
پر کابل ښار د راکټي برید په تړاو درې تنه نیول شوي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۶ مرغومي، ۱۳۹۶ل): تېره شپه شاوخوا اتنیمې بجې د کابل ښار زړه باندې توغول شوي راکټ ولګیدل.
د کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي، راکټونه د وزیر اکبر خان ۱۴ سړک په اوږدو کې لګيدلي دي.
د دې وزارت ویاند نجیب دانش وايي، راکټي برید نه مالي او نه هم ځاني زیان اړولی دی.
د نجیب دانش مرستیال نصرت رحیمي وايي، د دې راکټي برید په تړاو يې درې تنه شکمن کسان نیولي دي.
تېره ورځ کابل ښار د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پلاوي کوربه هم و.
په ورته وخت کې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو مشر سې بې ایس نیوز سره خبرو کې منلې چې د کابل ښار حالات خراب دي.
جنرال نېکولسن ويلي، دوی کابل ښار کې د ننه هم د ځمکني تګ په پرتله په چورلکو کې ځانونه خوندي احساسوي.
تر اوسه د راکټ توغونې ځای نه دی معلوم او نه هم د دې برید مسوولیت چا منلی دی.