نظــر

له ترجمان سره خواله

د کافر ترجمانه !

آبله ورځ مې ولیدې، چې په کابل کې دې  دانګلستان دسفارت مخې ته سوې سوې نارې وهلې، مخ دې پټ کړی وو، سترګې دې داسې شرمیدلې او له ذلته لبریزې وې چې دپټولو لپاره دې تورې عینکې ورته لګولې وې، ځکه تا هغه سترګې نه درلودې چې دخبریال کیمرې او یا دخپل اولس سترګو ته ورمخامخ شي.

ستا چیغې مې دي واوریدې، چې خپلو تښتیدونکو انګلیسي بادارانو ته دې ویل  ( موږ دطالبانو رحم ته مه پریږدئ . . .موږ له ځان سره بریتانیا ته بوځئ . . په موږ رحم وکړئ!!

خو دانګلستان دسفارت دروازه ترپایه خلاصه نه شوه او نه چا ستاسو چیغه واوریده، هیڅ رسنۍ ستاسو دمظاهرې خبر نشر نه کړ او نه مو چا په چیغو غوږ وګراوو.

ما پخوا یو تاریخي قضاوت  اوریدلی وو  خو لیدلی مې نه وو هغه داچې کفري استعمار ګر له خپلو محلي اجیرانو څخه دکنډوم  غوندې استفاده کوي،هغه داچې کله ترې خپل کار واخلي، بیا یي نو دشرم وړ توکی بولي اوپه ډیره بیغورۍ یې له ځانه لرې غورځوي.

د پرنګي ترجمانه !

کله مې چې له تاسو سره د انګلیسي یرغلګرو معامله ولیده ، هغه داچې لومړی یي د ځان په ګټه استعمال کړئ مګر کله چې یي اړتیا پای ته ورسیده په ډیره جفاکارانه توګه یي بې سرپرسته ترشا پریښودئ ، نو هماغه تاریخي حقیقت مې سترګو ته نیغ ودریده.

زه تا وینم  چې  انګلیسي یرغلګرو د مستعمل کنډوم غوندې ایسته غورځولی یې، د شرم توکی دې بولي نوځکه دې خپل هیواد ته له ځان سره نه ولي او حتی د سفارت ترمخ دمظاهرې لیدلو ته هم نه درته راوځي.

ته به شاید ډیرې چیغې وکړې، په تړلي اوربوز او بایللو سترګو به ډیرې دروازې وټکوې، خو هیڅوک به په ښمر درنشي، ځکه ته اوس دذلت او شرم په سمبول اوښتی یې، د کثافاتو ټوکړۍ ته غورځول شوی مستعمل کنډوم  هیڅ څوک هم نه راپورته کوي، بلکې په لیدلو یې دکرکې احساس کويو داچې نن لتا څخه هرڅوک دکرکې احساس کوي حتی انګلیسي رسنۍ او خبریالان دې په مظاهره باندې راپور نه جوړوي او نه دې څوک چیغه اوري، علت یي همدا دی، چې تا خپله ذلت غوره کړی دی، تاریخ ثابته کړې، څوک چې په خپله د ذلت غوښتونکی وي هیڅوک عزت نه شي ورکولای .

د پرنګي ترجمانه !

نن مې په بي بي سي ویب پاڼه باندې خبر ولید چې برتانوي عسکرو په هلمند کې خپله وروستۍ پوسته هم وتړله، دوی اوس په خپل وروستني تم ځای  کمپ باسټن کې یوازې په دې لګیا دي چې خپل بارونه وتړي ، په راتلونکو څو اونیو کې به ټول انګلیسي یرغلګر له افغانستانه ووځي، په همدې مناسبت یوه غونډه کې دانګلستان ددفاع وزیر وویل چې انګلیسي عسکرو په افغانستان کې ډیرې قربانۍ ورکړي دي چې باید قدر یي وشي، انګلیسي سرلښکر دخپلو عسکرو کارنامې په تفصیل یادې کړې خو ستا چې له انګلیسي عسکرو سره په یوه مورچه ، یوه ټانګ او یوه هلیکوفتر سپور جنګیدلې ، دانګلیسي عسکرو دسترګو او ژبې رول دې لوباوو، دهغوی لپاره دې مرګ قبول کړی وو، ستا هیڅ یادونه هم چا ونه کړه، هغه مهال چې په لندن کې د انګلیسي عسکرو ستاینې روانې وې ،ته مې لیدلې چې په کابل کې د انګلیس دسفارت مخې ته دې سوې سوې نعرې وهلې، مګر هیچا دې هم چیغه وانه وریده.

ترجمانه !

کلونه وړاندې چې په لومړي ځل بهرني یرغلګر راغلل او تا ورسره د دوه سوه ډالرو په عوض دنده پیل کړه، ما درته ډیرې نعرې وکړه، چې وه ځوانکیه! دا خطرناکه لوبه پریږده، د خپل اولس په وړاندې ددښمن په صف کې مه دریږه، غربت قبول کړه خو تلپاتې ذلت مه قبلوه، لوږه قبوله کړه خو له سرټیټۍ ځان وساته ، مرګ قبول کړه د کفر خدمت مه قبلوه.

خو ته د ډالرو او پونډونو داسې هوس اخیستی وې چې دهیچا نصیحت دې نه اورید، د کافرلپاره دې ځان سره اور ته واچاوو، ګڼ ملګري دې په همدې لار کې په داسې ډول ووژل شول چې غوښي یې دکافر له بوټیو سره ګډې شوې، د زخمي کیدو په مهال د یهودو او نصاراوو وینه درته تزریق شوه، لس کاله په پټ مخ او تړلي اوربوز وګرځیدې، خپل کور ، کلی ، قریبان او وطن درڅخه پاته شوه، لس کاله دې دنړۍ تر ټولو نجسووحشیانو، لوطیانو، همجنس بازانو او په جنسي سادیزم مبتلا عسکرو سره په یوه خیمه ، یوه چپرکټ ، یوه ټانګ او یوه مورچه کې دنده ترسره کړه، د جنسي تیریو له امله بیا بیا دبګرام په روغتون کې بستر شوې په دې دنیوي ذلت سربیره د بي شمیره دیني سرغړونو مرتکب شوې، دخپل اولس دوژلو ، تحقیرولو، بمبارولو، بې عزته کولو او دخپلو وطن دنړولو په جرم کې دي دمخکښ شریک رول ترسره کړ.

ستا به تمه وه چې ددې ټولو بدبختیو په پایله کې به یوه ورځ نسبتا دعزت او هوسایي ژوند ومومم، مګر دادی دوولس کاله وروسته یي نتیجه څه شوه؟؟

پرون مې لیدې چې په خپله دې اقرار کاوو چې: موږ په افغانستان کې څوک نه پریږدي،هرڅوک مو دشمن بولي او وژني مو که بریتانیا موږ له ځان سره انګلستان ته بونه ځي، نو دلته زموږ ژوند مشکل دی.

ترجمانه !

په دې خو ته هم پوهیږې چې دبریتانیا له تيښتي وروسته دې په افغانستان کې ژوند مشکل دی او ضرور دولس لخوا وژل کیږئ، مګر پوهیږئ چې په مرګ  به هم له ذلته خلاص نه شې، ستا مرګ به هم د ذلت مرګ وي، هیڅوک به درباندې ژړا ونه کړي، هیڅوک به دې جنازه ونه کړي، کورنۍ به دې فاتحه وانخلي بلکې هڅه به کوي چې ستا له شرمه ځان خلاص کړي، نه پوهیږم چې کلیوال به  په هدیره کې ځای درکړي او کنه ؟
که انګلستان ته لاړ شې ، دا فکر مه کوه چې له عزته به برخمن شې، هلته به هم دمرګ تر ساعته د نس مړولو لپاره یا سپي مینځې او یا به هم حیوانات خرخره کوې.

پوهیږې د پخواني استعماري جګړو نه وروسته دختیځ هغو اجیرانو ته چې له انګلیسانو سره یي کار کړی وو اوبیا انګلستان ته تللي وو، هلته ورته  دبیزوګانو او حیواناتو په نظر کتل کیدل، په تحقیقاتي مراکزو کې دموږکانو او بیزوګانو غوندې ورباندې تجربې کیدلې چې ډيرو یي په همدې تجربو کې ژوند له لاسه ورکړ.

ترجمانه !

ستا د اخروي عذاب په اړه دلته څه نه وایو، مګر دنیوي شرایطو ته په پام سره چې ستا وضعیت وینم، داسې انګیرم چې څلورو خواوو ته ستا په مخ یوازې د ذلت لارې پرتې دي.

ته خو اوس انګلستان ته د تللو لپاره  احتجاج کوې، او همدا د نجات لاره بولې، مګر که انګلستان ته لاړ هم شې باور دی، چې هلته به خپل ستر شیطان درته وایي چې ( اني برئ منک ) زه له تاڅخه بیزاره یم، هلته به دحیوان غوندې چلند درسره کیږي او دموږک په شان به دتجربو وړ توکی بلل کیږې!

قوي اټکل دی چې آخر به  دموږک غوندې به په کومه ساینسي تجربه کې ژوند له لاسه ورکړې، او بیا به دکیماوي کود په کومه فابریکه کې  درڅخه  سره جوړه شي، ستاوجود به دبریتانیا په خاوره او فضاء کې تحلیل شي او په دې توګه به دې دژوند غوندې مرګ هم د ذلت او فضیحت نمونه وي.

ته به د دنیا غوندې په اخرت کې هم تاواني شې، خو زموږ  او راتلونکي نسل لپاره به ستا کیسه  یوه دعبرت او پند ستره بیلګه وي.

هغوی چې ستا له انجام څخه اګاه وي شایدهیڅکله  دکافر ملګرتیا  او خدمت ونه کړي، ځکه له تا سره دکافر ناځواني او بي وفایي به ورته معلومه وي.

مادرته ویل منل دې نه وو
 د بل مزدوره اوس وهه دچول مزلونه

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x