوږو یې واوري.

په عین حال کې ملا عبدالروف ډاډ څرګندوي چې په راتلونکي کې به نورې غونډې هم دایروي او دا لړۍ به جاري ساتي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

عبدالرؤوف خان ګنډوال د ګنډو د قاچاق لمړۍ جوپه له سرحده تیره او دعبدالروف خان جیب له ډالرو ډک شو ، دغه جیب به تشوی او د نورو ګنډو پسی به بیا او بیا ځی نو ځکه یی ویلی چه د نورو او نورو غونډو ( ګڼدو ) منتظر دی .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x