پښــــتو ادب

ملا فقیر محمد درویش د جهادي ترنم منل شوی سرخیل

شاهد (غزنیوال)

( انشاد) ترانې او ترانه ویل په اسلامي ادب کې اوږده مخینه لري.

د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم چې کله له خپل ټاټوبي مکې مکرمې څخه یثرب ( مدینې منورې ) ته هجرت وکړ هلته یې ځايي خلګو (انصارو) په ګرمو ولولو او حماسي ترانو هرکلی وکړ.

عبيد الله بن محمد بن عائشة وايي چې کله محمد صلی الله علیه وسلم مدینې منورې ته راغی نو هلته یې ښه راغلاست ته د ښځو او ماشومانو په شمول د مدینې منورې ټول اوسیدونکي راغونډ شوي او دا ترانه یې ورته زمزمه کوله.

طلع البدرعلينا من ثنيات الوداع وجب الشكرعلينا ما دعا الله داع.

دا خوږ شعر او د هغه ښکلی مفهوم په اسلامي ادب کې د انشاد او ترانه ویلو یو اصل دی او له دې ماسیوا هم حضرت حسان بن ثابت چې د رسول الله په شاعر یې شهرت درلود ډیر اشعار او قصیدې ویلې او د هغو په وسیله یې د اسلام ننګه کړې ده.

په معاصر جهادي پیرکې د سر ښندونکو مجاهدینو ترڅنګ یو شمیر داسې شخصیتونه هم شته چې د خپل شعر او هنري مسلک په مټ یې د جهاد په لاره کې د پام وړ خدمتونه کړي دي، په خپلو شعرونو او ترانو کې یې د غازیانو سرښندنې او شاهکارۍ ستایلې او په خپلو انقلابي حنجرو یې د هغوی د ترغیب لپاره هڅوونکي ترانې ویلې دي.

د هغو له جملې څخه یوهم مجاهد ورور ملا فقیر محمد درویش دی چې د صیلیبي یرغلګرو خلاف جهاد کې یې د ادبي او هنري فعالیت اثر تر ټولو زیات او په ترانه خواني کې د جهادي ترنم سرخیل ګڼل کیږي.

مونږ غواړو دلته لومړی په مختصره توګه د نوموړي د پیژنګلوي په اړه څه ووایو او وروسته یې د هنري اعجاز په اړه رڼا واچوو.

پيژندنه : ملا فقیر محمد درويش له نن نه ۵۲ کاله وړاندې د خوست ولايت د اسمعيل خیلو ولسوالۍ د حيدر خېلو کلي د ملا کاظم شاه په علمي کورنۍ کې خپلې سترګې نړۍ ته غړولې دي.

لومړنۍ دیني زده کړې یې په خپل کلي او منځني او عالي زده کړې یې د هجرت دیار په بیلا بیلو مدارسو په تیره د جهاد او هجرت په تر ټولو مشهوره مدرسه منبع العلوم کې تر سره کړې دي.

د ادبي او هنري فعالیت پیل یې

درویش صاحب د پخواني جهاد په مهال په جنوبي محاذ کې د یوه مشهور جهادي ترانه ویوونکي مجاهد لقب خپل کړی او په خپلو حماسي اشعارو او ترانو سره یې د شوروي اشغالګرو او کمونستانو خلاف د مجاهدینو روحیه ژوندۍ ساتلې وه .

ملا فقیرمحمد ( درویش) د ترانه ویلو په فن کې د خپل ماما شهید احمد غني (مسکينیار) له شاعري او همدا راز د هغه له ترانه خوانې څخه تأثر اخيستى او بیا يي په تدریجي ډول خپله په دې مسلک کې ارتقاء کړی تر دې چې د کمونیستي او صليبي يرغلونو خلاف جهاد کې یې د یوه ځانګړي جهادي سبک لرونکي ترانه خوان شهرت خپل کړی دی.

ملا فقیر محمد (درویش) د شوروي اشغال په مهال د مجاهدینو د جهادي اتلولیو او ویاړونو د انعکاس په خاطر په سلګونو ترانې او حماسه يي اشعار ویلي چې هماغه مهال د افغانستان غږ جهادي راډیو له لارې او همداراز په جنوبي ولایتونو کې د جنوبي محاذ مربوط د حقاني صاحب د مجاهد غږ راډیو له لاري خپاره شوي دي.

د یرغلګرو خلاف جهاد کې د درویش د جهادي ترنم اغیز

په ۲۰۰۱ کال کې د امریکایانو لخوا د افغانستان تر اشغال وروسته افغان مجاهد ولس د یرغلګرو په وړاندې جهادي مقاومت پیل کړ.

په دغه جهادي مقاومت کې د هیواد د علماوو او منورینو ترڅنګ د افغان ولس ټولو طبقاتو ، لیکوالانو، شاعرانو ادیبانو پوهنتوني استادانو ، محصلینو او متعلمینو هرچا په خپل مجال کې مهمه ونډه لرله.

خو ملا فقیر محمد درویش چې د شوروي یرغلګرو خلاف جهاد کې یې فعاله هنري ونډه لرله د صلیبي یرغلګرو په خلاف یې د ځوانانو د هڅولو لپاره له خپل هنري مسلک څخه په استفادي سره مهم تحریضي رول اداء کړ.

نوموړي په ډیر و سختو شرائطوکې په خپل خواږه ترنم سره ځوانان د صلیبیانو خلاف جهاد ته هڅولي چې په دې سره د صلیبي یرغلګرو خلاف جهاد کې د ملا فقیر محمد (درویش) رول تر بل هرچا بارز او خورا مؤثر دی.

تردې چې د جهادي جبهاتو په مورچلونو، د اعداد او رباط په معسکرونو(غونډونو) او د مهاجرت په کمپونو، دیني مدارسو، عصري مکاتبو ، پوهنتونو او نورو علمي او فرهنګي مؤسساتو كې هيڅ داسې موقع او ځای نه و چې د ملا فقیر محمد(درويش) له ریکارډشویو جهادي ترانو څخه دي خالي وي . د مدارسو هره مناسبتي غونډه د قرآن کریم تر تلاوت وروسته د درویش په انقلابي غږکې په نظم او ترانې ويلو سره افتتاح کیږي.

همدا راز د مجاهدینو د جهادي نشراتو ټول صوتي او تصویري اصدارات د نوموړي په خواږه او الهام بښونکي غږ او همدا راز حسن اختتام یې د نوموړي لخوا په ریکارډشویو ترانو سره كيږي .

د یوه باوقاره او محبوب القلوب شاعر په توګه

ملا فقیر محمد د صلیبي یرغلګرو خلاف جهاد کې د يوه محبوب القلوب جهادي شاعراو ترانه ويوونكي په توګه خورا زیات مشهور او ویل شوې ترانې یې نهایت ډیر مینه وال لري.

ملا فقیر محمد درویش د جهادي ترنم د پیژندل شوي سرخیل په توګه د افغان ولس د فرد فرد په زړه په تیره د جهادي سرښندونکو (استشهادیانو) په زړه کې هم خاص ځای لري. یومهال په یوه جهادي محاذ کې د استشهادي کنډک مجاهدینو ته په داسې مهال کې چې نوربه هغوی د استشهادي عملیاتو د تنفیذ ساحې ته تلل د جهادي مسؤلينو لخوا وویل شول چې تاسو د خپل ژوند په دغو وروستیو لحظوکې کوم آرمان لرئ چې که مونږ وتوانیږو هغه در پوره کړو؟

هغوي ټولو په یوه غږ له ملا فقیر محمد درویش سره لیدل او ملاقات د خپل ژوند د وروستي آرمان په حیث غوره او له مسؤلینو څخه یې هیله وکړه چې د ملا فقیر محمد درویش ملاقات ورباندې وکړي.

د محترم ملا فقیر محمد درویش په جهادي شهرت کې د هغه په انقلابي حنجرې او مؤثرهنریت سربیره د نوموړي ښو اخلاقو، سنګني او جهادي سابقي او اخلاقي وقار هم خاص رول لرلی دى.

خو ملا فقیر محمد درویش له دې ټول جهادي شهرت او مؤثریت سره سره نهایت متواضع ، سنګین ، باوجاهته او پاک نفسه شخصیت دی چې هیڅوک تري د تکبر، غرور او أنانیت حس هم نشی کولای.

د جهادي ترنم مخکښ سر لاری

ملا فقیر محمد درویش د جهادي ترنم د مخکښ او سر لاري په حیث په ډیره بریالۍ توګه د صلیبي یرغلګرو خلاف خپل رول ترسره کړی ، او په دغه رول سره توانیدلي چې په لس ګونو زره ځوانان جهاد ته تشویق کړي ، د مقاومت په سنګرونوکې هغوي ته د فدا کارۍ، ایثار او سرښندنې روحیه ورکړي ، د هغوی په زړونوکې د جهاد او شهادت جذبه تحریک او په خپلو حماسي اشعاروسره جهادي اتلانو ته د بهرنیو یرغلګرو په وړاندې د مقاومت او مقابلې مورال ورکړي.

د شوري اشغالګرو خلاف جهاد کې چې مجاهدینو د لويي پکتیا په غرونو ، ژورې ، بړي او تورغره كې د ملا فقیر محمد درویش له حماسي ترانو څخه د فداکاري او سر ښندنې تأثر اخیست اوس مهال د صلیبي یرغلګرو خلاف جهاد کې د هیواد د ملي او جهادي ترانه ويوونكي لقب په خپلولو سره یې له کونړه ترهراته ، له بدخشانه ترهلمنده ، له کندهاره تر ننګرهاره ، له فاریابه تر پنجشره او بالاخره د هیواد ترګوټ ګوټ پوري د ده د انقلابي غږ انګازې رسیدلې او د وطن لسګونو زره ځوانانو ته یې د اجنبي یرغلګرو خلاف د جهاد او قربانۍ روحیه ورکړې ده .

ملا فقير محمد درويش په افغانستان کې د صلیبي یرغلګرو خلاف جهاد کې د صحابه کرامو رضوان الله تعالی علیهم اجمعین د عصر د حسان بن ثابت رول ترسره کړی، هماغه ډول یې د دښمن خلاف حماسي اشعار او تحریضي ترانې ویلي او د هیواد د آزادۍ په لاره کې جنګیدونکو مجاهدینو تري د غیرت ، شجاعت او میړانې تأثر اخیستی دی.

د طالبانو د حاکمیت په مهال د شریعت غږ راډیو د نشراتي پروګرام پیلیدونکې ترانه هم د ده په انقلابی غږ کې ویل شوې:

(ساتو یې په سرو وینو دا د شهیدانو کور..دا د باتورانو کور دا د باتورانو کور)

محترم درویش صاحب ته په خپل ژوند او جهادي فعالیتونو کې د لا بریاوو په هیله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالولی (فهیم)۰

الله دی د ملافقیر محمد درویش دا وقف شوی جهادی ژوند کی نور هم برکت واچوی په ریښتیا چی د جهاد میدان د ده په ترانو ژوندی پاتی دی او دا د ده ډیر غټ خدمت دی چی اسلامی نړی ته یی کړی دی او انشاالله چی دا ترانی به هرومرو یوه ورځ رنګ راوړی او الله به خامخا اشغال ګره امریکا تباه کړی هغه هم د اسلامی امارت د سرښندونکو مجایدینو پر مټ انشاالله.

شفق

درویش صاحب د انقلاب نه خاموشه کیدونکی جرس !
ملا فقیر محمد خو واقعا چې د خپلو جهادي فعالیتونو او نیکو اخلاقو له وجې د تقدیر وړ شخصیت دی ، د ده حنچره ده چې د افغان شازلمیانو په تن کې یې جهادي روحیه ژوندي ساتلې، خدای دي نوموړی تل ترتله په خپل حفظ کې وساتي.

محمد خالد

بنام الله مهربان بلی شخصیت باوقار درویش را از اوان جهاد مقدس ما برعلیه روسها با اواز طنین انداز اش اشنا هستم وهنوز ان ترانه دل نشین ان حوبه ذوالجلاله دغمونو په تالو کی ووه حو به داغیار و دستم په زولانو کی وو حوبه بدارالدین دا ملت مظلوم ژرا کوی…………………… که درتعرض مجاهدین بالای ولایت خوست چونی که لودسپیکر های مجاهدین برحق نعره می کشید شما باور نمایید که یک احساس دیگری در وجودم رونما میگردید ان لحظات وان ترانه هرگز فراموشم نمیشود وکست های انرا طور یادگار به دوستان مجاهد پرور خود اعطا مینمودیم ودرپوهنتونها مکاتیب همین نعره… نور لوستل »

سلامت خان

يو وړانديز:
د اسلامي امارت مشرانو ته مې پېشنهاد چې که الله تعالی يو ځل بيا د کابل واک هم په لاس ورکړ نو د کابل د ښار په منځ کې واقع (آسمايي غر) دې چې خلک یې د تلوېزون غر بولي د (دروېش غر) يا (کوه دروېش) په نامه ونوموي. نو پدې ډول به يې د انقلاب د دغې شپېلۍ قدر داني هم کړې وي، او د د جهادي کاروان په تر منزله رسولو کې به يې د (هدفمن جنګ) تر څنګ د (هدفمن آهنګ) درناوی هم کړی وي. والسلام

خالد

محمدخالد
صهیب

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x