
مسیر: د سولې په نوم پروژې، د خلکو له هیلو سره لوبې دي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۶ مرغومي، ۱۳۹۶ل): ترکیه کې د سولې په نوم د مبهمو اړخونو ناستې په هېواد کې د مطبوعاتو او مطرحو شخصیتونو د څرګندونو موضوع ګرځېدلې ده.
مسیر ورځپاڼه دا ناسته د سولې د پروژه يي کېدو هڅه بولي او لیکي چې دا ډول ناستې د افغانانو له هيلو سره لوبې دي.
ورځپاڼې په تازه ګڼه کې، د طالبانو او حکومت له لوري په دې غونډه کې د استازیو د ګډون له انکاره وروسته لیکي، چې «دا غونډه چا او د څه لپاره جوړه کړې ده؟ ولې په ترکیه کې جوړه شوې ده؟ ملا رحمت الله څنګه دې غونډې ته د طالبانو په استازیتوب ور بلل شوی و؟ د ملا رسول د ډلې کسان له کومه ځایه او څه ډول ترکیې ته ولاړل؟»
د ورځپاڼې په بارو دا ډول مشکوکې ناستې د سولې پر بهیر او د خلکو پر هیلو بده اغېزه کوي «که استدلال دا وي چې دا لومړنۍ غونډه وه، وروسته به سمه شي او مهم کسان به راشي، نو بیا پکار وه چې پټه ساتل شوې وی. اوس نه یوازې پټه ونه ساتل شوه، بلکې په قصدي او شعوري ډول مطبوعاتي شوه او ورسره سوله، د سولې هڅې او هیلې اغېزمنې شوې.»
په یاده غونډه کې، چې د ملارسول په نوم د یوې وسله والې ډلې استازی يې هم برخه وال و، مسیر دا دعوه هم بې اساسه بولي او ولیکي، چې دې ډلې لا له وړاندې له حکومت سره تار درلود، په کور دننه هم خبرې ورسره کېدای شوای.
«که حکومت د ملا رسول له ډلې سره سوله کوي، نو پکار ده چې مخامخ او په کور د ننه خبرې وکړي. دې ډلې له وړاندې سولې ته تمایل ښکاره کړی او آن دا خبره کېږي چې مشران یې له وړاندې له حکومت سره پټ تارونه لري. پکار ده چې دا خبرې مخامخ وشي او د حزب اسلامي په شان یوه بله پروسه هم پوره شي.»
ورځپاڼه پر حکومت غږ کوي، چې دوکاندران دې د طالب استازیو په نامه په دغسې ناستو کې نه کېنوي، باید د سولې لپاره رښتینې هڅې وشي.
وړاندې زیاتوي، چې حکومت باید د سولې په نوم پروژې جوړې نه کړي، بلکې د جوړېدونکو پروژو مخه ونیسي «حکومت خپله هم باید په دې برخه کې صادق وي او د نورو هغو هڅو مخه هم باید ونیسي، چې د خلکو له هیلو او ارمانونو سره لوبې کوي.»
طالبانو هم په تازه غبرګون کې دا یوه استخباراتي پروژيي هڅه بللې ده، هغوی په خپره کړې اعلامیه کې لیکلي «دا یوه استخباراتي او پروژه ییزه لوبه ده، غواړي د افغانستان د سولې واقعي پروسه زیانمنه او بدنامه کړي او د اشغال د غزیدو اسباب برابر کړي.»