افغانستان

د ننګرهار له محبس څخه څلور اويا بنديان ازاد شول

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۵ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د ننګرهار د محبس مسئولين وايي، د ولسمشر په فرمان د دغه ولايت له محبس څخه څلور اويا تنه بنديان ازاد شول.

د ننګرهار د استناف څارنوالۍ رييس خالد احمد اوريا وايي، دغه بنديان د ولسمشر د ۱۶۸ګڼه فرمان له مخې د ميلاد النبي صلی الله عليه وسلم په مناسبت له زندانه خوشې شوي دي.

زياتوي، په ازاد کړل شويو بنديانو کې دوه مېرمنې هم شاملې دي.

دغه راز ښاغلی اوريا وايي، د دېرشو هغو جنايي بنديانو چې له يو تر پنځو کلونو يې د بند موده وه پکې کمښت راغلی دی.

د بنديانو د ازادۍ په غونډه کې چارواکو له بنديانو غوښتنه وکړه، چې د بيا ځل لپاره خپله هم ځانونه له جرمونو وژغوري او نور خلک هم ترې منع کړي.

د ننګرهار د محبس مدير سمونوال عبدالولي حصارکي له چارواکو د سل جريبه ځمکې غوښتنه وکړه، څو پکې نوی محبس جوړ کړي.

اوس مهال د ننګرهار په محبس کې د دوه څلوېښت مېرمنو په ګډون ۱۸۰۴ تنه بنديان دي.

وخت ناوخت د هېواد له يو شمېر زندانونو څخه د ولسمشر په فرمانونو جنايي بنديان ازادېږي خو لا هم د پلچرخي په ګډون په يو شمير نورو زندانونو کې سلګونه کسان د طالب او سياسي مخالفتونو په جرم نيول شوي، چې د سلګونو د بند مودې پوره شوي او لا هم په زندانونو کې شپې ورځې تيروي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x