
د ټاکنو کمیسیون نوي غړي په کار پیل وکړ
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۶ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د ټاکنو کمیسیون نوي غړي رسماً پر خپل کار پیل وکړ.
سید حفیظ الله هاشمي یو له هغو دریو تنو و، چې د دې کمیسیون د غړيتوب لپاره يې نوموړی وټاکل شو.
له نهو تنو نه له لیکنۍ او ګړنۍ ازموینې وروسته عبدالقادر ځاځی، سید حفیظ الله هاشمي او اول الرحمن رودوال بریالي اعلان شول.
ارګ د دوی دریو له ډلې سید حفیظ الله هاشمي وټاکه، چې نن يې کار رسماً پیل شي.
نوموړي د حکومت د دواړو مشرانو تر مخ د خپل کار د پیل لپاره د لوړې مراسم ترسره کړل.
شاوخوا دوه میاشتې وړاندې چې د ټاکنو کمیسیون مشر نجیب الله احمدز له دندې لرې کړل شو، ارګ د غواروي د کمېټې د بیا کار لپاره امر وکړ.
تېر کال د غوراوي کمېټې ارګ ته ۲۱ تنه ور وپېژندل، چې له ډلې يې ولسمشر اوه تنه وټاکل، د قانون له مخې که د دې اوو تنو له منځه یو یا څو تنه مړه شي یا هم له دندو استعفا ورکړي، ولسمشر دا واک لري چې د هماغو ۲۱ تنو له جملې بل څوک د هغوی پر ځای وټاکي.
ټاکل شوې د راتلونکي لمریز کال په چنګاښ کې پارلماني، د ولايتي او ولسوالیو شوراګانو لپاره ټاکنې ترسره شي.