ورزش

کرېکټ: پاکستان لوبډلې پرلپسې څلورمه ماتې وخوړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۶ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د پاکستان او نیوزېلنډ ترمنځ په څلورمه لوبه کې پاکستان د نیوزېلنډ په وړاندې پرلپسې څلورمه ماتې وخوړه.

لوبه د نیوزېلنډ په کوربه توب په هیملټن ښار سیډون لوبغالي کې ترسره شوه چې پاکستان د پچې ګټلو وروسته لومړی توپ وهنه وکړه او د ۵۰ اورونو په لوبولو سره یې د ۸ لوبغاړو په سوځیدلو ۲۶۲ منډې جوړې کړې.

ددوی لخوا ډیرې منډې ۸۱ محمد حفیظ، ۵۴ فخر زمان، ۵۱ لوبډلمشر سرفراز او ۵۰ منډې حارث سهیل جوړې کړې.

نیوزېلنډ ټاکل شوی ۲۶۳ هدف په ۴۵.۵ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځیدلو پوره کړ او پرلپسې څلورمه بریا یې خپله کړه.

نیوزېلنډ ته یو مهال په ۷۸ توپونو ۱۰۹ منډې پاتې وې، چې پاکستان ته د بریا ښه چانس و، خو په پای کې د کولن ګریندوم لخوا ښه توپ وهنه وشوه چې د لوبې بڼه یې وربدله کړه او لوبډلې ته یې بریا وروبخښله.

نوموړي د ۵ شپږیزو او ۷ څلوریزو پر مټ به ۴۰ توپونو ۷۴ چټکې منډې جوړې کړې او ټاکلی هدف یې پوره کړ، چې په پای کې د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د یادونې وړ ده چې د دواړو لوبډلو ترمنځ د ۵ یو ورځنۍ سیالیو ۴ لوبې ترسره شوي چې په ټولو کې نیوزېلنډ بریا ترلاسه کړې، پاکستان به پایلوبه کې د کلین سويپ نه د بچ کیدو کوښښ کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x