fbpx
robber

غله ولي پر یوې ترکۍ مېرمني مهربانه شول؟!

نن ټکی آسیا: د ترکيې په پلازمېنه استنبول ښار کې تېره میاشت د یوې میرمنې له کور څخه غلا وشوه. کله چې غله، له غلا وروسته خبر شول،چې د کور خاونده مېرمن معیوبه او معذوره ده؛نو نه یوازې غلا شوی سامان یې بېرته ورکړ؛بلکي د لیک په وسېله یې  بخښنه هم ترې وغوښته.

ترکي رسنۍ راپور ورکوي، چې غلو د مېرمنې د کور مخې ته له سامان سره یو لیک هم پرايښی و، چې پکې لیکلي یې وو :

«دا منو ، چې موږ غله یو؛خو موږ هم ضمیر لرو؛ پر خپل ناوړه کار ، چې له تاسو  سره مو وکړ، شرمېږو ، موږ نه پوهېدلو چې تاسو معذوره یئ، موږ وبخښه!»

غلو د ایمري سیلیبي په نوم مېرمني له کور څخه یو کمپیوټر، یوه کامره او یوه بله بريښنايي آله، چې هغې هم د کامرې په څېر ویوډیوګانې ثبتولې، غلا کړي ول.

دغې میرمنې یوې سیمه یېزې ورځپاڼې ته وویل، چې دې د غلا شوي سامان د را ستنېدو هېڅ تمه نلرله؛ خو څو ورځې وړاندې یې یوه ناڅاپه د کور مخې ته غلا شوي توکي ايښودل شوي ول.

دې وویل، چې غلو راته کمپیوټر او کامره بېرته سپارلې ؛ خو تمه لرم ، چې زما ویډیو ریکارډر هم بېرته په لاس راشي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د