افغانستان

سوداګرۍ وزارت: اوس هم ۹۱ سلنه توکي له بهرنیو هېوادونو واردوو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۶ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د سوداګرۍ وزارت ویاند مسافر قوقندي وايي، اوس هم د افغانستان صادرات صفر دي او له څو محدود توکو پرته نور ټول د اړتیا وړ توکي له بهرنیو هېوادونو واردوي.

د ده په خبره، د صادراتو او وارداتو دغه نا انډولي اوس هم روانه ده؛ خو له تېر کال راهیسې یې په صادراتو کې ۲۰سلنه ډېر والی راغلی، چې د ۲۰۱۶ کال په پرتله په ۲۰۱۷ کې د صادراتو کچه ۱۰۰میلیونه ډالرو ته رسېدلې وه.

دی وايي، افغانستان هر کال د ۷ میلیارده ډالرو په ارزښت توکي له بهرنیو هېوادونو واردوي، چې یوازې ۹ سلنه توکي د کور دننه تولیدېږي او پاتې له نورو هېوادونو اخلي.

افغان حکومت اوسمهال ډېره سوداګري له پاکستان، ایران، هندوستان، منځنۍ اسیا او له نورو هېوادونو سره لري، چې یوازې غالۍ، وچه او تازه مېوه او قیمتي ډبرې نورو هېوادونو ته صادروي.

تېر ۲۰۱۷ کال افغانستان د ۷۲۰ میلیونو ډالرو په ارزښت توکي بهرنیو هېوادونو ته صادر کړي؛ خو له نورو هېوادونو یې د ۶میلیارده ډالرو په ارزښت توکي وارد کړي دي.

د سوداګرۍ وزارت د ویاند په خبره، افغانستان له منځنۍ اسیا هېوادونو سره ۲ میلیارده ډالر، له پاکستان سره یو میلیارد ډالر، له ایران سره نږدې ۳ میلیارده ډالر او له هندوستان سره د ۶۰۰میلیونو ډالرو په ارزښت د سوداګریزو توکو راکړه ورکړه لري.

امریکا او نړیواله ټولنه ادعا کوي، چې په تېرو ۱۶کلونو کې یې له افغان حکومت سره ۱۰۴ میلیارده ډالر مرسته کړې؛ خو افغانستان اوس هم وارداتي هېواد دی او په بهرنیو مرستو متکي دی.

تېره ورځ ولسمشر غني له له «CBC»  ټلویزون سره په مرکه کې ویلي وو، چې د امریکا له مرستو پرته یې پوځ شپږ میاشتې هم مقاومت نه شي کولی او د منځه تللو له ګواښ سره مخ کېدونکی دی.

د اقتصادي چارو کارپوهان د صادراتو د نشتوالي مهم لاملونه پرله پسې جګړه، په ادارو کې پراخ فساد، د برېښنا نشتوالی او د ملي یووالي حکومت کورنیو سرچنیو ته نه پاملرنه په ګوته کوي.

افغان حکومت هر کال ایران، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان ته ۲۵۰ میلیونه ډالر د برېښنا لګښت ورکوي، چې په همدومره پیسو په هېواد کې یو برېښنا کوټ جوړېدلی شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x