د آی پي ایل بولۍ، ۱۳ افغان لوبغاړي او د راشد خان لوړه بیه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۵ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د ۲۰۱۸م کال آی پي ایل کې د ۱۳ افغان لوبغاړو په شمول د ۱۱۲۲ لوبغاړو نوملړ د بیو سره خپور شو، چې راشد خان په کې د لوړه بیه لوبغاړو په لیست کې شامل دی.

ټاکل شوې ‌ده سږ کال ۱۱م پړاو آی پي ایل سوداګریزو سیالیو لپاره د لوبغاړو اخیستلو مراسم د روانې جنورۍ په ۲۷مه او ۲۸مه نېټه د هندوستان په بنګلور ښار کې ترسره شي.

د ۲۸۲ بهرني لوبغاړو په شمول پای لیست د جمعې په ورځ د آی پي ایل یوولسم پړاو بولۍ لپاره وړاندې شو.

په دغو بهرني لوبغاړو کې يې ۱۳ افغاني لوبغاړي شامل دي: راشد خان، محمد نبي، نجیب‌ ځدران، محمد شهزاد، شفیق‌ الله شفق، ګلبدین نایب، مجیب ځدران، دولت ځدران، ظاهر خان، شاپور ځدران، سمیع‌ الله شینواری، حمید حسن او اصغر ستانکزی ښودل شوي دي.

په دغو سیالیو کې د استرالیا ۵۸، افغانستان ۱۳، بنګلدیش ۸، انګلستان ۲۶، نیوزېلنډ ۳۰، سویلي افریقا ۵۷، سريلنکا ۳۹، ویسټ انډیز ۳۹، ایرلینډ ۲، سکاټ لینډ ۱ او زمبابوې ۷ لوبغاړي شامل دي.

دغه نوملړ په څو برخو ویشل شوی، چې د لومړی برخې لوبغاړو بیه یې ۲ کروړه هندي روپۍ ایښودل شوې، په دې کې ۱۳ هندي او ۲۳ بهرني لوبغاړي شامل دي چې د افغانستان لخوا په دغه لیست کې راشد خان ځای موندلی.

راشد خان چې د آی پي ایل په ۱۰م پړاو کې د سنرایزز حیدر اباد لخوا په ۴ کروړه هندي روپۍ اخیستل شوی و، چې خپلې لوبډلې لپاره ځلیدونکی ثابت شوی و، نوموړي د خپلې لوبډلې لپاره ۱۷ ویکټې ترلاسه کړې وې، چې شونې ده په راتلونکې پړاو کې یې هم په لوړه بیه واخلي.

د هندوستان ټایمز ورځپاڼې لخوا په راتلونکې سیالیو کې لس غوره ځلیدونکي لوبغاړي ښودل شوي، چې له دوی څخه یې یو راشد خان دی.

د اولې کټيګرۍ نوملړ چې بیه یې له ۲ کروړه هندي روپیو پېل کیږي د راشد خان په شمول ۳۶ لوبغاړي شامل دي، چې په لاندې ډول ده:

هندي لوبغاړي: ایشوین، یوزویندرا چاهل، شیکر داون، ګوتم ګمبیر، کیدر جادو، دینیش کارتیک، ویجی، اجینکی رهانی، کی ایل راهول، کرن شرما، یوراج سینګ، هربجن سینګ، روبن اتاپا.

بهرني لوبغاړي: راشد خان، پیټ کمینز، جیمز فالکنر، جوش هازیلووډ، میچل جانسن، کریس لاین، ګلین میکسویل، مارکوس سټوینز، میچل سټارک، کیمرن وایټ، ایین مورګن، لیم پلنکیټ، بین سټوکس، ډیویډ ویلي، کریس ووکس، کوري انډرسن، برنډن میکولم، کوینټن ډي کوک، کولن انګرام، انجلیو میتیوز، ډاین براوو، کریس ګیل او کیرن پولارډ شامل دي.

همدا ډول بله برخه ۱.۵ کروړه هندۍ کالدارې او دریېمه برخه یې د ۱ کروړ څخه پېل کیږي، چې نور لوبغاړي له دې ښکته بیه لري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د