نظــر

پاکستان ولې د قطر بهیر ته ستونزې راولاړوي؟

په قطر خلیجي هېواد کې د طالبانو د سیاسي کمېسیون د مشرانو شتون خبر داسې مهال د خبرونو سرټکی شو چې د دې ډلې مسئول غړي له خپلو کورنیو سره دې هېواد ته رسېدلي وو. د دوی د شتون او هلته د خوندي رسېدو خبر د ۲۰۱۲م کال د جنورۍ په میاشت کې رسنیو ته راووت. طالبانو پاکستان او افغان حکومت د یوه ترسره شوي کار سره مخ کړل. نه افغان حکومت او نه هم پاکستان ته بله لار پاتې نه وه.

 خبره له خبرې تېره وه. پاکستان په لومړني غبرګون کې محتاط و؛ خو ایا پر پاکستان دا ښه لګېدلې وه چې طالبان دې هلته لرې په قطر کې د دوی له نظارت، مشورې او په اصطلاح همکارۍ پرته خپله لانجه د قضيې له اصلي لوري سره مخامخ او نېغ په نېغه حل و فصل کړي؟؟

افغان حکومت خو له پیله په ځان پوه نه شو. ولسمشر جنوني دریځ ونیو. کرزی خو نو ټولو ته معلوم دی، اسمان یې راکښته کړ چې دا خو نو طالبانو ته مشروعیت ورکول دي، دا دي او هغه دي. د پاکستانیانو عقل خو طبیعي ده نسبت کرزي لږ زیات دی، هغوی پوه شول چې اوس د یوه ترسره شوي کار په مقابل کې هېڅ نه شي کولای.

پاکستان د حسن نیت هڅې پیل کړې. د وخت صدر اعظم، ګیلاني، د بهرنیو چارو وزیره، حنا رباني او د څارګرې ادارې مشر، جنرال پاشا…دې درېواړو لوړپوړو چارواکو د قطر سفرونه وکړل. ملا فضل الرحمن، هم له دوی شاته نه شو. خو د باوري سرچینو په خبره، چې طالب مرکچیانو یوازې جنرال پاشا سره یو تریخ ملاقات لرلی و او دا نورو ټولو سره يې لیدنه رد کړې وه.

قطر بهیر ولې پاکستان ته مهم دی؟؟

په افغانستان کې د طالبانو پر مټ نننی جهاد کې بې له شکه د پاکستان سیاسي ګټې خوندي دي. که څه هم طالبان د پاکستان د زړه ټوټې نه دي. خو پاکستان تر دې چې افغانستان کې د امریکایانو دایمي پوځي اډې وي، دلته د هند پراخ شتون وي، ویل کېږي چې له امریکايي شتونه په ګټې اسراییلي شتون هم شته او داسې نور…دا هغه لاملونه دي چې پاکستان یې سخت نارامه کړی دی او د طالبانو جهاد په خپله ګټه بولي.

نو دلته که طالبان دا نظام چلنجوي او که بل هر څوک، پاکستان ورته خوشالېږي. له بلې خوا افغان طالبان هم له پاکستانه خوشاله زړه نه لري. دا پاکستان و، چې تر بل هر چا وړاندې يې د طالبانو پر ضد امریکا ته نظامي اډې ورکړې. دا پاکستان و، چې د طالبان ډېر ملګري، حتا د افغانستان د وخت د سفیر په ګډون، ملا عبدالسلام ضعیف په ګډون یې د ډالرو په بدل کې پر امریکایانو خرڅ کړل.

دا نو هغې ناکردې وې، چې هېڅ طالب یې هېرولو ته تیار نه دی؛ خو نن د هوښیارۍ او سیاست تقاضا دا ده چې دا خبرې څنډې ته کړي.
طالبان له سقوط وروسته تر ۲۰۱۲ پورې په نړۍ کې د یوې ملېشیايي-جنګي ډلې په توګه پېژندل کېدل. په هر نړیوال، سیمه ییز او د کابل په فورم کې د دوی په استازیتوب پاکستان د خبرو سینه ډبولې وه.

دا د پاکستان منافقتونه وو چې امریکا يې پر دې قانع کړې وه چې طالبان تاسو سره د خبرو وړتیا نه لري. هغوی جنګي ډله دي چې یوازې د جګړې په ډګر کې موثریت لري. که غواړې دې ډلې سره خبرې وکړئ، یا کوم پیغام ورته لرئ؛ نو دا کار تر بل هر چا موږ ښه کولای شو. له یوې خوا پاکستان دا کول. له بلې خوا یې پر هغو طالبانو فشارونه زیات کړل، چې پاکستان کې اوسېدل.

د پخواني دفاع وزیر، ملا عبیدالله اخوند او د استاد یاسر په څېر د طالبانو لوړ پوړي چارواکي يې شهيدان کړل. دا احتمال هم شته چې استاد یاسر شاید تر بل هر مقامه د پاکستان پر دې منافقانه سیاستونو پوه وو او مخالفت یې کاوه. په دغسې یوه حالت کې د طالبانو د سیاسي کمېسوین رئیس، ملا سید طیب آغا د جرمنیانو په منځګړیتوب په ۲۰۱۱ کال جرمني کې له امریکايي استازو سره وکتل. ښاغلي طیب آغا امریکایانو ته څرګند پیغام درلود، چې موږ په جګړه کې د جګړې خلک، او دیپلوماسۍ کې د مرکې او خبرو خلک هم لرو. امریکایانو ته هم نسبت دې ته چې پاکستان دې –چې یوې خواته هم رښتینې نه دی- د دوی ترمنځ د مطلب لرونکي منځګړي رول ولوبوي، په خپله طالبان ښه دي. پاکستان امریکایان هم پوزې ته راوستي وو. دا نو وروسته له کلونو غږونو او هڅو، له سقوط وروسته لومړی وار و، چې دوه دښمنان مخامخ یو بل ویني. امریکایانو د طالبان دا غوښتنه ومنله، چې قطر کې به د خبرو اترو په موخه یو سیاسي دفتر پرانیزي. داسې دفتر –چې د دفتر له بڼې هم داسې ښکاري- چې د یوې دیپلوماتیکې نمایندګۍ ټول مصوونیتونه او امتیازات ولري او همداسې دي هم. پر دفتر بېرغ وځړېد، امنیت یې د قطر په اوږو دی او طالب مرکچیان هلته بې له کوم فشاره چا سره چې چا سره غواړي ګوري او چې نه غواړي نه ګوري. حتا له جان کيري سره ملاقات ردوي. په دې اړه د قطر حکومت همکاري واقعاً د مننې او کورداني وړ ده.

پاکستان ولې قطر بهیر سره مخالفت کوي؟

تر هر څه مخکې، د قطر بهیر له پیل سره طالبان په لومړي ځل له سقوط وروسته د یوې سیاسي ډلې په توګه بیا راپورته شول، چې دې کار سره یې د پاکستان هغه معاملې، هغه د امریکا غولونې او هغه منافقتونه نور ورختم کړل، چې د دوی پر سر یې نړیوالو سره کول.

د قطر بهیر اصلاً د طالبان په حواله د پاکستان د هرې وړې او لویې معاملې او لوبې دروازې وتړلې. د امارت لوړپوړو چارواکو ځکه دا تصمیم نیولی و، چې د قطر بهیر غړو کورنۍ هم هلته قطر ته له ځانه سر یوسي چې پاکستان د هغوی له شتونه د فشار د آلې استفاده ونه کړي.

دا اوس د الجزیره انګلیسي برخې راپور ورکړی، چې د پاکستان په کوټه ښار کې د قطر دفتر د رئیس، ملا سید طیب آغا وروڼه نیولي او نامعلوم ځای ته یې له ځانه سره بېولي. د باوري سرچینو په ژبه پاکستاني حکومت لومړی دوی ته ګواښ کړی و، چې په خپله سید طیب آغا دې تر درېوو ورځو پورې اسلام اباد ته راشي کنه نو دوی به ونیسي او د ناقانونه اوسېدونکو معامله به ورسره وکړي. دا د قطر بهیر د سبوتاژ کولو لپاره د پاکستان تر ټولو وروستۍ هڅه ده.

۲۰۱۴م کال په افغانستان کې د جګړې دواړو غاړو ته حیاتي ارزښت لري. د زیات شمېر بهرنیو ځواکونو وتل او دا دی تازه په تازه د طالبانو له خوا د خیبر په نامه د نویو عملیاتو اعلان ښيي، چې هر لوری د خپل شتون او برلاسۍ اشارې ورکوي. ۲۰۱۴ کال تر وروستیو پورې قطر بهیر شاید یو ځل بیا ډېر فعال او راژوندی شي؛ ځکه امریکایان هم شاید وغواړې د ډېرو ګونګو مسئلو په اړه له طالبان سره خبرې وکړې، د هغوی موافقه یا لږ تر لږه د جګړې د مقابل لوري په توګه یې نظر له ځان سره ولري. پاکستان هم غواړي خپل رول ولري، نو ځکه غواړي قطر مېشتي تر خپل اثر لاندې راولي او په دغسې کارونو یې لاس پورې کړی.

طالبان د خپل خوځښت په دا وروستي مقاومتي کلونو کې داسې ډېرې قربانۍ ورکړي دي. اوس پاکستان په همدې هیله فکر کوي چې که د سید طیب آغا وروڼه ونیسي، نو کېدای شي ښاغلی طیب آغا مجبور شي او پاکستان ته ولاړشي؛ خو دا خبره واضحه ده چې طیب آغا کله هم دې کار ته هغه هم بیا په داسې حیاتي وخت کې تیار نه دی. د قطر بهیر په برکت اوس نور امریکا هم د طالبانو په اړه د پاکستان پر هېڅ خبرې باور نه کوي او دې ته ترجیح ورکوي چې په خپله یا نېغ په نېغه او یا هم د نورو چاینلونو له لارې د طالبانو نظر ولري. پاکستان غواړي خپله خبر یا غوښتنې پر طالبانو ورتحمیل کړي، چې طالبان به یې کله هم ونه مني. د طالبانو سیاسي کمېسیون اوس په مکمل ډول د پاکستان له اثره لرې قطر کې دی، نور نظامي چارواکي يې دلته دننه افغانستان کې دي. پاکستان ته بله لار نه ده ورپاتې، کېدای شي د کوم مشر طالبان د کورنۍ د کوم غړي په نیولو سره دا بې ګټې کوششونه وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x