ورزش

د ۲۰۱۹ نړیوال جام لپاره د غوراوي لوبو مهالویش اعلان شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۵ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د کرېکټ نړیوالې شورا له خوا د ۲۰۱۹ کال یو ورځنۍ لوبو نړیوال جام ته د غواروي پړاو مهالویش اعلان شو، چې د مارچ میاشت په زمبابوی هېواد کې ترسره کیږي.

د غوراوي لپاره لس لوبډلې وړاندې شوي چې په دوه ګروپونو ویشل شوې دي، چې له دې لسو لوبډلو څخه به یوازې دوه لوبډلې نړیوالو اتلولیو ته لار موندلی شي.

دغه لوبې به د مارچ میاشتې له ۴مې نېټې څخه پېل او تر ۲۵مې نیټې پورې به دوام وکړي، او هغه دوه لوبډلې چې پایلوبې ته لار مومي د نړیوال جام لوبېدو حق لري.

دوه ځل نړیوال جام ګټونکې لوبډله «ویسټ انډیز» په لومړي ځل د غوراوي لوبډلو سره یو ځای شوې ده چې په ګروپ A کې شامله ده، د سیالۍ ګروپونه په لاندې ډول ویشل شوي:

ګروپ A: ویسټ انډیز، آیرلینډ، هالینډ، پاپوا نیو ګینیا او د کرېکټ نړیوالې شورا د دوهم ډویژن ګټونکی هېواد دی چې تر اوسه ښکاره نه دی.

ګروپ B: زمبابوې، افغانستان، سکاټلینډ او د کرېکټ نړیوالې شورا دوهم ډویژن د پایلوبې بایلونکی شاملیږي.

هره لوبډله به ګروپ کې له مخالف لوبډلې سره یوه یوه لوبه کوي، چې د سر درې لوبډلې به یې دوهم پړاو ته لار مومي.

افغانستان به خپله لومړی لوبډله د سکاټلینډ په وړاندې د مارچ په ۴مه نېټه ترسره کوي چې دوهمه لوبه به زمبابوې سره لري، او همدارنګه د سیالۍ پایلوبه به د مارچ په ۲۵مه نېټه ترسره کیږي.

د یادونې وړ ده چې افغانستان په لومړي ځل د ۲۰۱۵ یو ورځنۍ لوبو نړیوال جام ته لار موندلې وه، چې په کې يې د سکاټلینډ لوبډلې څخه سیالۍ هم ګټلې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x