د قطر امیر د سیمه يیزو موضوعاتو د څېړلو په موخه ترکيې ته تللی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۵ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د قطر امير شيخ تمیم بن حمد آل ثاني د ترکيې پلازمېنې انقرې ته رسېدلی او هلته به د يو شمېر سيمه‌ ییزو موضوعاتو په اړه د ترکيې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره خبرې وکړي.

د يادونې وړ ده، چې د ترکيې او قطر اړيکې په سيمه کې ډېرې فعالې دي، په ګڼو قضيو کې يو ډول نظرونه لري او د سعودي په مشرۍ د محاصره کوونکو هېوادونو په اړه هم ترکيې د قطر ملاتړ کړی دی.

ترکيې همدارنګه د قطر او سعودي ترمنځ د روان خليجي کړکېچ په اړه د کويټ د امیر شيح صباح احمد د منځګړيتوب او هڅو ملاتړ کړی او په خپله يې هم له سعودي غوښتي، چې په عربي او اسلامي نړۍ کې د خپل حیثيت له مخې له قطر سره شته جنجالونه له سوله ییزې لارې پای ته ورسوي.

ترکيه او قطر له ۲۰۱۴ کال راهيسې ګډ پوځي تړونونه لري او د سعودي په مشرۍ د خليجي هېوادونو له قطر سره د روغې جوړې لپاره يو شرط هم دا بولي، چې د ترکيې پوځيان دې له قطر څخه ووځي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د