بلوچستان کې پنځه امنيتي ځواکونه وژل شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۵ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د بلوچستان کيچ ولسوالۍ کې پر امنيتي ځواکونو وسله وال بريد کې پنځه امنيتي سرتيري وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.

پاکستاني رسنيو د ځايي چارواکو له خولې ليکلي، چې د کيچ ولسوالۍ په شاپوک سیمه کې نا معلومو وسله والو د امنيتي ځواکونو پر موټر بريد وکړ، چې له امله يې موټر چپه شو، پنځه پوځيان په کې وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.

 د چارواکو په وينا د پېښې ځای کې ته ګڼ شمېر امنيتي سرتيري رسېدلي او د مشکوکو بريدګرو لټون يې پيل کړی دی.

 د پېښې مسؤوليت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی، خو په بلوچستان کې پر امنيتي سرتېرو او نورو دولتي ودانيو بريدونه يو ځل بيا زيات شوي دي.

د راپورونو تر مخه ډېری دغه بريدونه پاکستاني طالبان او د بلوچستان بېلتونپالې ډلې کوي او حکومت هم ادعا کړې، چې په وسله‌ والو بريدونو او چاودنو کې سلګونه ککړ کسان يې نيولي دي.

پاکستاني چارواکي تور پورې کوي، چې په ډېری دغو بريدونو کې د هندي استخباراتو «را» لاس دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د