نظــر

د ګاونډی اواسلامی هیوادونو سره زمونږ دشمنی دجالی فتنه ده

بسم الله الرحمن الرحیم ـ
د لوی افغانستان په جوړولو کی خپل نظر در سره شریکوم  ، په دی هم باور لرم چه د ځینو ورونو به زما خیری په دی هکله پوره یا نیمګړی خوښی هم نه شی لکه زما چه د ځینو خبری پوره یا نیمګړی نه خوښیږی  خو ګذاره به سره کوو.

دا یوآځی د افغانانو ستونزه نه ده ، تول انسانان چه له افراط یا تفریط څخه کاراخلی سره شریک دی  .

افراط او تفریط زمونږ د ګډ دشمن یعنی د ابلیس د کورنی په واسطه زمونږ د بی لیاری کولو د پاره د وسلی په ډول کارول کیږی .په ځانګړی ډول افغانان او بیا خاص طور پښتانه چه ۴۰ کاله یی د روسی او امریکایی استعمار لاندی په جنګ کی تیر کړل.

زماحیرانتیا داده ، په خپلو لیدلو سترګو مو ولیدل چه روسانو او امریکانو  تر هغی  پر مونږ یرغل نه شو کولی تر څو یی  مونږ د اعتدال له جادی ایسته نه کړلو ، زمونږ ځوانان یی د اسلام اود څوزره کلونو ټولنیز جوړښت او ملی یووالی  د بیلابیلو استعماری ایزمونو په واسطه وا نه  اړولو ، په روسی او امریکایی عسکرو سربیره مو خپلو کی هم ځانونه ووژل او وژنو چه ترڅوبه  دا لړی روانه وی تر هغی چه مونږ له بی ځانی ځانونه وژغورو.

پوښتنه : نړیوال استعمار مونږ ولی نښه کړی یو ؟

ځواب :  کوم ځای کی چه غیرت ، شهامت او مقاومت وی د استعمار نښه جوړیږی دا مقاومت او غیرت مونږ له کومه کړو ، دا ځکه چه مونږ مسلمانان اوافغانان یو یعنی اسلامی پیاوړی روحیی او افغانی غیرت مونږ ته دا شهامت او مقاومت رابځښلی او زمونږ ایمان او مورال یی لوړ کړی جنګ په پیسه ، وسله او وسیلو نه  بلکه په ایمان او مورال تر سره  او بریاوی ترلا سه کوی.

استعمار د داسی غښتلی مقاومت د محوه کولو یا کمزوری کولو د پاره د نظامی جنګ په څنګ کی فکری جنګ هم په کار اچولی چه لمړی مونږ له اسلامیت او افغانیت څخه بیزاره  او نفرت کی واچوی بیا له خپلو پیسو ، وسلو او وسیلو څخه کارواخلی.

زمونږ غریبی ، بی سوادی ، او  هر ډول بی نظمی ، د پیسو ، وسلو او وسیلو نشتوالی یا کموالی مونږ د پام وړ ماتو سره نه مخ کوی  ولی زمونږ د ملی او اسلامی یووالی  نه شتون  مونږ په دایمی غلامیو او  تباهیو کی غورزوی . استعمار زمونږ د اسلامی ورورولی د محوه کولو د پاره ایزمونه او د ملی یووالی د پاره یی قومی تعصبات رامنځته کړی د اکثریت او اقلیت د حقوقو د اعاده کولو  دعوی لرو.  

نننی اسلامی  جهادی او ملی مقاومت یی بهترین مثال دی . ډیر کم ولی الحمدالله دیر قوی  ، د ټولی پرمخ تللی کفری نړی چه زمونږ د اسلامی هیوادونو غلام حکومتونه یی هم ملتیا لری  سره په ډیره مړانه او بریاوو (د الله ج په مرسته) جنګیږی کفری نړی د خپلی پرمخ تللی میدیا په واسطه فکری جنګ هم په ډیره اوچته کچه او په ډيرو لګښتنو پرمخه دی  او د دغه میدیا د پاره یی زمونږ پلورل شوی پښتانه ، تاجک ، ازبک ، هزاره او نور په ډيرو اوچتو معاشونوګمارلی دی . مجاهدینوته د هغه او دغه جاسوسانو خطاب کوی ، د افسوس او شرم خبره نه ده ؟

د لوی افغانستان جوړونه؟

د هرچا  خوښیږی چه په لاس کی یی د یوی مڼی په ځای دوه مڼی وی ، که یوه تری څوک په زور یا چل  واخلی ، هغه سړی به خامخا هڅی او وسی لری چه خپله مڼه تری واپس خپله کړی . خو د دی  کار  د پاره  ملی او اسلامی یووالی ته او یووالی د پاره مونږ ګډو مخرجونو ته اړه لرو چه هغه افغانیت او اسلامیت دی افغانیت لوښی ،  زمونږ ټولنیز جوړشت او یو بدن او اسلام په هغه لوښی کی کتغ ، د هغه ټولنیز جوړښت نظام او په دغه بدن کی د روح مثال لری  یعنی روح بی له جسمه او جسم بی له روحه   غیرفعال پاتی کیږی . استعمار وسه او هڅه هم داده چه زمونږ دغه د جسم او روح اړیکی سره وشړوی او زمونږ په  دغه بی روحه ځوانانو د یووالی ،  نظم او لویوالی شعارونه ورکوی . مسلمانانو ته  د اخوانیانو ، طالبانو او جاسوسانو نوم اخلی د  د افغانیت پرځای د اکثریت او اقلیت سپرغی بادوی اسلام کی د اکثریت او اقلیت په ځای  تقوی معیار ټاکل شوی دی.

په اسلام کی د ګوندونو جوړول ناسمه خبره ده مګر که څوک  په دی نیت چه فعال له فعالو کسانو سره بیل او څه ڼوم پری کیږدی د منلو وړده  مګر هغه فعال ګروپ به په تمامه معنی د اسلام  تابع وی نه دا چه اسلام  به د خپل ګروپ تابع کوی او له رهبره به پیغمبر جوړوی  د ربانی ، سیاف ، حکمت یار او نورو ستونزه همدا وه  . ولی د دوی او د دوی په شان  نورو اسلامی ګوند ونه د اسلام حقانیت او سپیڅلتیا نه شی ذلیله کولی  . اسلامی نظام د الله ج  له رحمتونو په انسانانو یوه اضافی پیرزونه ده چه د هغه لوی ازموینی په مقابل کی یی بریاوو ته ورسوی که نه  شیطانی میدیا او دآلر به یی په ازموینه کی د ابدی ناکامیو سره مخ کړی.

زه باور لرم چه ځینی ایزمیان او یا تیروتلی به زما له لیکنی لاندی ضرور لیکی چه وروره تاسی له موضع لیری وتی یاست  مونږ هم شکر مسلمانان یو ، اسلام بیله خبره او سیاست بیله خبره ده او او  …  مګر دی خبره کی  دوی خپله تیروتلی او دخپلو معنویاتو ځان وژنه په خپله کوی.

 د افغانستان نقشه لویول که د کاغذ په مخ وی اسانه خبره ده  مونږ کولی شو ټوله نړی که نه وی ټوله اسیا خو به پکی ننباسو ولی په عملی بڼه کی دا ډيری ستونزی لری اول د هغو ستونزو هوارول ضرور دی :

د هغه لوی ستونزو په ګوته کول

 لمړی ملی او اسلامی یووالی  ، بیا اشغلګر او د اشغلګرو لاسپوڅی فاسده او بی کفایته اداره  لیری کول  ، دریم د اسلامی نظام حاکمول چه سوله اوهوساینه رامنځته شی  ، له هغه وروسته د ګاوندی هیوادونو سره په عملی بڼه کی ښه ګاونډی توب او دنړی وال کلی سره د کلیوالی حقوقو ته درنښت ، او له هغه وروسته په ساینس او تکنالوجی کی د نورو سره مثبته سیالی او رقابت ، له هغه وروسته د خپلی خاوری ، خلکو او خپلواکی د ساتلو د پاره  ملی اردو ، پولیس او نور په خپل جوړول ، په خپله لږ یا ډیر معاش ورکول ، تجهیزول ، نظامی روزنه ورکول او قربانیو ته اماده کول  په کار دی.
اوس نو هغه وخت دی که د ګاونډیانو سره مو د خاوری او یا نورو حقوقو اختلافات وی د سولیز حل له لیاری حلول  او که ممکنه نه وه د هغو د زور په مقابل کی له زوره کار اخستلو ته که اړه وی مونږ به ورته هر اړخیزه اماده ګی لرو داسی نه چه دا موجوده افغانستان هم خدای ناخواسته له لاسه ورکړو ، هر کار منظمو پلانونو او موثرو تدابیرو ته اړه لری ، بایلونکی جنګ نه له اوله ګټونکی جنګ باید وشی.

یادونی او رایادونی

دا هم د استعمار یوه دسیسه او فتنه ده ، لکه څرنګه چه یی مونږ دننه په خپلو کی سره ویشلی یو همداسی یی تل وسه کړی او داسی شرایط زمونږ او زمونږ د  ګاوندیانو تر منځ رامنځته کړی چه مونږ د استعمار په خآی خپلو ګاوندیانو ته دشمنان ووایو او دا کرکی د دی سبب چه استعمار زمونږ د منځه وړلو د پاره مونږ د یوه او بل په مقابل که وکاروی  او یا مو ځانله ځانله ښکار کړی  مونږ باید د ( جوش ) پر ځای له ( هوش ) او اسلامی لار ښودونو څخه کار واخلو او هغه داچه د دی ګاونډی هیوادونو عوام زمونږ دینی ورونه دی مونږ ورسره د وروری ګډ مخرج لرو  هو حکومتونه یی د استعمار غلامان او زمونږ دشمنانان جوړشوی دی مونږ د دی په ځای چه جنګ ورسره کوو ولی د مفاهمی د لیاری ورسره  روغی او جوړی ته ځان نه رسوو د دشمنیو په ځای د ناتو په شان یوه اعتلافی اتحادیه نه رامنځته کوو چه د استعمار وسه راباندی نه کیږی او خپلو کی خپلی ډیری مالی ، سیاسی او نظامی ستونزی سره حل و فصل کړو  او که  دغه حکومتونه د استعمار په دستورونو او لار ښودونو د استعمار له غلامی سرغړونه نه کوی نو بیا د دغه هیوادونو عوام ولی سره غوږونه ، زړونه ، پښی او لاسونه سره نه شریکوو چه دغه غلام حکومتونه لیری او په ځای یی یو اسلامی حکومت رامنځته او د امریکا په شان د اسیا اضلاع اسلامی ولی نه رامنځته کوو؟ چه په دغه صورت که به مو ګټه نه یواځی اسلامی نړی بلکه ټول مظلوم بشریت ته به مو خیر ورسیږی او د خپلواکی بیرغونه به هر چیری په اهتزاز راشی په ټوله نړی کی به دسولی او هوساینی پسرلی رانوی شی د وسلو او اتومی او ذروی وسلو په ځای به په کرنه ، مالداری ، روغتیا او نور ساینس او تکنالوجی کی بودیجه خرڅ کړو او د انسانانو تر منځ به اوسنی وحشت او حیوانت په رشتینی انسانیت ، ورور ولی او خواخوږی بدل شی   او هم  به زمونږ نظامی ، سیاسی او ټولینیز جوړشت پیا وری شی . امریکا او ناتو ځکه  قوت لری څکه چه سره په اتحاد اواعتلاف کی دی.

مونږ کله هم وانه اوریدل چه د انګلیستان او فرانسی تر منځ  او یا نورو تر منځ دی د خاوری د نیولو او رانیولو په هکله تضادونه اوجنګونه  شتون ولری ، حتی په مستعمرو هیوادونو  کی خپلی شومی مادی ګټی په دآسی مرموزه ډول ویشی چه څوک پری نه پوهیږی.

 مونږ د دی په ځای چه د استعماری هیوادونو په عملی بڼه کی دشمنی ( چه زمونږ په  لیارو اوسرکونو کی یی ټانکونه او هوا کی  الوتکی ګرځی ) ته دشمنی ووایو  ایران ، پاکستان ، تاجکستان ، ترکمنستان او نور اسلامی هیوادونه اولنی او اصلی دشمنان ګڼو ؟ دا هم د استعمار  د شیطانی پلانو او منظمو تدابیرو له مخی ده  دهغو ځانګړی چالاکی او لاسته راوړنه ده چه زمونږ د یو شمیر  ایزمی ځوانانو په خوله  دا شعارونه اوچتیږی.

ـــ الحاج استاذ بیانزی ـــ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x