افغانستان

نيکلسن: کابل تر سخت بريد لاندې دی- غني موږ محاصره يو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۶ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د امریکا سي بي اس ټلويزيون د افغانستان او په ځانګړې توګه د پلازمېنې کابل امنيتي وضعيت په اړه په دې هیواد کې د امریکايي پوځيانو له مشر قومندان جنرال جان نيکلسن او د ګډ حکومت مشر اشرف غني سره په مرکو کې د روانې جګړې په اړه خبرې کړي او نن ټکی اسيا يې مهم ټکي له خپلو لوستونکو سره شريکوي.

خبرياله (لارا لوګن) لیکي چې طالبانو امریکايي پوځیان له ځمکې هوا ته پورته کړي، د طالبانو له ډاره امریکايي پوځیان پنځه دقیقې هم په موټر کې او پیاده مزل نه شي کولی او اړ دي چې په الوتکو او چورلکو کې تګ راتګ کوي.

هغې د جنرال نیکلسن له قوله ویلي چې پلازمینه کابل له سختو امنیتي ګواښونو سره مخ ده او ولسمشر غني منلې، چې کابل د طالبانو له لوري کلابند دی.

جنرال نيکلسن وايي، چې پلازمېنه د سخت دښمن له بريدونو سره مخ ده، خو دا نه مني، چې کابل ښار محاصره دی. راپور زیاتوي چې امریکايي ډیپلوماتان او عسکر په سړک نه شي ګرځیدی او له هوايي ډګر څخه تر امریکايي اډې پورې څو کیلومتره لار په موټر کې نه شي طی کولی او د چورلکو په واسطه تګ راتګ کوي.

خبریاله چې تازه یې افغانستان ته سفر کړی، وايي چې د کابل په هوايي ډګر کې ګڼې چورلکې دې ته ځانګړې شوي چې امریکايي ډیپلوماټان له سفارت او پوځي اډو څخه هوايي ډګر ته ولیږدوي راولیږدوي.

لارا لوګن زیاتوي، مونږ چې په هوايي ډګر کې په کومه چورلکه کې سپاره شوو، دا یې لسم پرواز و، لاندې د هوايي ډګر سړک معلومید، چې څو کاله مخکې به پرې امریکايي کاروانونو په منظم ډول تګ راتګ کاوه. خو اوس یوازې د چورلکې له کړکۍ څخه د کابل ښار ننداره ممکنه ده.

خبریالې په همدې اړه له جنرال نیکلسن څخه پوښتنه کړې، چې که امریکايي ځواکونه دوه میله لار په موټر کې نه شي وهلی نو دا په څه رقم جګړه کې راښکیل دي؟

جان نیکلسن یې په ځواب کې وویل چې په هیواد کې جګړه ده او پلازمینه د یو سخت دښمن تر برید لاندې ده. موږ د خپلو ځواکونو د ژغورنې لپاره هر ممکن ګام پورته کړی دی، خو…

لارا لوګن (خبریاله): خو تاسو په سړکونو تګ راتګ نه شئ کولی.

جنرال نیکلسن: د خپلو عسکرو د ژوند ساتنه موږ ته تر بل هرڅه زیات ارزښت لري. احتیاط په دې کې دی چې موږ د ځمکنۍ لارې پرځای د هوا له لارې تګ راتګ وکړو.

لارا لوګن: په پوځي لحاظ دغه حالت «محاصره» بلل کیږي.

جان نیکلسن: زه موافق نه یم. دا زموږ اخلاقي وجیبه ده چې د خپلو عسکرو او خلکو مصونیت په پام کې ونیسو. دا کومه لرې پرته سیمه نه ده، پلازمینه ده. کله چې امریکایان په لومړي سر کې دلته راغلل د وګړو شمېر یې پنځه سوه زره و، خو اوس تر پنځه میلونه زیات نفوس لري، دلته کډوال، کاریګر او ترهګر اوسیږي، په کابل ښار د خلکو سیلاب راغلی.

د خبریالې په وینا، جان نیکلسن په دې څرګندونو غوښتل وښيي چې دا ښار څومره له امنیتي ګواښونو سره مخ دی.

هغه وویل: یو انتحاري دلته راځي، خپل ځان وژني. هغه د خپل راتلونکي پروا نه ساتي. د افغان ځواکونو په پرتله ډیر په اسانۍ خپل هدف ته ځان رسوي.

خبریاله (لارا لوګن) په خپل سفر کې د ارګ ولسمشریزې ماڼۍ ته هم ورغلې او له اشرف غني سره یې مرکه کړې.

لارا لوګن وايي، د ارګ ماڼۍ له یوې پیړۍ راهیسې د کابل په زړه کې موقعیت لري. موږ درې کاله مخکې هم کابل ته سفر کړی و، خو اوس د دې ماڼۍ دیوالونه د پخوا په پرتله ډیر دنګ او پیړ شوي. ځيني سړکونه چې پخوا پرې موږ تیر شوي وو اوس یې پخوانۍ نقشه د سیمټي موانعو له امله بدله شوې.

لارا لوګن همدا پوښتنه د ګډ حکومت له اشرف غني څخه داسې مطرح کړې: د ښار یو شمېر سیمې هیڅ پیژندل کیږي نه. دلته څه کیسه پیښه شوې؟

اشرف غني: د دښمنانو په خلاف جګړه، د ولس په خلاف جګړې باندې بدله شوې.

لورا لوګن: د خلکو ساتنه په امنیتي دیوالونو کوئ؟

اشرف غني: په هیواد کې ۲۱ نړیوالې ترهګرې ډلې فعالې دي. لسګونه انتحاریان هیواد ته رالیږل شوي. د انتحاریانو د تولید فابریکې دي. مونږ تر محاصرې لاندې یو.

لورا لوګن: تاسو چې په پلازمینه کې امنیت نه شئ ټینګولی نو په پاتې هیواد کې به څرنګه امنیت راولئ؟

اشرف غني: ته ما ته ځواب راکړه. ایا په نیویارک کې د برید مخنیوی ممکن دی؟ ایا په لندن کې د برید مخه نیولی شې؟

لورا لوګن: خبره د یوه برید نه ده. ګڼ بریدونه ستاسو د دروازې تر درشله راورسیدل او د ماڼۍ کړکۍ مو په یوې چاودنه کې بیخه راووتې.

اشرف غني: نو ته څه غواړې؟ ستا بدیل څه دی، آغلې؟

لورا لوګن: ستا بدیل څه دی؟

اشرف غني: بدیل دا دی چې ستونزه حل شي.

لورا لوګن: ستا عسکرو او پولیسو ته درانه تلفات اوړي. تر کله به وژل کیږي؟

اشرف غني: تر هغه وخته چې مونږ افغانستان کې امنیت راولو.

لورا لوګن: دا امنیت به کله راولئ؟ څومره نور وخت غواړئ؟

اشرف غني: په هرڅومره وخت کې چې امنیت راځي. آن که نسلونو ته هم خبره وغځیږي.

لورا لوګن: خو امریکايان به تر نسلونو پورې دلته میشت نه وي.

اشرف غني: موږ به تر نسلونو پورې پاتې یو. موږ په خپلو جګړو کې بل چا ته اړتیا نه لرو.

لورا لوګن: د افغانستان خلک وايي، که امریکایان خپل ځواکونه وباسي، ستا حکومت به په درې ورځو کې رانسکور شي.

اشرف غني: د بودیجې له لحاظه دا خبره کاملا سمه ده. که د امریکایانو کومک او امکانات نه وي، مونږ خپل ځواکونه شپږ میاشتې هم نه شو ساتلی.

لورا لوګن: ایا ستا مطلب دا دی چې د امریکایانو له ملاتړ پرته ستا ځواکونه شپږ میاشتې هم دوام نه شي کولی؟
اشرف غني: هو. ځکه چې مونږ پیسې نه لرو.

خبریالې (لورا لوګن) ته جنرال نیکلسن باور څرګند کړی چې د امریکا د نوې ستراتیژۍ په مټ به روانې جګړې ته د پای ټکی کیږدي. خو د خبریالې په وینا، دا هغه څه دي چې موږ د پخوانیو امریکايي قومندانانو څخه هم ډیر اوریدلي دي.

لورا لوګن له جنرال نیکلسن څخه پوښتي: ایا فکر کوې چې ټولې اړتیاوې دې پوره دي؟

جان نیکلسن: هو، په نوې پالیسۍ کې په همدې باور یم.

لورا لوګن: ایا دا پالیسي هر څه ده؟ یعنې بل هیڅ شي ته اړتیا نشته؟ دا پالیسي به جګړه وګټي؟

جان نیکلسن: هو، د دې پالیسۍ په واسطه لوبه پای ته رسیږي. د دې پالیسۍ په مټ بریا ګټل کیدی شي.

لورا لوګن: په ۱۶ کلونو کې هیڅ طالب مشر له القاعده سره پریکون اعلان نه دی کړی او د افغانستان اساسي قانون ته یې غاږه نه ده ايښې. حتی یو کس هم داسې کار نه دی کړی.

جان نیکلسن: ښکاره به دا کار نه وي شوی، خو په غیر اعلاني ډول داسې پیښې شته.

لورا لوګن: ولې طالبان تر اوسه د مذاکراتو میز ته نه دي حاضر شوي؟

جان نیکلسن: زما په باور، طالبان فکر کوي چې جګړه ګټلی شي. هغوی په دې باور دي چې امریکا د بریا اراده بایللې. که ستا دښمن د خپلو ځواکونو د ایستلو نیټه اعلان کړه، نو بیا ته مذاکراتو ته څه اړتیا لرې؟

لورا لوګن: امریکايي ولس وايي، موږ طالبانو ته ماتې نه شو ورکولی، ځکه ورسره مذاکرات کوو او په حکومت یې راګډوو.

جان نیکلسن: نه، موږ یې ښه سم وژنو. یا به وسله پر ځمکه ږدي او عام ژوند به اختیاروي او یا به وژل کیږي.

لورا لوګن: ډیر امریکایان په دې نظر دي، چې موږ ۱۶ کاله په افغانستان کې تیر کړل، دا کافي وخت دی. همدومره بس دی. مونږ باید نور خپل هیواد ته راستانه شو.

جان نیکلسن: په تیرو ۱۶ کلونو کې زموږ هیواد له برید څخه ساتل شوی. دغه امریکایان چې دا خبره کوي، په دې موده کې پرې له افغانستان څخه برید نه دی شوی.

لورا لوګن: ډیر خلک دا نه مني چې ترهګر به ورپسې له افغانستان څخه د برید لپاره راځي..

جان نیکلسن: موږ باید ایډیالوژي له مینځه یوسو… خو ناکامي به مو په ډیر دروند قیمت راته تمامه شي.

که څه هم جنرال جان نیکلسن ډاډ څرګندوي چې په دوه کلونو کې به ډیر لوی بدلونونه رامنځته کړي، خو د سي بي اس تلویزون خبریاله (لورا لوګن) د خپل راپور په پای کې لیکي:

«په یو داسې ښار کې، چې دښمن امریکايي ځواکونه له سړکونو څخه اسمان ته پورته کړي دي [له ډاره یې په سړکونو نه شي ګرځیدی او هوايي تګ راتګ کوي]، دا به ډیره سخته وي چې د نیکلسن څرګندونې ومنل شي».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اقبال

ای د افغانستان خلکو تاسی د جنرال نیکلسن دی جملی ته زیر شی چه وایی [[[[ مونږ باید ایدیالوژی له منځه یوسو ]]]] اد هغه او د هغوی په نزد اسلام هم ایدیالوژی ده سره د دی چه اسلام ایدیالوژی نه ده مګر هغوی سکولریستان او کمونستان ټولو ادیانو ته کلچر او ایدیا لوژی وایی ، له اصل موضع به نه لیری وځم که اسلام د نیکلسن په فکر ایدیالوژی ومنو ، نو نیکلسن په شکاره او به ډاګه ویلی چه مونږ باید ایدیالوژی یعنی اسلام له منځه یوسو لکه اروپا او امریکا کی چه یی عیسویت ا ویهودیت له… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x