نظــر

افغانان او ټرمپ ته د مډال استولو شرمونکې موضوع

لیکوال : عارف عاصم

رسنیو راپورنه خپاره کړل چې په لوګر کې د اربکیانو د مشر فرهاد اکبري لخوا ټرمپ ته مډال لیږل شوی چې بې شکه دا کرغیړن عمل دافغانانو په نمايندګي نه دی ترسره شوی بلکې د امریکايي غلامانو کار دی.

لکه نور هیواد د لوګر کفر ځپونکې خاوره هم له تیرو څلورو لسیزو د اشغالګرو په ضد د شدیدو جګړو او معرکو ګرم میدان پاتې شوی دی.

په تیرو ۱۶ کالونو کې د لوګر ولایت یو له هغو ولایتونو څخه وو چې امریکايي اشغالګرو په کې خورا ډير درانه تلفات لیدلي او سخت ځپل شوي دي.

د لوګر د اربکیانو له خوا ټرمپ ته ډالۍ شوی مډال

د لوګر ولس متدین او په اسلام او هیواد مین ولس دي، خو په دې اشغال ضد خاوره کې یو شمیر مفسد غلامان هم ژوند کوي چې په هيڅ ډول هم د لوګر د ویاړلي ولس استازيتوب نشي کولای.

تیره ورځ غربپالو رسنیو ګرم راپورونه خپاره کړل چې د لوګر خلکو د اشغالګر هیواد امریکا مشر ټرمپ ته د (شجاعت!!؟) مډال استولی دی.

له معلوماتو وروسته ښکاره شوه چې دغه مډال په لوګر کې د اربکي سازۍ پروسۍ لومړني متصدي او اربکي قومندان فرهاد اکبري د څو تنو نورو اربکیانو په مرسته جوړ کړی او په کابل کې يې د امریکا سفارت ته ورکړی دی.

د شریرو اربکیانو کړنې او اعمال په هيڅ ډول د افغان مسلمان او غیرتي ولس نماینده ګي نشي کولای، اربکیان د امریکايي جنرال پيټرويس لخوا طرحه شوي پديده ده چې د روان جهاد په مقابل کې د اوباما په وخت کې تشکیل او فعاله شوه.

په لوګر ولایت کې همدې فرهاد اکبري په نامه کس څو نور غله، اوباشان او لوټمار راټول کړل، له امریکایانو څخه يې پيسې واخیستې او د اربکیانو په نامه يې کار شروع کړ.

له لږ مودې وروسته د دغې اربکي شریرې پديدې په وړاندې په لوګر کې هم لکه د هیواد په نورو برخو کې د مجاهدینو سخت ګوزارونه پيل شول چې ګڼ کسان يې ترې ووژل.

اوس د دغه اربکي لخوا خپل بادار ټرمپ ته میډالونه لیږل په هيڅ ډول د افغان غیرتي او مسلمان ولس استاز ولي نشي کولای اونه هم ټرمپ په داسې جعلي ميډالونو ريښتیا شجاع کیدلي شي، هغه چا چې په تیرو ۱۶ کالوکې د مجاهدو افغانانو سره په مقابله کې ماتې خوړلی د شجاع خطاب ورته کول که د هرچا لخوا وی ستر حماقت دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Karwan

عاصم وروره خپل سلامونه او احترامات تاسوته وړاندي کوم. هو دغه کرغيړنه پديده هيځ وخت د افغانستان دمسلمان ولس نمايندګي نشي کولي، څکه دوي نه تنها غلامان بلکي بيدينه هم دي. دغه دلوګر د کلنګار دمنطقي بعضي اوسيدونکي مخکي له دي هم په غلاوه، چور، سړي تښتوني او وژني مشهور ول او دشاوخوا دمنطقي خلک ئي ښه پيژني. دوي نشي کولي په دي کرغيړن عمل سره دلوګر مددين اوباشجاعته ولسونه بدنان ګړي. هلته ددين او دوطن دازادي لپاره هر کور شهيدان ورکړي. وائي ميژي چه وزرونه وکړي نو ورکيږي. ددغو ظالمانو شپي او ورځي رانږديشوي دي او بيا به ورسره… نور لوستل »

عبدالقدیر مهمند

هموطنان عزیز، مدال طلا این قدر عیب و مهم نیست این اراذل و مخصوصاً جهاد فروشها، ناموس فروشها، دین فروشها، وطن فروشها………………………….. در افغانستان حقایق باید افشاء گردد!

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x