دیني، سیرت او تاریخ

د نفاق تعریف

دکتور کفایت الله وردګ

یاد ګېرنه : په تېره برخه کې مو د نفاق نه د اسلافو او علماوو په وېره باندې خبرې کړې وې اود موضوع شروع مو کړې وه د هغې برخې په تعقیب .. .

په روحاني مرضونو کې هغه خطرناک مرض چې انسان ورباندې آخته کیږی هغه نفاق دی پدې بیماري چې څوک آخته شي زړه یې تور شي ، نه ورته د حرامو او حلالو څه فرق وي او نه ورته حرام حرام ښکاره کیږي ، ټول ارمان یې دنیا وي ، د مال حاصلول یې مقصد وي ، ټول عمر د هغه شي په لټون کې وي چې بالآخره هغه هم بقاء ونه لري او هغه هم فاني کېدونکی شی وي ، دنفاق بیماري چې په کوم انسان کې پیدا شي هغه د ننه داسې خوري لکه وینه (د لرګي چینجی) چې په کوم لرګي کې پیدا شي د ننه یې ختم کړي او له بهر نه تر یو څه وخته پورې جوړ او سلامت ښکاره کیږي ، د نفاق بیماري کله چې په انسان کې پیدا شي د هغه بدن د انسان بدن وي او زړه یې د شیطان وي که خبرې کوي نو هغه څه وايي چې د شیطان خوښیږي ، که کوم شي ته ګوري نو د شیطان په سترګو ورته ګوري هغه شی ورته په سترګو کې ډېر ښکلی ښکاره کیږي چې د شیطان خوښیږي او هغه شي ته له کتلو هېڅ خوند نشي اخیستلی چې د شیطان نه خوښیږي ، کله چې په کوم شي کې فکر هم کوي شیطان یې هغه فکر پداسې توګه مهار کوي چې له هغه شي نه خوند اخلي چې په کوم سره شیطان خوشحالیږي او د هغه شیانو په اړه بالکل فکر نه کوي چې په هغې سره شیطان خفه کیږي.

د نفاق بیماري کله چې په مسلمان باندې ولګیږي نو مکمل یې بدل کړي هغه بیا له مسلمانانو څخه کرکه کوي او د کفارو عادتونه ، ژوند او کړه وړه ورته ښه ښکاره کیږي ، مسلمانان چې ټول سره وروڼه دي نو نفاق مرض دا وروڼه سره لرې کړي او کافر چې د هر مسلمان لپاره دښمن دی هغه انسان ته ور نېږدې کړي ، له مسلمانانو سره یې همدردي ختمه شي او په کفارو سره یې زړه بدیږي ، که په مسلمانانو هر ډول ظلم کیږي نو دده ورباندې پروا نه وي او که په کفارو باندې څه کیږي نو دی وایي لږ تر لږه انسانان خو دي دا ظلم باید ورباندې نه وای شوی .

د نفاق بیماري چې په انسان کې پیدا شي هغه ته بیا اسلام ټوکې ، ریشخند او مسخرې ښکاره کیږي او د کفارو هرشی بیا ورته ترقي ، تمدن او پر مخ تلل ښکاره کیږي .

د مسلمانانو لپاره منافق تر یهود او نصاراوو څخه ډېر خطرناک دی مثال یې داسې دی لکه د چا د کورني په غړیو کې چې یو څوک پیدا شي هغه دده لپاره په زړه کې دښمني ساتي دا کس د انسان لپاره له هغه دښمن څخه ډېر خطرناک وی چې دده له کور څخه بهر وي او په ښکاره ورسره دښمني کوي .

منافقین د مسلمانانو سره خیانت کوونکي وي ، د مؤمنانو لپاره په زړه کې شر ګرځوي ، کله چې د مسلمانانو لپاره کوم د خوشحالی خبر وي له مسلمانانو سره په ښکاره خاندي او د ننه سوزیږي ، که د کفارو سره وی او د هغوی لپاره د خوشحالی خبر وي له هغوی سره له زړه خاندي ، خوشحالی ورسره کوي ، د مسلمانانو په خوشحالیو نه خوشحالیږي او د کفارو په اخترونو او د خوشحالیو په ورځو کې تر کفارو ډېر خوشحال وي ، لمانځي یې ، تیاری ورته کوي ، انتظار یې وباسي .

په لاندې یو څو کرښو کې د نفاق په اړه خپل لوستونکي ته یو لنډ بحث په لاندې نکتو کې ډالۍ کوم :

د نفاق تعریف

د نفاق قسمونه

د نفاق خطر

د نفاق نښې او صفتونه

د نفاق تعریف :

نفاق په لغت کې:

نفاق د عربی ژبې ټکی دی له النافقاء څخه اخیستل شوی دی د دښتی موږک د سوري (ځالې) دوه لارې وي یوه پټه لاره وي هغه ته نافقاء ویل کیږي کله چې په دښتی موږک باندې څه عاجل وخت راشي له هغه نه تېښته کوي او له همدې ټکی څخه نفاق ټکی اخیستل شوی دی .

په اصطلاح کې نفاق دېته ویل کیږي چې څوک قولا او عملاً اسلام ښکاره کړي او په پټه کافر وي هغه کس چې په ښکاره سره اسلام ښکاره کړي او په پټه کې کفري عقیده ولري هغه کس ته منافق ویل کیږي ، یا هغه کس چې په ښکاره کې ځان نېک عمل ښکاره کوي او په پټه کې بد عمل وي هغه ته منافق ویل کیږي .

نفاق په دوه ډوله دی :

النفاق الاکبر (لوی نفاق)

هغه دادی چې انسان په الله تعالی ، ملائکو ، کتابونو او رسولانو باندې ایمان ښکاره کړي او په باطن کې داسې عقیده ولري چې ددې سره ټکر وي همدا هغه نفاق دی چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کې به موجود وو او همدا هغه کسان وو چې الله تعالی ورته په قرآن کریم کې د سخت اور سزا یاده کړې ده او دوی ته یې کافران ویلي دي ځکه دوی کفار دي ، صرف په خوله باندې د مسلمانانو د خوشحاله کولو لپاره اسلام ښکاره کوي او صرف په ظاهر کې ځان مسلمانان ښکاره کوي .

ددې ډول نفاق حکم دادی چې دا کس په مکمله توګه له اسلام څخه خارج دی او په آخرت کې به همېشه به اور کې وي او د دوزخ په ښکتنۍ طبقه کې به وي .

امام بغوی رحمه الله فرمايي کفر په څلور ډوله دی :

د انکار کفر
د جحود کفر
د عناد کفر
د نفاق کفر

۱. د انکار کفر هغه کفر دی چې څوک بالکل د الله په وجود اقرار ونه کوي او له هر څه مکمل انکار کوي .

۲. د جحود کفر دادی چې یو څوک په زړه کې پدې قائل وي چې الله تعالی موجود دی او هغه زمونږ خالق دی لکن په ژبه ورباندې اقرار نه کوي او نه یې مني لکه د ابلیس علیه اللعنة کفر یا د یهودو کفر الله تعالی په قرآن کریم کې د هغوی په اړه فرمایی چې دوی پدې ښه پوهېدل چې اسلام حق دین دی او رسول الله صلی الله علیه وسلم یې په هغه علامو پېژندلو چې دوی ته په تورات کې راغلې وې لکن بیا یې هم ورڅخه انکار کاوه .

۳. د عناد کفر دېته ویل کیږي چې یو څوک په زړه کې هم پوهیږي چې الله تعالی موجود او زمونږ خالق دی او په ژبه هم اقرار کوي چې اسلام حق دین دی لکن بیا یې هم د کوم ضد له امله نه مني لکه د مکې په مشرکانو کې اکثر همداسې خلک وو هغوی به ویل چې زه پوهېږم چې دا حق دین دی خو زه یې ځکه نشم منلی چې بیا به خلک راته پېغور راکوي چې د خپلو پلرونو دین یې پرېښود .

۴. د نفاق کفر دادی چې انسان په ژبه باندې ځان مسلمان ښکاره کوي او په زړه کې اسلامي عقیده ونلري دا څلور واړه کفرونه پدې کې سره یو شان دی چې دا هر یو چا له ځانه سره یوړو هغه به همېشه په اور کې وي .

… نور بیا ان شاء الله

زما د بحث مراجع:

قرآن کریم
صحاح الستة
مسند الامام احمد بن حنبل رحمه الله
کابلی تفسیر (د آیتونو ټولې ترجمې له همدې څخه دي) .
فتح الباري
طریق الهجرتین
مدارج السالکین
الوابل الطیب
جامع العلوم و الحکم
احیاء علوم الدین

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x