fbpx

د حکمتیار صاحب ټونګې او د طالبانو ناپایه صبر

زلمی فداکار

شل کاله پوره شول چې حکمتیار د طالبانو د اسلامي تحریک په وړاندې یو اړخیز تبلیغاتي جنګ روان ساتلی، هغه وخت چې طالبان په قدرت کې و، حکمتیار ورته د انګلیس، امریکا او غربي نړۍ ګوډاګیان ویل، خو کله یې چې ولیدل طالبان د غربي نړۍ اجیران نه بلکې دښمنان دي، بیا نو حکمتیار د طالبانو  په وړاندې خپل دښمنانه ادبیات او پيغورونه هم آپډیټ کړل او د تخریب ګرو، د ایران مزدورانو او نور ډول ډول تورونه یې ورباندې ولګول.

طالبان چې له تیرو ۱۷ کلونو راهیسې له امریکایانو سره جګړه بوخت دي، په دې شل کلنه مرحله کې یې د حکمتیار په تورونو، دښمنانه خبرو او ټونګو باندې ځانونه ناګار اچولي دي او له زغم او صبر څخه کار اخلي. حکمتیار که له شمشتو څخه د طالبانو په خلاف ځانګړې مجلې او کتابونه چاپول، یا یې هم د طالبانو پلویان په کمپ کې نه پريښودل او طالبانو یې په وړاندې هیڅ عکس العمل نه ښود،د طالبانو دلیل دا و چې حکمتیار که هر څه کوي خو آخر د امریکا خلاف جهاد کې د دوی د سنګر ملګری دی.

خو کله چې حکمتیار اړخ بدل کړ او د اشرف غني حکومت ته تسلیم شو، په لغمان کې د حضور په وخت هم د حکمتیار لومړنۍ وینا په طالبانو ګوزار و، همداسې یې په ننګرهار او کابل کې هم بیا بیا په طالبانو زهرجن لفظي بریدونه وکړل او خپله یو اړخیزه دښمني یې بربنډه کړه.

حکمتیار او د ګوند غړي یې په دې وروستیو کې په داسې حال کې د طالبانو په خلاف زهرجنو تبلیغاتو او حتی دسیسو ته دوام ورکوي، چې طالبانو تراوسه دوی په خپلو نظامي اهدافو کې نه دي شامل کړي. حکمتیار چې د امریکا تر مشري لاندې ګوډاګۍ اردو ته یې د خپل حزب ګڼ کارمندان ور شامل کړل،د هیواد په شمال کې یې د طالبانو په وړاندې د جګړې او د ده په خبره د شمال د دفاع ټټر یې وواهه،په مختلفو ځایونو کې یې د اربکیانو او ځایي ملیشو د جوړولو لپاره هڅې وکړې او له امریکایي سفیر سره د پټو لیدنو کتنو له مخې یې د اشغال د تداوم لپاره هر اړخیز فعالیت ته امادګي وښوده. خو بیا هم د طالبانو اسلامي تحریک د نوموړي د دې ټولو دښمنانه کړنو  په خلاف له بشپړ زغم څخه کار واخیست او حتی یو اعلامیه یې هم د نوموړي د تورونو او پیغورونو د رد په موخه صادره نه کړه.

خو حکمتیار او د نوموړي د ګوند حزب اسلامي غړو په دې هم بسنه ونکړه او په دې وروستیو کې یې هڅې پيل کړې د طالبانو په خلاف نورې توطیې هم ترسره کړي چې یو مثال یې په ترکیه کې د طالبانو په نوم د طالبانو له دښمنانو سره مذاکرات دي. هغه مذاکرات چې طرحه یې د حزب اسلامي لخوا جوړه شوې او یوازینی هدف یې دا دی چې د طالبانو د سیاسي چارو کمیسیون او د قطر دفتر بې ارزښته کړي، د سولې او تفاهم واقعي پروسه بې اغیزې کړي او د جعلي او بې پشتوانې طالب نمایانو سره د مذاکراتو په توسط طالبانو ته سیاسي ګوزار ورکړي.

موږ نه پوهیږو چې په دا ډول طالب ضد کړنو کې د حکمتیار او حزب اسلامي ګټه څه ده؟ آیا دوی غواړي د طالبانو صبر  او زغم پیمانه کړي؟ آیا دوی غواړي چې طالبان یې په وړاندې د امریکایانو او مزدور رژیم په څیر مخامخ د جنګ اعلان وکړي او بیا یې دفاتر او غونډې هدف وګرځوي؟

آیا حکمتیار او د حزب رهبري دا فکر نه کوي چې له طالبانو سره دښمني دوی ته د ګټې په ځای زیان لري. که طالبان واقعا له حزب سره دښمني اعلان کړي، نو بیا فکر نه کوم چې حکمتیار او د حزب اعضاء یې داسې په خلاصه پښه او بې غمه غونډې او منډې وکړي لکه اوس چې د هیڅ خطر احساس نه کوي.

حکمتیار او د حزب د رهبرۍ غړي د طالبانو په وړاندې دداسې دسیسو په سازمانولو سره یوازې د هیواد په ګوټ ګوټ کې د خپل ګوند اعضاوو ته ژوند تریخوي. یوازې د هغوی د امنیتي خطر ګراف لوړوي او د یوه بل دښمن له زیاتولو پرته بله هیڅ ګټه هم ورته نلري.

موږ حکمتیار او د هغه د ګوند د رهبرۍ غړو ته مشوره ورکوو چې طالبان خورا ډیر دښمنان لري، ستاسو دښمني ښایي هغوی ته کوم جدي مشکل پیدا نه کړي. ځکه هغه د پښتو لنډۍ ده چې:

زما ښاماران له غاړې تاو دي

څه څرمښکۍ، څه یې چیچل څه یې دردونه

خو خبره دا ده چې دغه د طالبانو انتقامي حس راپارول او د دښمنۍ احساس ورکول خپله تاسو ته زیان ته رسوي. بله خبره دا چې تاسو خو کابل ته د سولې، تفاهم او جوړجاړي له شعار سره تللي واست، مګر اوس مو حرکات ټول داسې دي چې غواړئ د افغانستان د موضوع له مطرحو جهتونو سره جنجال وکړئ او له هغوی سره په ټکر کې واقع شئ.

حکمتیار او د څنګ ملګري یې باید په دې پوه شي چې د طالبانو زغم هم آخر پای لري. او که نوموړی خپل د دسیسو جوړولو او تبلیغاتي جنګ بې ګټې هڅې پای ته ونه رسوي.نو هسې نه چې بیا داسې ورځ راشي چې طالبان هم بالمقابل د ده په وړاندې د جنګ اعلان وکړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د