د کورنیو چارو وزارت یو لوړ پوړی چارواکی د ۱۰۰میلیونه افغانیو د غلا په تور نیول شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۶ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د کورنیو چارو وزارت د کوپراتیف مشر انور کوهستانی د ۱۰۰ میلیونه افغانیو د اختلاس په تور نیول شوی.

پر انور کوهستاني تور دی، چې د دغه وزارت څخه یې نږدې سل میلیونه افغانۍ غلا کړي او د کوپراتیف په برخه کې یې پراخ فساد کړی دی.

تېره اوونۍ د د دوو پخوانیو مرستیال وزیرانو سربېره ۷ نور لوړ پوړي چارواکي د یو میلیارد افغانیو د اختلاس په تور محکمه شوي وو.

د درنو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ډاډ ورکړی، چې ټول هغه کسان به محکمه کړي چې د غلا او اداري فساد په قضیو کې ښکېل بلل شوي دي.

د مخکېني ولسمشر حامد کرزي او د اوسني ملي یووالي حکومت ډېری لوړ پوړي کسان د میلیونونو ډالرو د غلا په تور تورن پېژندل شوي؛ خو تراوسه محکمه شوي نه دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د