fbpx

خرم دستګیر: بايد له امریکا سره په عاجزانه رویه ګټور مذاکرات وشي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۶ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د پاکستان دفاع وزير خرم دستګير ويلي، چې له امریکا سره بايد د ناسم پوهاوي د له منځه وړلو لپاره د تاوتريخوالي پر ځای «په عاجزانه رويه ګټور مذاکرات وشي.»

د پاکستان ملي پارلمان ته د بهرنۍ تګلارې په اړه د معلوماتو ورکولو پر مهال ښاغلي خرم دستګير ويلي، چې دا وخت د توندو او ترخو خبرو نه دی، بلکې بايد له نرمې او عاجزانه رويې سره له امریکا سره ټولې ستونزې اوارې کړو.

د پاکستان دفاع وزير ويلي، چې د واشنګټن او اسلام اباد تر منځ  د اختلاف يو ټکی هند دی. امریکا څو ځله هڅه کړې، چې پاکستان په دې باوري کړي، چې هند د پاکستان لپاره ګواښ نه دی، خو «رښتيا خبره ده، چې د حکومت او پوځ اوس هم د پاکستان خلاف فعاليت کوي.»

خرم دستګير دا هم ويلي، چې د امریکا باور جوړونې سربېره تېر کال هند له پاکستان سره په کنټرول کرښه بې شمېر سرغړونې کړي او د ملګي مرګ ژوبلې اړه تېر ۲۰۱۷ خونړی کال و.

د پاکستان دفاع وزير د نرمې رويې د وړانديز سربېره يو ځل بيا ويلي، چې امریکا په افغانستان کې د شپاړس کلنې جګړې د ناکامۍ زور له پاکستانه ويستل غواړي، په داسې حال کې، چې پاکستاني پوځيانو د ګڼو پوځي عملياتو په پایله په قبايلي سيمو او بلوچستان کې امنيت راوستی دی.

د دفاع وزیر له څرګندونو وروسته د ملي پارلمان اپوزيسیون او حکومتي چارواکو پر دفاع وزير توندې نيوکې وکړې او د بهرنۍ تګلارې په اړه يې د خرم دستګير څرګندونې مبهمې او ناکافي بللي دي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

پاکستان له موره غلام زیږیدلی یعنی خلک که یی مسلمانان مګر چارواکی یی لندن کی زیږیدلی ، لوی شوی او روزل شوی غلامان دی ، انګریزانو یا امریکایانو ته پاکستان په سیمه کی دوهم اسراییل دی د منځنی ختیز اسراییل منځّنی ختیز او د جنوب اسیا اسراییل ( پاکستان ) جنوب او مرکزی اسیا کی د الهی نظام د مخنیوی د پاره په یوه کال، دواړه د دین په نامه ، د عین هدف ( د الهی نظام مخنیوی ) د پاره او دواړه د انګریزانو له خوا رامنځټه شوی مګر دواړه اسراییل یو لوی توپیر لری چه د منځنی… نور لوستل »