افغانستان

طالبان: د ترکیې د سولې ناسته کې جعلي استازو ګډون کړی وو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۶ مرغومي، ۱۳۹۶ل): طالبانو یو ځل بیا په ترکیه کې د سولې وروستۍ ناسته جعلي بللې او د خپلو استازو ګډون یې پکې رد کړی دی.

د طالبانو سیاسي دفتر له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د حزب اسلامي په منځګړیتوب د سولې وروستۍ ناسته کې د خپلو استازو ګډون رد کړی او دغه ناسته یې جعلي او ګډونوال یې هم جعلي څېرې بللي دي.

د خبرپاڼې له مخې، درې ورځې مخکې ځینو رسنیو راپور ورکړ، چې په ترکیه کې د حزب اسلامي په منځګړیتوب د طالبانو او افغان حکومت استازي راټول شوي او په افغانستان کې د سولې اړوند خبرې کوي؛ خو نه طالبانو په دغه ناسته کې ګډون کړی او نه ملا عبدالروف د طالبانو استازی دی.

خبرپاڼه لیکي، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هماغه وخت په دغه ناسته کې د طالب استازو ګډون رد کړی و او د ترکیې ناسته یې جعلي پروسه او ګډونوال یې هم جعلي څېرې بللې وې.

«دا یوه جعلي پروسه او جعلي څهرې دي او افغانستان کې سوله د جعلي پروسو په کار اچولو او جعلي څهرو په رامخته کولو نه راځي بلکې ورته تاوان رسوي.»

طالبانو دغه ډول ناستې استخباراتي پروژې بللي او د واقعي سولې د بدنامولو دسیسه یې ګڼلې ده.

«څنګه چې په رسنیو کې ادعا شوې چې په دې غونډه کې د رحمت الله وردګ په نامه یو ګډونوال د اسلامي امارت سیاسي دفتر سره تړاو لري؛ نو سیاسي دفتر غواړي ټولو هیوادوالو او نړیوالو ته اعلان کړي چې رحمت الله وردګ له سیاسي دفتر سره هیڅ ډول مستقیم یا غیر مستقیم تړاو نه لري او نه دا د اسلامي امارت غړی دی. دا یوه استخباراتي او پروژه ایزه لوبه ده، غواړي د افغانستان د سولې واقعي پروسه زیانمنه او بدنامه کړي او د اشغال د غزیدو اسباب برابر کړي.»

طالبانو په خپره کړې خبرپاڼه کې ډاډ ورکړی، چې د واقعي سولې پلویان دي او په همدې موخه یې سیاسي دفتر ته دنده سپارلې چې د افغانستان د مسئلې سیمه ییز حل ولټوي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې طالبان د سولې اړوند ښکاره تګلاره لري او د اشغال پای او د افغان شموله اسلامي نظام راوستل دي.

«د همدې مقصد لپاره اسلامي امارت د سیاسي دفتر له لارې تل په ټولو خواوو چې د مسئلې د حل واک لري، غږ کړی چې د خبرو میز ته راشي. خو لا تر اوسه د مسئلې بل پلو د سولې ستراتیژي نلري، یوازې د سولې شعارونه ورکوي او د سولې جعلي پروسې په کار اچوي چې هغه نه د مسئلې حل دی او نه زموږ د ولس درد دوا کولی شي.»

طالبانو یو ځل د جګړې په ټولو ښکېلو اړخونو غږ کړی، چې د افغانستان مسئلې واقعي حل ته مخه کړي او په نورو پلمو دې د سولې سپېڅلې کلمه نه زیانمنوي.

درې ورځې وړاندې په ځینو رسنیو کې داسې اوازې خپرې شوې چې د حزب اسلامي په منځګړیتوب طالب استازي په ترکیه کې د سولې ناسته لري؛ خو هم حکومت، هم حزب اسلامي او هم طالبانو د غونډې ګډونوال خپل استازي ونه بلل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x